04/11/2022
*قیمتي*
*د شيخ شعراوي ( 7 ) مشهورې ويناوې:*
*{1}* که حق نشې ويلی نو باطل په چکچکو مه بدرګه کوه۔
*{2}* دا چی هېڅ بدخوا نه لرې نو پوه شه چی د هېڅ کار نه يې۔
*{3}* د بشر له تدبير او منصوبې مه وار خطاکېږه ځکه د دوی د توانايۍ پای د الله د ارادې تنفیذ او سرته رسېدل دي۔
*{4}* د الله په باچاھۍ کې د الله له ارادې پرته څوک هېڅ هم نشي کولی۔
*{5}* د الله عبادت د دې لپاره مه کوه چی څه درکړي بلکې د ده د راضي کېدو لپاره يې عبادت کوه ځکه که در څخه راضي شو په ډير ورکړو به دې حيران کړي۔
*{6}* د مسلمانانو په وطن کې دې که کوم فقير و ليد نو پوه شه چی کوم غني مال ترې غلا کړی۔
*{7}* څوک چی پلار لري نه وارخطاکيږي نو چی پروردګار لري هغه ولې وارخطاشي۔
لاندی اکونٹ شیر کڑی او فالو یی کړی..
👇
♥️Ozil fan ♥️