30/08/2026
د خپل مشرانو ترڅنګ کېناستل، د هغوی خبرې او مشورې اورېدل، له تجربو یې زده کړه کول او هغوی ته مینه او درناوی ورکول، د انسان لپاره تر ټولو لویه شتمني ده. ❤️
مشران د ژوند هغه تجربه دي چې انسان ته د ډېرو کلونو لارې په څو خبرو کې را وښيي. له خپلو مشرانو سره وخت تېر کړئ، د هغوی قدر وکړئ، خبرې یې واورئ او له تجربو یې ډېر څه زده کړئ.
زه په خپل ځان فخر کوم چې یو داسې مشر لرم چې نه یوازې په سیاست کې یو دروند نوم لري، بلکې په مشوره، پوهه او تجربو کې هم د خلکو لپاره د لارښوونې مقام لري. همیشه یې د اتفاق او ورورولۍ خبره کړې، د امن پیغام یې ورکړی او په هر ډګر کې یې د خلکو د خیر، پرمختګ او یووالي لپاره هڅه کړې ده.
هر انسان ته پکار ده چې د خپلو مشرانو عزت او احترام وکړي، ځکه د مشر دعا، تجربه او سوری د ژوند ستر نعمت دی.
الله تعالی دې زموږ مشر ته اوږد عمر، ښه صحت او بې شمېره خوشالۍ ورکړي، او الله دې همیشه ستاسو د محبت، تجربې او مهربانۍ سوری پر موږ قائم او دائم وساتي. آمین 🤲❤️
Always Lub U Mashra