18/10/2025
د زمبابوې په سفر بوخت افغان لوبغاړو په پکتیکا کې د شهید شویو ځايي لوبغاړو او هېوادوالو روح ته دعا وکړه او ټپیانو ته یې د بشپړې او عاجلې روغتیا لاسونه لپه کړل.
افغان لوبغاړي له دې وړاندې چې د زمبابوې پر وړاندې خپله لوبلړۍ او تمرینات پیل کړي؛ نن یې د پکتیکا په برید کې شهید او ټپي شویو لوبغاړو او هېوادوالو ته دعا وکړه چې سربېره پر دې یې د دوی له کورنیو او هېوادوالو سره د ژورې خواخوږې هیله څرګنده کړه.
د یادونې وړ ده چې تېره شپه په پکتیکا ولایت کې د پاکستان د بریدونو له امله په یوه ځای کې د راټول شویو لوبغاړو ځای هم نښه شوی دی چې له امله یې د کورني کرکټ درې ځايي لوبغاړي شهیدان شوي او یو بل ټپي دی چې سربېره پر دې پکې یو شمېر نورو هېوادوالو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
-----
بازیکنان تیم ملی که در حال حاضر مصروف سفر زمبابوی هستند، قبل از آغاز تمرینات و مسابقات خود، امروز به روح شهدای ولایت پکتیکا که شب گذشته در بمباردمان هوایی پاکستان شهید شده بودند و همچنان برای شفای عاجل به زخمیان این حادثه دلخراش دعا نمودند.
ملی پوشان کشور همچنان به ابراز همدردی با خانواده های شهدا و مجروحین این جنایت بزرگ را شدیداً نکوش کردند.
قابل یادآوری است که در حمله هوایی پاکستان شب گذشته بالای مناطق مختلف ولایت پکتیکا، سه بازیکن کریکت داخلی محل نیز جان باخته است که برعلاوه آن شماری از هموطنان ما نیز جان های شان را از دست داده است و مجروح شده اند.
-----
AfghanAtalan, during their practice session ahead of the one-off Test match against Zimbabwe, gathered together to pay tribute to the victims of the tragic attack in Paktika province and expressed their deepest condolences and solidarity with the bereaved families and all Afghans affected by this heartbreaking incident.
Last night, several local citizens, including three cricketers, were martyred, and many others were injured in a tragic airstrike carried out by the Pakistani regime.