21/05/2026
د هر قدرمن لیدونکي څخه ځانګړې مننه چې زموږ د فېسبوک پاڼه یې شریکه او تبلیغ کړې ده. 🙏❤️
ستاسو مینه، ملاتړ او ښکلی نظر زموږ لپاره ډېر ارزښت لري. موږ ستاسو درناوی کوو او ستاسو له اعتماد څخه ویاړو. همدا ستاسو هڅونه ده چې موږ لا ښه او لا قوي کار ته هڅوي.
تل خوشحال او بریالي اوسئ 🌹
Fazal M Amirzoy
ستاسو د مینې، ملاتړ او ځانګړي باور له امله، د قدر او احترام په نښه مو ستاسو لپاره ځانګړی ۴۰٪ تخفیف په پام کې نیولی دی. 🌹
دا تخفیف یوازې ستاسو د اخلاص، همکارۍ او زموږ د پاڼې د ملاتړ په بدل کې وړاندې شوی دی. هیله لرو چې زموږ دا کوچنۍ ډالۍ ستاسو د خوښۍ سبب وګرځي. 🙏✨
ځان مې درد کوي!
نن احمد شاه بابا مېنه ماموريت څلور لارې کې يو جيم ته لاړو.
مالوماتو برخه کې مو ورته ويل چې په اړه يې مالومات راکه راځو به ورته. ويل يې زر افغانۍ يې فيس دی، د لباسونو کېښودلو المارۍ تر څنګ یې د شاور يا ځان مینځلو خدمات هم لري.
ملګري مې غوښتل په فيس کې چنه ورسره ووهي.
ما خپل ملګری څنګ ته کړ ورته ومې ويل:
د خدای ظالمه تباه مه شې، بېرون حمام پنځوس افغانۍ دی. دلته چې هر ځل تمرين نه وروسته يو حمام پرې را کش کوو يو نيم زر افغانۍ خو دا شوې د مياشتې.
بس فيس مو ورکړ، تمرين مو وکړ او له تمرين وروسته مو خېرن سټونه هم پاک کړل.
له نورو ځايونو یې توپير دې کې وو چې هلته چې څوک جېم پيلولو ته راځي، تر څو چې د جېم مسوولينو پرې پام کېږي پنځه ورځې مفته په کې لګيا وي. دوی بيا د فينګر سيستم لري، تر څو چې ګوته و نه لګوې، سيستم تمرين ته د داخلېدو اجازه نه درکوي.
البته که د همدې سيمې اوسېدونکي يئ، بد ځای نه دی، تر دې بل غوره جېم که وي هم خو ما به نه وي ليدلی.
خدای دې وکړي چې د جېم مسوولين دا پوسټ و نه ګوري، وايي به تاسو تمرين ته راځئ او کې خيرو پستولو ته؟
😎