06/09/2026
او بلاخره درې واړه کریکټ بورډونه په تراي سیریز موافقي ته ورسېدل.
د څه موردي راهيسې افغانستان کریکټ بورډ او بنګله دیش کریکټ بورډ په اړیکه کې وو چې تراي سیریز ترسره کړي ،که څه هم ددواړو لوبډلو سینګل سیریز پلان شوی وو خو بلاخره درې واړه بورډونه موافق شول ترڅو دغه ODI سیریز د عربي اماراتو په کوربتوب ترسره کړې ، د باوري سرچینو د راپورونو له مخې یاد تراي سریز چې افغانستان ، بنګله دیش او زمبابوۍ ترمنځ پلان شوی د اکتوبر په 17 تاریخ پیل شي چې 2027 پنځوس اوریز نړیوال جام ته به یو ښه تیاری هم شي، خو دا لا واضح نده چې د افغانستان او زمبابوۍ او افغانستان بنګله دیش شخصي پلان شوې سیریزونه به بیا ترسره شي کنه ، او که ترسره کېږي کله به ترسره شي دا به وروسته واضح شي.
#🇧🇩🇦🇫🇿🇼✨
Afghanistan Cricket Board