02/05/2026
نن د ملي شهید، ستر افغان، پیاوړي پښتون او زیږه وزیر، عارف افغان د ویاړلي او مردانه شهادت شپږم تلین دی.
پدې ورځ د عارف افغان او د وطن ټولو شهیدانو روحونو ته د عقیدت ګلونه وړاندې کوو.
دوی خپلې وینې او سرونه دا دې وطن د بقا،ازادۍ او برابرۍ لپاره قربان کړل.
د عارف افغان ویاړلي کورنۍ پدې لاره کې له وړاندې هم ډېره قرباني ورکړي او د حق او عدالت دغه لاره د هم په خپلو وینو وپالله،ان شاء الله چې دا دوی وینې به هتمن یوه ورځ رنګ راوړي.دا دوی نومونه به زموږ د تاریخ هغه زرین فصل وي چې راتلونکي نسلونه به ویاړ په کوي.