دا د کرېکټ مینهوالو سره سخت زیاتی دی چې لمر ټلوېزیون یې کوي. لومړی خو دې لمر ټلوېزیون د لوبو خپرولو حق نه اخلي، که اخلي یې بیا دې د کرېکټ مینهوالو سره دغسې زیاتی او ظلم نهکوي.
دوی پهدې کار سره په لوی لاس خلک بېځایه اضافي لګښت ته اړ باسي. د فرېکوینسي تغییرېدو سره هغه ټلوېزیونونه چې ریسیور یې داخل کې وي؛ د لمر خپرونې نهشي کتلی. دوی اړ دي چې د لمر ټلوېزیون د دې محدودیت لپاره بل بهرنی ریسیور واخلي او لوبې وګوري.
دوی همداراز د کرېکټ مینهوال اړ باسي چې د ریسیور رانیولو پر ځای په انلاین ډول لوبې وګوري، خو په افغانستان کې ټولو ته مالومه ده چې د انټرنېټ سرعت څومره کمزوری دی او بیې یې له اسمان سره خبرې کوي.
له دې وړاندې اریانا ټلوېزیون هم په ځلونو په مهمو لوبو کې همداسې کړې دي. دا داسې مانا لري، لکه په بازار کې چې یو سوداګر احتکار وکړي. هر څه خپل په ولکه کې ونیسي او څه ډول چې یې خوښه وي، هغسې نخرې په خلکو وکړي.
دا د کرېکټ له مینهوالو سره بېخي ستر زیاتی دی. دوی یوازې خپل تجارت کوي او د کرېکټ مینهوالو او خپلو لېدونکو په کیسه کې نهدي. باید د کرېکټ مینهوال یې پر وړاندې غږ پورته کړي او دا د هر مینهوال حق دی چې د نړۍوال جام لوبې له بېځایه اضافي لګښت پرته وګوري.
30/01/2026
Afghanistan roar into the semi-finals of the 2026 💪
29/01/2026
تازه
سري لانکا افغانستان ته کار نور هم سخت کړ. دوی د ۱۹ کلنو د کرکټ د نړیوال جام په سوپر۶ کې خپله دویمه لوبه هم وګټله. جنوبي افریقا ته یې ماتې ورکړه. په دې بري سره یې نومرې شپږ شوې او په جدول کې تر افغانستان مخکې شو، خو په رن ریټ کې لا هم تر افغانستان شاته دي.
که افغانستان سبا له ایرلنډ څخه لوبه وګټي او رن ریټ یې په خپل حال وي، سیمې فاینل ته وځي. که یې وبایلله، له سیمې فاینل څخه پاتې کېږي.
د بري دعاوې به کوو.
06/12/2025
Celebrating my 10th year on Facebook. Thank you for your continuing support. I could never have made it without you. 🙏🤗🎉
25/11/2025
20/11/2025
ما په تجارتي لیګونو کې ډېره تجربه ترلاسه کړې او پوهېږم چې څه وکړم څه ونکړم،
که کپتان راته یو څه ووایي خو زما لپاره ګټور نه وي، نو زه خپله کوم، هغه نه منم.
کله مو د يو لوبغاړي له خوا د خپل کپتان په اړه داسې خبرې اورېدلې وې؟ 💔🧐
Be the first to know and let us send you an email when Afghan Cricket info posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.