24/01/2025
Copy
يخني کۀ د چرګ د پښو وي - او کۀ د غوا يا ګډ د پښو وي - پکار ده چې د يخنۍ پۀ موسم کښې د مشرانو د خوراک برخه ضرور وګرځولے شي -
خو صرف هغه يخني چې پۀ کور کښې د صفائي د ضروري لوازماتو سره تياره شي - دغه د پښو هډوکي او د دې د پاسه غوښه ډېر مهم وټامنز او معدنيات لري - کومه چې زمونږ د څرمنې ، هډوکو او جوړونو له پاره ډېره فائده منه وي -
دا ټول پروټينز وي او پروټيپز د اماينو اېسډز ته جوړ وي - دا چې کله پۀ ګنټو اوخوټکيږي - نو امائنو اېسډز د لېس داره مادې پۀ شکل کښې را بهر شي - او پۀ جوړونو کښې موجود د لېس داره مادې کمے پوره کوي -
د دې نه علاوه پۀ دې کښې موجود زنک ، کاپر او کېلشیم وغېره د هډوکو د طاقت له پاره ډېر معاون وي - د دې د استعمال سره د هاضمې نظام هم برابريږي - او چونکه کمې کېلوريز لري نو وزن هم کنټرول ساتي -
پۀ دې کښې خاص قسم اماينو اېسډز ګلايسين او ارجنين پۀ وجود کښې سوزش کموي او دغسې د مدافعت قوت زياتوي - او بيا پۀ تېره تېره ګلايسين د مزغو کارکردګي هم ښۀ کوي - او پۀ خوب کښې هم مدد ورکوي - خو يو احتياط پکار دے - چې د دې سره سپينې ډوډۍ يا نانونه نۀ دي خوړل پکار - ځکه چې دا د شوګر لېول زياتوي -
#ډاکټرديداريوسفزے