Darya Times دریا ټایمز

Darya Times دریا ټایمز موږ د نړۍ مهم خبرونو، ورزشي پيښي، او د ټکنالوژۍ په اړه دقیق او تازه معلومات تاسې ته رسوو.

د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو ته مبارکي وړاندې کوم.نیکمرغه کوچنی اختر مو مبارک شه!
03/19/2026

د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو ته مبارکي وړاندې کوم.
نیکمرغه کوچنی اختر مو مبارک شه!

03/18/2026

تازه؛
د افغانستان سترې محکمې اعلان وکړ، چې سبا پنجشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

AUSTRALIAN TEST SEASON 2026-27 🥶🔥» 2 Tests vs Bangladesh.» 3 Tests vs South Africa in South Africa.» 4 Tests vs New Zeal...
02/25/2026

AUSTRALIAN TEST SEASON 2026-27 🥶🔥
» 2 Tests vs Bangladesh.
» 3 Tests vs South Africa in South Africa.
» 4 Tests vs New Zealand.
» 5 Tests vs India in India.

ریچارډ پایبس د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نوي مشر روزونکي په توګه ټاکل شوی دی. دا پرېکړه د Afghanistan Cricket Board ...
02/24/2026

ریچارډ پایبس د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نوي مشر روزونکي په توګه ټاکل شوی دی. دا پرېکړه د Afghanistan Cricket Board له خوا شوې ده، تر څو ملي لوبډله په نړیوالو سیالیو کې لا پیاوړې او منسجمه شي.
ریچارډ پایبس د ۱۹۶۴ کال د جولای په پنځمه نېټه د انګلستان په نیوکاسل ښار کې زېږېدلی دی. نوموړی په ځوانۍ کې د کرکټ لوبغاړی و، خو د ټپ له امله یې د لوبغاړي مسلک ژر پای ته ورسېد او وروسته یې د روزنې ډګر ته مخه کړه. له هغه وخت راهیسې نوموړی د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د کرکټ د روزونکي په توګه کار کړی او پراخه تجربه یې ترلاسه کړې ده.
پایبس مخکې د Pakistan او Bangladesh له ملي لوبډلو سره د روزونکي په توګه دنده ترسره کړې ده. همدارنګه، هغه د ویسټ انډیز د کرکټ له ادارې سره هم کار کړی او د West Indies cricket team د عالي فعالیت (High Performance) مشري یې کړې ده. د هغه د روزنې او مشرتابه پر مهال ویسټ انډیز په ۲۰۱۶ کال کې په نړیوالو سیالیو کې سترې لاسته راوړنې درلودې.
نوموړی د جنوبي افریقا په کورني کرکټ کې هم له بېلابېلو مشهورو لوبډلو سره کار کړی او څو اتلولۍ یې ګټلې دي. پایبس د لوړو زده کړو ترڅنګ د روزنې مسلکي اسناد هم لري او د لوبغاړو د ذهني او فزیکي چمتووالي په برخه کې ځانګړې تجربه لري.
د ریچارډ پایبس ټاکنه د افغانستان د ملي لوبډلې لپاره یو مهم ګام بلل کېږي. تمه ده چې د هغه پراخه نړیواله تجربه، منظم پلان جوړونه او مسلکي روزنه به افغان لوبډله په نړیوال ډګر کې لا پیاوړې کړي او د راتلونکو سیالیو لپاره به یې ښه چمتو کړي.
د افغانستان د کرکټ مینه‌وال هیله لري چې د نوي مشر روزونکي تر لارښوونې لاندې به ملي لوبډله لا زیاتې بریاوې خپلې کړي او د هېواد نوم به نور هم روښانه کړي.

افغانستان کرکټ بورډ ریچارډ پایبس د ملي لوبډلې د نوي مشر روزونکي په توګه وټاکهافغانستان کرکټ بورډ د هېواد د کرکټ ملي لوبډ...
02/24/2026

افغانستان کرکټ بورډ ریچارډ پایبس د ملي لوبډلې د نوي مشر روزونکي په توګه وټاکه

افغانستان کرکټ بورډ د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې لپاره د انګلستان هېواد پېژندل شوی روزونکی ریچارډ پایبس د نوي مشر روزونکي په توګه په دنده ګومارلی دی. نوموړی به په مارچ میاشت کې د سریلانکا پر وړاندې د راتلونکې لوبلړۍ وړاندې له افغان اتلانو سره یوځای شي.

افغان ځوانانو هندوستان ته د ۳۱۱ منډو هدف وټاکه!د افغانستان نوولس کلنې کم عمره کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام د دویمې نیمه ...
02/04/2026

افغان ځوانانو هندوستان ته د ۳۱۱ منډو هدف وټاکه!

د افغانستان نوولس کلنې کم عمره کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام د دویمې نیمه پایلوبې په لومړۍ پاڼۍ کې بهترینه توپوهنه وکړه او د خپلو ۴ لوبغاړو په زیان سره یې ۳۱۰ منډې جوړې کړې چې پرمټ یې سیالې لوبډلې ته د ۳۱۱ منډو هدف وټاکه. د افغان لوبډلې په ګټه فیصل خان شینوزاده ۱۱۰، عزیرالله خان نیازي ۱۰۱*، عثمان سادات ۳۹ او خالد احمدزي ۳۱ منډې جوړې کړې.

په ایران کې له پراخو خونړیو لاریونونو وروسته د ترکیې بهرنیو چارو وزیر «هاکان فیدان» ویلي چې اسرائیل یو وار بیا پر ایران ...
01/25/2026

په ایران کې له پراخو خونړیو لاریونونو وروسته د ترکیې بهرنیو چارو وزیر «هاکان فیدان» ویلي چې اسرائیل یو وار بیا پر ایران د برید هڅې پیل کړې دي.

د وزير محمد اکبر خان لومړي درجه ولايتی سيالۍ د ننګرهار الف لوبډلې په بريا پاي ته ورسېدي!د افغانستان کرکټ بورډ د کلني پلا...
01/25/2026

د وزير محمد اکبر خان لومړي درجه ولايتی سيالۍ د ننګرهار الف لوبډلې په بريا پاي ته ورسېدي!

د افغانستان کرکټ بورډ د کلني پلان سره سم د وزير محمد اکبر خان لومړي درجه ولايتی سيالي د دولس لوبډلو ترمنځ ترسره شوي چي په لومړي ځل د ننګرهار دوه لوبډلې ننګرهار الف او ننګرهار ب لوبډلو پايلوبې ته لاره پيدا کړي وه چي ننګرهار الف لوبډلې په بریا پای ته ورسېدي.

01/21/2026

Two maximums by Atal

افغانستان نوولس کلنې کم عمره کرکټ ملي لوبډلې تکړه ښي لاسي چټک توپ اچوونکي نصرت الله نورستاني نن د تانزانیا پر وړاندې بهت...
01/21/2026

افغانستان نوولس کلنې کم عمره کرکټ ملي لوبډلې تکړه ښي لاسي چټک توپ اچوونکي نصرت الله نورستاني نن د تانزانیا پر وړاندې بهترینه توپ اچونه وکړه او په ۷ اورونو کې یې د ۹ منډو په بدل کې ۵ ویکټې ترلاسه کړې.

Address

Rockville, MD

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Darya Times دریا ټایمز posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category