14/06/2026
🏹 د پابیني او بوکو د مخې مقابله 🎯
السلام علیکم! ډېرو ملګرو مېسجونه کړي وو او تپوس یې کاوه چې نن د مخې د مقابلې څه شو، نو تاسو ټولو ته معلومات درکوم کوم چې ما ته مېلاو شوي دي:
د نن حال: نننۍ مقابله د بوکو په حق کې وه خو هغوی درېیم سلام پرېښودو، د هغې په وجه دا مقابله د پابیني په حق کې راغله او پابیني دا مقابله وګټله. 👍🏹
تر اوسه پورې حالت: اوس دوه ورځې بوکو کلي ګټلې ده او یوه ورځ پابیني ګټلې ده. 📊🌟
بله مقابله: لکه څنګه چې تاسو ټولو ته پته ده چې په پابیني کلي کې څلور کسان وفات شوي دي، د هغې په وجه د څلورمې ورځې مقابله به درې یا څلور ورځې پس په پابیني کې کیږي. الله پاک دې وفات شوو کسانو ته مغفرت وکړي او د هغوی کوروالو ته دې جمیل صبر ورکړي۔ امین۔ 🤲⏳
#پابینی #صوابی #مخہ #بوکو #ثقافت #تیراندازی