Team Blue Afghanistan - TBA

Team Blue Afghanistan - TBA Official fan page of Afghanistan Cricket 🇦🇫 | Highlights, News & Updates | Please Join the Blue Army 💙

د کیریبین پریمیر لیګ په پایلوبه کې، د رحمن‌الله ګربز او محمد نبي په شتون کې د ګیانا امازون واریرز لوبډلې د سان فرانسسکو ...
08/02/2026

د کیریبین پریمیر لیګ په پایلوبه کې، د رحمن‌الله ګربز او محمد نبي په شتون کې د ګیانا امازون واریرز لوبډلې د سان فرانسسکو یونیکورنز لوبډلې ته ماته ورکړه او د اتلولۍ جام یې خپل کړ.

په یوې په زړه پورې لوبه کې، د وروستي لوبغاړي تر رن اوټ کېدو وروسته ټوله لوبډله یوازې په ۷۹ منډو وسوځېده او د ۸۶ منډو هدف یې پوره نه کړ.
په دې لوبه کې محمد نبي درې لوبغاړي وسوځول، خو رحمن‌الله ګربز یوازې ۸ منډې وکړې.

په ټولنیزو رسنیو کې اوازې دي چې د حشمت الله شهیدي پر ځای رحمت شاه د ملي لوبډلې کپتان ټاکل شوی. خو زما معلومات دا دي چې ښ...
07/22/2026

په ټولنیزو رسنیو کې اوازې دي چې د حشمت الله شهیدي پر ځای رحمت شاه د ملي لوبډلې کپتان ټاکل شوی. خو زما معلومات دا دي چې ښايي ابراهیم ځدران د درې واړو فارماټونو کپتان وټاکل شي؛ ځکه هغه ځوان دی، د اوږدې مودې لپاره لوبېدلی شي، په لیګونو کې هم ډېر بوخت نه وي او د کورنیو سیالیو پر مهال له ډېری لوبغاړو سره یوځای وي.

که د حشمت پر ځای رحمت شاه یوازې په دې دلیل کپتان وټاکل شي چې مرستیال کپتان و، نو زما په اند به دا په داسې حساس وخت کې ناسمه پرېکړه وي. که بیا هم هماغه پخوانی فکر او تګلاره دوام وکړي، نو ښکاري چې د ۲۰۱۹ نړیوال جام له تېروتنو څخه مو هېڅ درس نه دی اخیستی. مطلب دا چې جمال ځي او پر ځای یې کمال راځي؛ هماغه زوړ ملا او زړې تراویح.

حشمت الله شهیدي د پنځوس اوریزه او ټیسټ لوبو له کپتانۍ لرې شو، او پر ځای به یې ابراهیم ځدراڼ د افغانستان د یو ورځنیو (ODI...
07/21/2026

حشمت الله شهیدي د پنځوس اوریزه او ټیسټ لوبو له کپتانۍ لرې شو، او پر ځای به یې ابراهیم ځدراڼ د افغانستان د یو ورځنیو (ODI) او شل اوریزو (T20I) لوبډلو د نوي کپتان په توګه وټاکل شي.

د افغانستان راتلونکي سټاران؛ هغه ځوان لوبغاړي چې تمه کېږي په راتلونکو یو یا دوو کلونو کې د ملي لوبډلې مهم غړي شي. ټول یې...
07/21/2026

د افغانستان راتلونکي سټاران؛ هغه ځوان لوبغاړي چې تمه کېږي په راتلونکو یو یا دوو کلونو کې د ملي لوبډلې مهم غړي شي. ټول یې ډېره ښه وړتیا او روښانه راتلونکې لري.

که کوم بااستعداده لوبغاړی له لېست څخه پاتې شوی وي، مهرباني وکړئ نوم یې منشن کړئ، ترڅو په راتلونکې کې یې هم شامل کړو.

افغانستان کرکټ بورډ ښايي د دې اوونۍ په پای یا د راتلونکې اوونۍ په پیل کې د ایرلنډ پر وړاندې د پنځو یوورځنیو (ODI) سیالیو...
07/21/2026

افغانستان کرکټ بورډ ښايي د دې اوونۍ په پای یا د راتلونکې اوونۍ په پیل کې د ایرلنډ پر وړاندې د پنځو یوورځنیو (ODI) سیالیو لپاره خپل نوملړ اعلان کړي. زما د معلوماتو له مخې، په نوملړ کې به لاندې لوبغاړي شامل وي.

فیصل شینواری، خلیل ګربز او عبدالله ترخیل به د Traveling Reserves په توګه له لوبډلې سره شامل وي.

ستاسو په اند، کوم لوبغاړي باید حتمي په دې نوملړ کې ځای ولري؟

د دې لپاره چې د افغانستان الف ټیم په (NRR) کې د سریلانکا الف ټیم څخه مخکې شي او پایلوبې یا بل پړاو ته لار ومومي، الف ټیم...
06/19/2026

د دې لپاره چې د افغانستان الف ټیم په (NRR) کې د سریلانکا الف ټیم څخه مخکې شي او پایلوبې یا بل پړاو ته لار ومومي، الف ټیم باید د ۳۰۰ منډو هدف (چې ۳۰۱ منډې کیږي) په ۲۴ اوورونو یا تر هغه په لږو اوورونو کې (په ۲۳.۵ اوورونو کې) پوره کړي.
که چیرې لوبه تر ۲۴ اوورونو واوړي، نو د افغانستان NRR به د سریلانکا څخه کم پاتې شي، که څه هم لوبه به وګټي.

د TBA د معلوماتو او هغو خبرونو له مخې چې مونږ ته رسېدلي، د افغانستان او هند ترمنځ په درېیمه پنځوس اوریزه لوبه کې به محمد...
06/18/2026

د TBA د معلوماتو او هغو خبرونو له مخې چې مونږ ته رسېدلي، د افغانستان او هند ترمنځ په درېیمه پنځوس اوریزه لوبه کې به محمد نبي او عظمت الله عمرزی دواړه فټ وي او د لوبېدو چمتووالی به ولري.

همدارنګه راپورونه ښيي چې محمد نبي به له دې لوبې وروسته د نړیوال کرکټ له ټولو بڼو څخه خپله استعفا اعلان کړي او د افغانستان لپاره به خپله وروستۍ نړیواله لوبه ترسره کړي.

د نن ورځې لوبډلې (افغانستان 🇦🇫 او هند 🇮🇳)
06/17/2026

د نن ورځې لوبډلې (افغانستان 🇦🇫 او هند 🇮🇳)

06/17/2026

حشمت‌الله شهیدي ټاس وګاټه او د بالینګ پرېکړه یې وکړه. د افغانستان په لوبډله کې درې بدلونونه راغلي دي؛ محمد نبي، عظمت‌الله عمرزی او ضیاءالرحمن نن لوبه نه کوي، او پر ځای یې دروېش رسولي، ننګیال خروټی او بلال سمیع لوبډلې ته شامل شوي دي. د دروېش رسولي لپاره دا ځانګړې ورځ ده، ځکه نن به د افغانستان لپاره خپله لومړنۍ یو ورځنۍ نړیواله (ODI) لوبه ترسره کړي او رسمي ډیبیو به وکړي.

د نن ورځې په کرکټ لوبو کې دوه لوبې د افغانستان لوبډلې د هند پر وړاندې دي: یوه د افغانستان ملي لوبډله ده او بله د افغانست...
06/17/2026

د نن ورځې په کرکټ لوبو کې دوه لوبې د افغانستان لوبډلې د هند پر وړاندې دي: یوه د افغانستان ملي لوبډله ده او بله د افغانستان الف لوبډله. د ملي لوبډلې دویمه یو ورځنۍ نړیواله لوبه له هند سره ترسره کېږي، او د افغانستان الف لوبډله هم د درې اړخیزې سیالۍ په ترڅ کې له هند الف لوبډلې سره مخامخ ده.

Address

2 Street Los Angeles
Los Angeles, CA
91618

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Team Blue Afghanistan - TBA posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category