08/03/2026
ورته صحنه، بېلابېلې پرېکړي؛ د سپارتاک پنالټۍ د بارسلونا پخوانی جنجال بیا را ژوندی کړ؛
د سپارتاک لوبډلي په وروستۍ سیالۍ کي د لوبڅار د پنالټۍ پرېکړي د فوټبال د مینهوالو ترمنځ پراخ بحثونه راپارولي او د بارسلونا او اتلتیکو مادرید ترمنځ د تېر فصل د چمپیونزلیګ د کوارټر فاینل جنجالي صحنه یې یو ځل بیا د بحث ګرمه موضوع ګرځولې ده.
پېښه هغه مهال رامنځته سوه چي د سپارتاک ګول ساتونکي توپ د لوبي د پیل په هدف شوټ کړ، خو د فاعي لوبغاړی یې ددې کار څخه ناخبره و، توپ یې په لاس کي ونیوئ او د ځمکي پر سر یې کېښودئ، څو له هغه ځایه لوبه پیل کړي. د لوبڅار دغه صحنې ته پام و نو سمدستي یې د پنالټۍ پرېکړه وکړه.
د دې صحنې له خپرېدو وروسته د بارسلونا او اتلتیکو مادرید د تېر فصل د چمپیونزلیګ لیګ د کوارټر فاینل یوه ورته پېښه بیا د خلکو په یاد سوه، چي په هغه لوبه کي هم ورته حالت رامنځته سوی و، خو لوبڅار د پنالټۍ پرېکړه ونه کړه، هغه څه چي هغه مهال یې د بارسلونا د مینهوالو سخت غبرګونونه راپارولي وو.
د فوټبال د قوانینو له مخي، که ګول ساتونکی توپ په قانوني ډول شوټ کړي، توپ په لوبه کي داخل ګڼل کېږي او هر ډول قصدي لاس وهنه سرغړونه ګڼل کېږي. خو د هري صحنې وروستۍ پرېکړه د لوبڅار او د ویډیویي مرستندویه لوبڅار (VAR) د ارزوني، د پېښي د جزئیاتو او د قوانینو د تفسیر له مخي ترسره کېږي.
د سپارتاک د لوبي وروستۍ پرېکړي یو ځل بیا د فوټبال په لوبڅارۍ کي د پرېکړو د یووالي او د قوانینو د ثابت تطبیق په اړه بحثونه تاوده کړي دي. ګڼ شمېر شنونکي باور لري چي په ورته صحنو کي باید یو شان معیارونه عملي سي، څو د سیالیو پر عدالت او شفافیت د شکونو مخه ونیول سي.
اوس یې په اړه تاسو ووایاست چي دا صحنې په رشتیا سره پینالټۍ وې که یا؟