قاضي لیکوال

قاضي لیکوال زده‌کړه او ټکنالوژي

ابن القیم رحمه الله فرمایي:"کله چې یو بنده د دعا کولو توفیق ومومي، نو دا د هغه لپاره نښه او زېرى وي چې اړتیا او غوښتنه ی...
07/06/2026

ابن القیم رحمه الله فرمایي:
"کله چې یو بنده د دعا کولو توفیق ومومي، نو دا د هغه لپاره نښه او زېرى وي چې اړتیا او غوښتنه یې قبوله او پوره شوې ده."
دعا کول خپله د الله تعالی یوه لویه لورینه ده. کله چې اللهﷻ یو بنده ته د زړه له اخلاصه د دعا کولو توفیق ورکړي، دا د دې امید او ښه نښه ده چې الله تعالی یې دعا قبولوي او د هغه اړتیا به په خپل مناسب وخت او غوره ډول پوره کړي.
📚 الداء والدواء

06/06/2026

یو ځای مې ولوستل: کهٔ په خپلوانو کې دې، د کوم کور ماشومانو ستا عزت نهٔ کاؤه، پوه شه چې د نوموړي کور مشران ستا په غیاب کې؛ تا ښه نهٔ يادوي!

05/06/2026

له منافقانو ډکه نړۍ کې، له هغو کسانو مننه چې یوه څهره، یو زړه او یو اخلاق لري.

د امام مالک رحمه الله شاګرد، ابن القاسم رحمه الله په اړه یې ویلي دي:کله چې د مرګ شیبې یې رانژدې شوې، نو مصحف (قرآن) یې خ...
03/06/2026

د امام مالک رحمه الله شاګرد، ابن القاسم رحمه الله په اړه یې ویلي دي:
کله چې د مرګ شیبې یې رانژدې شوې، نو مصحف (قرآن) یې خلاص کړ، او ویې ویل:
(اې الله! زما وروستی خبرې دې ستا کلام وي)...
او هغه لا هم تلاوت کاوه، ترڅو چې د دې آیت تلاوت ته ورسېد: "ب إن الذين قالو ربنا الله ثم استقامو: بېشکه هغه کسان چې وايي: زموږ رب الله دی، بیا په دې باندې ثابت قدمه وي... نو مسکۍ شو، او همدا آیت یې په تلاوت کې وو، چې وفات شو.

> ماخذ: "سیر أعلام النبلاء" [جلد ۱۰ / ص ۳۹۳] 📚

03/06/2026

زه خو سايل يم د لفظونو په معنا پوهېږم
زه ټوکه پيژنم, طنز پيژنم, پيغور پيژنم

#سايل بابک

30/05/2026

په نننۍ نړۍ کې که صادق اوسې،وایي ساده دی او که فریبکار اوسې،وایي هوښیار او چالاک دی ګواکې رذالت د برترۍ معیارګرځېدلی!

29/05/2026

که غواړې، چي شهرت حاصل کړې؛
که غواړې، چي زيات ملګري او دوستان ولرې؛
که غواړې، چي عيبونه دي پټ سي؛
که غواړې، په هر مجلس کي دي ستاينه وسي؛
که غواړې، ستا د‌ غوښتني مطابق دي هره خبره تائيد سي؛
که غواړې، هر څوک په هر ميدان او مجلس کي تاته د نژدې ناستي هڅه وکړي؛
که غواړې، پردي خلک دي په خدمت کولو افتخار وکړي، نو......... ولره.
نوټ: په وروستۍ کرښه کي خالي ځای ډک کړئ.

28/05/2026

د اختر د ورځو ښکلي او د یوالي انځورونه مو راته کمنټ کړئ !

27/05/2026
23/05/2026

څو ځله پرله پسې ماليه ؟
خوراکي موادو باندې په بېلابېلو پړاوونو لکه ګمرک، عمده پلور او پرچون !

پوښتنه او استفتاء :
ایا په اسلامي شريعت کې پر يوه سوداګريز توکي، په ځانګړي ډول خوراکي موادو باندې په بېلابېلو پړاوونو لکه ګمرک، عمده پلور او پرچون پلور کې څو ځله پرله پسې ماليه او محصول لګول جواز لري،
په داسې حال کې چې د دې ټولو دروند بوج په نهايت کې د عام او بې وزله مصرفوونکي پر اوږو پرېوځي؟
»»»»»»»»»»»
مصروف ياست ؟ شير یې کړئ، وروسته به یې ان شاءالله ولولئ.

الْحَمْدُ لِلَّهِ حَمْدًا كَثِيرًا طَيِّبًا مُبَارَكًا فِيهِ .
اما بعد.
اللّٰهُمَّ صَلِّ عَلٰی مُحَمَّدٍ وَعَلٰی آلِ مُحَمَّدٍ .
««««««««««««

الجواب بعون الوهاب :
د اسلامي شريعت د مالي نظام له مخې، حاکم او اسلامي دولت حق لري چې د عامه خدماتو او د بيت المال د اړتياوو د پوره کولو لپاره پر سوداګريزو فعاليتونو عادلانه مالي محصولات وضع کړي.
په معاصرو قوانينو کې د ګمرک، عمده او پرچون ماليې هر يو جلا سبب لري او په قانوني لحاظ تکرار نه ګڼل کېږي.
خو د تقوا، شرعي مقاصدو او احتياط غوښتنه دا ده چې دولت بايد په اساسي خوراکي توکو کې د دغو مالياتو کچه تر ممکنه حده ټیټه يا معاف کړي ترڅو د غريب ولس د ژوند معيشيت له ګرانۍ سره مخ نشي او د عامو خلکو پر اوږو دروند بوج رانشي.

ملي ماليات، ګمرک او ټيکسونه د هېواد د دفاعي، اقتصادي، نظامي، سياسي، تعليمي او روغتيايي امکاناتو او تجهيزاتو د تمويل اساسي منبع ده چې په نېغ په نېغه توګه ستاسو د خدمت او راتلونکي لپاره مصرفېږي. د نړيوالو قوانينو له مخې، د دولتونو د بقا او عامه خدماتو د وړاندې کولو لپاره دا عوايد حياتي رول لري.
د تېر حکومت په پرتله، اوسنی دولت د عدل، انصاف، سرتاسري امن او استحکام د تأمين له امله خورا رڼا او د باور وړ دی، ځکه ټول راټول شوي محصولات په امانتدارۍ سره د هېواد په ابادۍ او زېربناوو لګول کېږي.

عام ولس او مسلمانانو ته پيغام :
ماليه غرامت او تاوان نه دی، بلکې ستاسو د هېواد د آبادۍ او د اولادونو د راتلونکي لپاره يوه ملي پانګونه ده.

له عادلانه ماليې څخه تېښته، پټول او تقلب کول شرعاً ناروا او د ټول ملت د حقوقو (حقوق العباد) ضياع ده.

د بهرنيانو له احتياج، قرضونو او سياسي فشارونو څخه د خلاصون يوازينۍ لار د کورني مالي سيسټم تقويه کول دي.

تاجرانو د شته امن او عدالت د ساتنې لپاره له نظام سره پوره مالي او اداري همکاري وکړئ او په بازارونو کې پر غريبو عوامو رحم وکړئ.

يادونه :
ماليه ګمرک او ټيکس موږ څو ورځې وړاندې پر دې موضوع تفصیلي لیکنه کړې ده؛ هیله ده ویې ګورئ او خپل نظر راسره شریک کړئ. مننه
.....
که فعلاً وخت کم وي، پوسټ شير کړئ څو محفوظ پاتې شي.
❤️ ✍🏻ㅤ 📩 📤
ˡᶦᵏᵉ ᶜᵒᵐᵐᵉⁿᵗ ˢᵃᵛᵉ ˢʰᵃʳᵉ

د صدقه جاریه په نیت ئي ملګرو سره شریک کړي. ..........
تفصيلي د جواب فقط د علماء مفتیانو او طلباء لپاره عوامو ملګرو لپاره فقط دغه برا مختصر جواب به کافي وي ان شاء الله...........
نشرُ الخير صدقةٌ جارية، فلا تبخل بالمشاركة

»«»»«»«»«»«

مسئله پر يو واحد تجارتي مال باندې د هغې له مبدا څخه تر انتها پورې د بېلابېلو مالي حقوقو وضع کول دي.
چې د مالياتو دا سيستم بايد يوازې د نوي رامنځته شوي ارزښت (Value Addition) پر سر واخيستل شي.
د معاصرو قوانينو (لکه مصر او سعودي) په رڼا کې دا دی چې:

الرسوم الجمركية :
د مصر او سعودي په قوانينو کې دا په سرحد کې د مال د ننوتلو پر مهال اخيستل کېږي.

ضريبة الدخل التجاري (د عايداتو ماليه) :
دا د سوداګر د کلنۍ خالصې ګټې پر بنسټ اخيستل کېږي.

ضريبة القيمة المضافة (VAT) :
په سعودي کې ۱۵٪ او په مصر کې ۱۴٪ ده، چې په هره مرحله کې اخيستل کېږي او نهايي بار يې مصرفوونکی پرې کوي.

د شريعت له نظره دا درې واړه جلا سببونه لري، خو نتيجه يې پر خوراکي توکو د مآلاتو له مخې درنه ده.

الله سبحانه وتعالی فرمایي :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُم بَيْنَكُم بِالْبَاطِلِ إِلَّا أَن تَكُونَ تِجَارَةً عَن تَرَاضٍ مِّنكُمْ
پښتو ژباړه: اې مؤمنانو! پخپلو منځونو کې د يو بل مالونه په ناحقه مه خورئ، مګر دا چې داسې تجارت وي چې ستاسو په متقابله خوښه او رضامندۍ سره وي. (النساء)

بل ايت کريمه دي :
وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُم بَيْنَكُم بِالْبَاطِلِ وَتُدْلُوا بِهَا إِلَى الْحُكَّامِ
پښتو ژباړه: او پخپلو منځونو کې خپل مالونه په ناحقه مه خورئ، او د هغو (مالونو) په وسيله حاکمانو ته (رشوت) مه وړاندې کوئ. (البقرة)

الشوكاني — فتح القدير
أكل المال بالباطل يدخل فيه كل أخذ بغير حق، والمكوس من أعظم الباطل لأنها تؤخذ قهراً بغير استحقاق شرعي.
پښتو ژباړه : په باطل سره د مال خوړلو کې هر هغه اخيستل داخل دي چې بې حقه وي، او مکوس (ټيکسونه) له ترټولو لوی باطل څخه دي ځکه چې هغه په زور او بې له متفقه شرعي استحقاق څخه اخيستل کېږي.

فخر الدين الرازي — مفاتیح الغیب
عربي متن: التجارة عن تراض توجب أن لا يكون هناك غبن فاحش أو إجبار بتكاليف تخرج السلعة عن حد العقل.
پښتو ژباړه : په خوښه تجارت دا واجبوي چې هلته بايد فاحش غبن (غټ زيان) يا په داسې تکاليفو مجبورول نه وي چې توکي د عقل له حده وباسي.

الجصاص — أحكام القرآن
والضرائب التي تؤخذ بغير مصلحة راجعة للرعية تدخل في أكل أموال الناس بالباطل.
پښتو ژباړه: او هغه ماليات چې د رعيت د مصلحت پرته اخيستل کېږي، د خلکو د مالونو په ناحقه خوړلو کې داخل دي.

قرطبي — الجامع لأحكام القرآن
عربي متن: المكوس المبتدعة ظلم، لكن إذا تعينت الحاجة لحفظ الثغور وعجز بيت المال جاز بقدر الضرورة.
پښتو ژباړه: نوې رامنځته شوې ماليې ظلم دی، خو کله چې د سرحدونو د ساتنې لپاره اړتيا يقیني شي او بيت المال عاجز وي، نو د ضرورت په اندازه جواز لري.

معاصر مفسرين او اقتصاد پوهان روښانه کوي چې د ماليې حکمت د شتمنۍ عادلانه وېش دی. په سعودي او مصر کې معاصر قوانين (ضريبة القيمة المضافة) د دولت د عايداتو د زياتوالي لپاره وضع شوي، خو په اساسي توکو کې د دې مالياتو حکمت بايد د "سد الذرائع" له مخې د احتکار او طبعي ګرانۍ مخنيوی وي.

نبي کریم صلی الله عليه وسلم فرمایي :
لا يدخل الجنة صاحب مكس.
(رواه أحمد وأبو داود)
پښتو ژباړه: د مکس (ظالمانه او بې ځايه محصولاتو) اخيستونکی به جنت ته نه داخليږي.

بل حدیث مبارک دي :
كل المسلم على المسلم حرام دمه وماله وعرضه. (مسلم)
پښتو ژباړه : د هر مسلمان پر بل مسلمان باندې د هغه وينه، مال او عزت حرام دي.

امام سرخسي — المبسوط
وأخذ مال التجار إنما يجوز إذا كان في مقابل حماية، فإذا اختلف السبب جاز للحاکم وضع وظائف عادلة.
پښتو ژباړه: د تاجرانو د مال اخيستل هغه وخت جواز لري چې د ساتنې په بدل کې وي، نو کله چې سبب بدل شي حاکم ته جايز ده چې عادلانه دندې وضع کړي.

ډاکټر يوسف القرضاوي (فقه الزكاة)
للدولة حق في فرض ضرائب عادلة عند عجز الميزانية، ولكن يجب أن تُعفى السلع الأساسية من الضرائب المتراكمة التي ترهق كاهل الفقير.
پښتو ژباړه: د بوديجې د کمښت پر مهال دولت د عادلانه مالياتو لګولو حق لري، خو بايد اساسي توکي له متراکمو مالياتو څخه معاف شي چې د فقير اوږې درندوي.

ډاکټر وهبة الزحيلي (الفقه الإسلامي وأدلته)
الضرائب المعاصرة كالقيمة المضافة جائزة بشروط، أهمها عدم الإضرار بضروريات الناس، فإن أضرت منعت سداً للذريعة.

پښتو ژباړه: معاصر ماليات لکه ارزښت افزونه (VAT) په شرطونو جايز دي، چې مهم يې د خلکو ضرورياتو ته ضرر رسول نه وي، که ضرر يې رسولو نو د سد الذريعة له مخې منعه کېږي.

مجمع الفقه الإسلامي الدولي
الضرائب التي تفرضها الدولة لتغطية نفقاتها العامة جائزة شرعاً إذا روعي فيها العدل، ولم تشكل عبئاً فاحشاً على محدودي الدخل في سلعهم الضرورية.
پښتو ژباړه: هغه ماليات چې دولت يې د عامه لګښتونو لپاره وضع کوي شرعاً جايز دي که عدل پکې مراعات شي او د کم عايد لرونکو پر ضروري توکو فاحش بوج جوړ نه کړي.

دار الإفتاء المصرية
الضريبة على القيمة المضافة وغيرها من الضرائب المقررة قانوناً في مصر تعد من الحقوق المالية المنظمة لمصلحة المجتمع وتكييفها الشرعي أنها من السياسة الشرعية بشرط عدم التعسف.
پښتو ژباړه: په مصر کې قانوني مقرره شوې د ارزښت افزونې ماليه او نور ماليات د ټولنې د مصلحت لپاره منظم شوي مالي حقوق ګڼل کېږي او شرعي تکییف يې سياست شرعي دی په دې شرط چې ظلم پکې نه وي.

اللجنة الدائمة للبحوث العلمية والإفتاء (سعودي عربستان)
ولي الأمر له حق تنظيم الأسواق وأخذ ما يحتاج إليه لبيت المال، مع وجوب مراعاة التخفيف عن الرعية في أقواتهم.
پښتو ژباړه: حاکم د بازارونو د تنظيم او بيت المال ته د اړتيا وړ مال اخيستلو حق لري، خو پر رعيت باندې د هغوی په خوراکي توکو کې د تخفيف مراعاتول واجب دي.

راجح او قوي قول دا دی چې په ګمرک، عمده او پرچون پلور کې د محصولاتو اخيستل د معاصرو قوانينو په چوکاټ کې پخپله تکراري ماليه نه ده، بلکې هر يو يې جلا قانوني او مالي سبب لري (لکه د مصر او سعودي قوانين چې د ډېرېدو مرحلې جلا کوي).
په فقه کې احکام د خپلو اسبابو تابع دي.
که څه هم د سببونو له مخې دا ماليات مشروع دي، خو کله چې خبره د "اساسي خوراکي توکو" وي او د مصر يا سعودي غوندې د VAT دروند سيسټم پرې تطبيق شي، نو د "الضرر يزال" او "مآلات الأفعال" د مقاصدي اصولو له مخې حاکم شرعاً مکلف دی چې په خوراکي توکو کې ماليات معاف يا کم کړي.

مهمې یادونې او عامې تېروتنې :
ځينې خلک فکر کوي چې د ماليې هر نوعيت تکرار او حرام دی، او ځينې حکومتي ادارې د ماليې د اسبابو په پلمه پر غريب ولس د ملا ماتوونکو قوانينو تحميل ته مشروعيت ورکوي.
شرعي اعتدال د سبب پېژندل خو پر فقيرانو رحم کول دي.

مشوره او احتیاط :
د فتوی له مخې د مصر او سعودي د قوانينو په څېر، د جلا جلا اسبابو په شتون کې د دولت لخوا ماليه اخيستل د عامه نظام د چلولو لپاره جواز لري. خو د تقوی او شرعي سياست غوښتنه دا ده چې د خوراکي توکو قاچاق او قيمتي مخنيوي لپاره بايد د اساسي توکو په سکتور کې ماليه "صفر" يا کمه وساتل شي. سوداګرو ته هم په کار ده چې د مالیاتو بهانه د احتکار لپاره ونه کاروي.

والله أعلم بالحق والصواب؛. :

صواب د الله توفیق او خطا زما کمزوري ده.
او که خطا مو مونده کړه ما لازمي خبر کړي.

ستاسو مشوره او نقد مې لارښوونه ده.
که غواړئ نورې علمي لیکنې هم درته ورسیږي، په کمنټ کې خپل حضور ثبت کړئ (که څه هم یو توری وي). مننه!

او که ثواب او اجر کي ځان شريکه ول غواړي
نو ملګرو سره يې شريک کړئ، ممکن د چا په ژوند کې اسانتيا راولي او تاسو ته يې اجر درکړل شي
کاپي

Address

Mitte
Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when قاضي لیکوال posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share