Abdul Sabir Safi Official

Abdul Sabir Safi Official د کرکټ وروستي خبرونه او ځانګړي راپورونه زموږ سره!
همدا اوس مو پاڼه فالو او تعقیب کړئ او تازه معلومات ترلاسه کړئ.

د لوبډلمشر د ځوانۍ څو ښکلي عکسونه. هغه وخت به یې د ویښتانو درول ډېر خوښېدل. 😄
07/18/2026

د لوبډلمشر د ځوانۍ څو ښکلي عکسونه.
هغه وخت به یې د ویښتانو درول ډېر خوښېدل. 😄

موافق یم خپلواک صیب!
07/17/2026

موافق یم خپلواک صیب!

د ادلون بدلون خبرې کيږي او په ټولنيزو رسنيو کې دا مهمه موضوع ده.
رحمت شاه د افغانستان يو مخکښ لوبغاړی دی خو لوبډلمشري يې راته مناسبه نه ښکاري په ځوان لوبغاړي باور پکار دې لکه ګربز، عظمت او ياهم درويش رسولي.
د رحمت شاه کرکټ اوس بيخي بې خونده شوې او په نوي عصر سره د لوبيدو سوچ نلري.
نو زما له انده کرکټ بورډ بايد يو سالم ويخ او ترټولو مجرب لوبغاړی دا ځل انتخاب کړي.

د ادلون بدلون خبرې کيږي او په ټولنيزو رسنيو کې دا مهمه موضوع ده.رحمت شاه د افغانستان يو مخکښ لوبغاړی دی خو لوبډلمشري يې ...
07/17/2026

د ادلون بدلون خبرې کيږي او په ټولنيزو رسنيو کې دا مهمه موضوع ده.
رحمت شاه د افغانستان يو مخکښ لوبغاړی دی خو لوبډلمشري يې راته مناسبه نه ښکاري په ځوان لوبغاړي باور پکار دې لکه ګربز، عظمت او ياهم درويش رسولي.
د رحمت شاه کرکټ اوس بيخي بې خونده شوې او په نوي عصر سره د لوبيدو سوچ نلري.
نو زما له انده کرکټ بورډ بايد يو سالم ويخ او ترټولو مجرب لوبغاړی دا ځل انتخاب کړي.

پرون او نن. ژوند همدومره لنډ دی. رب دې یې وبخښي.
07/09/2026

پرون او نن. ژوند همدومره لنډ دی. رب دې یې وبخښي.

د ارواښاد شاپور ځدراڼ د ناروغۍ په تړاو د یوه ملګري کیسهد شاپور ځدراڼ یوه ملګري روایت کاوه چې شاپور په دوو ډولونو سرطان ا...
07/08/2026

د ارواښاد شاپور ځدراڼ د ناروغۍ په تړاو د یوه ملګري کیسه

د شاپور ځدراڼ یوه ملګري روایت کاوه چې شاپور په دوو ډولونو سرطان اخته و؛ یو د پوستکي او بل د وینې سرطان، خو خپله تر ډېره له خپلې ناروغۍ ناخبره و.

ډاکترانو سپارښتنه کړې وه چې د درملنې لپاره باید د هغه د سر وېښتان وخرییل شي. د اتل شاپور ښکلي او اوږده زلفې د هر چا خوښېدې، او هېچا زړه نه شو کولی چې هغه ترې بېل کړي.

ملګری وایي: ورغلم او ورته مې وویل: «ډاکتران وایي، د درملو اغېز ستا وېښتانو ته رسېږي، نو که غواړې روغ شې، باید وېښتان دې لرې شي.»

شاپور څو شېبې چوپ پاتې شو، بیا یې په ژړغوني غږ وویل: «که زما په رغېدو کې ګټه وي، نو لرې یې کړئ.»

هغه وایي، کله چې مو د شاپور وېښتان خرییل، هغه خپلو اوږدو او ښکلو زلفو ته کتل او اوښکې یې پر اننګو روانې وې. موږ هم نور ونه شو زغملی، بهر ووتلو او د هغه د ځوانۍ، زغم او بېوسۍ په یاد مو ډېرې اوښکې تویې کړې.

ارواښاد شاپور ځدراڼ به د خپلو زلفو په څېر، د خپل ښه اخلاق، مینې او اتلولۍ له امله همېشه زموږ په زړونو کې ژوندی وي.

الله تعالی دې پرې خپل بې‌پایانه رحمت وکړي او جنت الفردوس دې یې نصیب کړي.
جواد شباب
إنا لله وإنا إليه راجعون. 🤲💔

کاپی

هغه کسان چې په موږ ډېر ګران وي، د مرګ اوازه يې هيڅکله دروغ نه وي.إِنَّـا لِـلَّـهِ وَ إِنَّـا إِلَـیْـهِ رَاجِـعُـونَ
07/07/2026

هغه کسان چې په موږ ډېر ګران وي، د مرګ اوازه يې هيڅکله دروغ نه وي.

إِنَّـا لِـلَّـهِ وَ إِنَّـا إِلَـیْـهِ رَاجِـعُـونَ

زما په اند، فرهاد دریا سم لیکلي دي. د افغانستان د کرکټ د پرمختګ لپاره رغنده نقد اړین دی، او که د اصلاح اړتیا وي، باید په...
07/05/2026

زما په اند، فرهاد دریا سم لیکلي دي. د افغانستان د کرکټ د پرمختګ لپاره رغنده نقد اړین دی، او که د اصلاح اړتیا وي، باید په زغرده پرې خبرې وشي.

موږ هم غواړو چې په کرکټ بورډ کې مثبت بدلونونه، شفافیت او مسلکي مدیریت لا پیاوړی شي، ځکه دا د افغانستان د کرکټ په ګټه دی.

د شپږیزې پیل یې په ښې پاڼۍ سره وکړ؛ کېنګ نجیب الله ځدراڼ نن د بُست لپاره په مهم وخت کې 44 منډې جوړې کړې.ان شاءالله ښه په...
07/02/2026

د شپږیزې پیل یې په ښې پاڼۍ سره وکړ؛ کېنګ نجیب الله ځدراڼ نن د بُست لپاره په مهم وخت کې 44 منډې جوړې کړې.
ان شاءالله ښه په فوم کې دی.
زړونه مه سپموئ❤👏

زه خو د سپین غر لوبډلې مینوال یم، خاص د هېواد د برانډ راشد خان لپاره.او تاسې د کومې لوبډلې مینوال یاست؟ 👇یادونه:د وروستی...
07/01/2026

زه خو د سپین غر لوبډلې مینوال یم، خاص د هېواد د برانډ راشد خان لپاره.

او تاسې د کومې لوبډلې مینوال یاست؟ 👇

یادونه:
د وروستیو معلوماتو له مخې، تمه ده چې د هېواد تر ټولو نامتو لوبغاړی راشد خان په راتلونکې لوبه کې د سپین غر لوبډلې د لوبډلمشر په توګه ولوبېږي.

اېرلينډ کرکټ ملي لوبډلې په دوهمه شل اوريزه لوبه کې هم هند کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.دې ته اوس کرکټ وايي راشه زمونږ و...
06/28/2026

اېرلينډ کرکټ ملي لوبډلې په دوهمه شل اوريزه لوبه کې هم هند کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.
دې ته اوس کرکټ وايي راشه زمونږ والا ته.

Address

1251 Wilcrest Drive
Houston, TX
77042

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Abdul Sabir Safi Official posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category