10/03/2026
په ډېرو مسايلو کې مو کلونه کلونه د هستي ګل عابد سره مخالفت کړی او رغنده انتقاد مو پرې کړی. حتی په تاج ملک عالم مو هم انتقاد کړی.
خو تر کومې چې د ابراهيم ځدران په کپتانۍ د عابد سالمه نيوکه وه، بلکل پر ځای او سالم انتقاد و.
د ابراهيم وړتيا او استعداد ته په کتو، ابراهيم د افغانستان کرکټ ته يوه الهي تحفه ده. خو په شل اوریزو لوبو کې بیا د نوموړي کپتاني له افغان کرکټ سره ظلم دی. هستي ګل نه چاته ښکنځا کړې او نه یې بد ويلي يوازې سالمه او له درناوي ډکه نيوکه او ګيله یې کړې. دغه د ګوتو په شمېر څو ظالمان ولې هستي ګل ښکنځي او بد رد ورته وايي؟؟؟ تاسې باید خوشحاله شئ چې له کرکټ تقاعد شوي پخواني لوبغاړي د افغانستان په کرکټ نظر ورکوي. دې خلکو نړيوال او مسلکي کرکټ کړی او په تمامه مانا یې نظر او شننه مسلکي او ګټوره وي. د هستي ګل عابد لخوا په کرکټ خپلواکې تبصرې نورو متقاعد لوبغاړو ته هم يو مهم درس دی. چون عابد نن سبا خپلواک کارزوګار او د زراعت په برخه کې خواري مزدوري کوي او د کرکټ بورډ رحم و کرم ته نه ده ناست، ځکه ېې نو په کرکټ تبصره هم خپلواک او بې پرې ده. هر هغه لوبغاړی چې غواړي له تقاعد وروسته هم له کرکټ سره تړلی خو په داسې ډول چې خپلواک پاتې شي، نو شخصي کار و بار يا دې حد اقل کرکټ سره تړلې داسې يوه دنده مخته يوسي چې د کرکټ بورډ اثر و رسوخ پرې نه وي او نه هم د بورډ معاش او رحم ته پاته وي. د ښکنځا په ځای پخواني لوبغاړي تشویق او وهڅوئ چې په کرکټ تبصرې وکړي. د دوې خپلواکې شننې د افغان کرکټ په ګټه او خير دي.
#کرکټ #افغانستان #تبصره #راشدخان