01/02/2024
د کرکټ اسیايي شورا کلنۍ ناسته ترسره شوه
د کرکټ اسیايي شورا په یاده ناسته کې د دغې شورا د مشرتابه د ټاکل کېدو سربېره چې د هندوستان د کرکټ عمومي سکرتر جې شا یې یو ځل بیا مشري ترلاسه کړه؛ د یادې شورا پر تېرو لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو خبرې اترې وشوې چې ټولو ګډونوالو یې په اسیا کې د کرکټ پر لا ډېرې پرمختیا او ودې ټینګار وکړ.
دغه راز په یاده ناسته کې افغانستان کرکټ بورډ ته د یادې شورا د نورو څلورو بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو هغومره/یوشان بودیجه منظور شوه چې تېر کال یې د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه له لوري په بحرین کې د یادې شورا په کلنۍ ناسته کې غوښتنه شوې وه چې ورسره به له دې وروسته افغان کرکټ بورډ ته د هندوستان، بنګله دېش، پاکستان او سریلانکا د کرکټ بورډونو په اندازه بودیجه ورکول کېږي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه په دغه ناسته کې چې د اندونیزیا په بالي کې ترسره شوه؛ د غړو هېوادونو د کرکټ بورډونو له مشرانو سره په راتلونکي کې د دوه اړخیزه لوبو پر برابرولو او ډېروالي، د اسیایي شورا په لوبلړیو کې د افغانستان د لوبڅارانو د ګډون، د یادې شورا له لوري د افغان تخنیکي مسوولینو د روزنې، او د ظرفیت لوړونې په پروګرامونو کې د افغان کرکټ بورډ د تخنیکي مسوولینو د ګډون په تړاو خبرې اترې وشوې.
باید وویل شي چې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي میرویس اشرف او دغه راز د یادې ادارې اجراییوي رییس ښاغلي نصیب خان هم په یاده ناسته کې ګډون درلود چې د دوی په وینا، دغه ناسته افغانستان کرکټ بورډ ته له هره اړخه له لاسته راوړنو ډکه وه او هیله من دي چې افغان کرکټ بورډ به له دې ډېرو موخو ته ورسوي.
- - -
ACB Leadership attend the ACC Annual General Meeting in Bali
Afghanistan Cricket Board’s top management officials, Chairman Mr. Mirwais Ashraf and CEO Mr. Naseeb Khan, attended the Annual General Meeting (AGM) of the Asian Cricket Council in Bali, Indonesia on January 31, 2024.
Alongside officials from the Afghanistan Cricket Board, the ACC AGM also saw attendance from other member nations across the Asian region to reflect on and approve various financial and operational decisions of the organization.
During the AGM, Mr. Jay Shah’s tenure as the president of the Asian Cricket Council (ACC) was extended by one year.
In a significant move, the ACB's request for the share of the budget equivalent to that of other full member countries including India, Bangladesh, Pakistan, and Sri Lanka, was approved.
Moreover, the ACB officials met ACC leadership & counterparts from other member countries to discuss bilateral ties, increasing the participation of the Afghan umpires in the ACC events, and enhancing the capacity-building efforts for the ACB’s technical staff by the Asian Cricket Council.