20/05/2026
د دتہ خېلو تحصیل د خدرخېلو قوم په سیمو کې نن هم پرلهپسې نهمه ورځ کرفیو نافذ دی، چې له امله یې بازارونه تړلي او د خلکو ورځنی ژوند له سختو ستونزو سره مخ شوی دی. د ناامنۍ او روانې بېباورۍ پر ضد پرون مشرانو، ملکانو او ځوانانو ګډه جرګه وکړه، او ټول په دې خبره سره سلا شول چې د ولس د سر او مال ساتنه د ریاست اساسي مسؤلیت دی، نو باید ریاست د خلکو د ژوند او شتمنۍ امنیت تضمین کړي؛ په دې هیله چې نورې جبري کډوالۍ او احتمالي پوځي عملیات مخه ونیول شي.
له امنیتي ځواکونو سره شوې جرګه د ولس لپاره د امید یوه وړانګه ګڼل کېده، خو د خلکو په وینا دا هیلې هغه مهال مړې شوې چې د ډاډ او ضمانت پر ځای، خلکو ته د ۲۴ ساعتونو دننه د کورونو خالي کولو الټی مېټم ورکړل شو. د همدې پرېکړې له امله ګڼ شمېر کورنۍ د شپې په تیاره کې بېوسه او بېسرپرسته د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې.
اوس اصلي پوښتنه دا ده:
ایا دا جبري بېځایه کېدل به رښتینی او تلپاتې امن راولي؟
ایا بیا به پوځي عملیات نه ترسره کېږي؟
ایا دا عملیات به د هرې ورځې د انټرۍ سیستم او محدودیتونو ته د پای ټکی کېږدي؟
حقیقت دا دی چې نن موږ بېکوره شوي یو، سبا به د بلې سیمې وار وي. ځکه دا جګړه د ولس جګړه نه، بلکې د ډالرو جګړه ده، او د جګړې له دوام څخه ځینې کړۍ خپل اقتصادي او سیاسي مفادات ترلاسه کوي.