Surobi Cricket

Surobi Cricket cricket it is about cricket

04/10/2026

🏏 Surobi 1st Single Wicket Tournament 🏏

د سروبي د ۳۲ غوره لوبغاړو ترمنځ هغه لوبغاړی چې د خپل بې ساري آلراونډ پرفارمنس له لارې یې ځان ثابت کړ او په یوازې ځان یې تر سیمي فاینل پورې لار وموندله؛

⭐ لیاقت پټان ⭐
🏆 د سروبي سنګل وکټ ټورنمنټ Best All-Rounder

لیاقت پټان په دې ټورنمنټ کې د خپلې غوره بیټینګ او بالینګ په مټ د پام وړ لوبه نندارې ته وړاندې کړه او ثابته یې کړه چې یو ریښتینی آلراونډر څنګه د خپلې لوبډلې پر ځای، په یوازې ځان هم تر وروستیو پړاوونو ځان رسولی شي.

👏 مبارک دې وي لیاقت پټان!
🔥 Well Deserved — Best All-Rounder!
✔

03/10/2026

🏏 All Surobi 1st Single Wicket Tournament 🏏

د ټورنمنټ له لومړۍ ورځې څخه تر وروستي توپ پورې موږ د ډېرو په زړه پورې، هیجاني او نه‌هېرېدونکو شېبو شاهدان وو؛ خو ځینې شېبې داسې وي چې د ټولې لوبې احساسات په یوه توپ کې راټولوي. ❤️‍🔥🏏

د سیمي فاینل هغه حساسه شېبه لا هم د یادولو وړ ده، کله چې یوازې دوه منډې پاتې وې. ظاهر صافي بال د وایډ په نیت پرېښود، خو د امپایر پرېکړه د هغه له تمې سره برابره نه وه.

🎥 د کیمرې سترګې هماغه یوه شېبه ثبت کړه؛
یوه شېبه چې پکې د کرکټ د شوق درد، هیجان، فشار، امید او د یوې لوبې ټوله کیسه په یوه توپ کې ښکاري. 💔🏏

خو کرکټ همدا دی؛ کله بریا د یوې منډې په فاصله کې وي او کله یوه پرېکړه د لوبې مسیر بدلوي. مهمه دا ده چې لوبغاړی تر پایه مبارزه وکړي او خپل استعداد نندارې ته وړاندې کړي. 💪

ظاهر صافي!
که دا ځل ونه شول، راتلونکی ځل به بیا چانس وي. تا په دې ټورنمنټ کې خپل استعداد ثابت کړ او لیدونکو ته دې یوه په زړه پورې لوبه وړاندې کړه. 👏🔥

د راتلونکو لوبو لپاره دې ډېرې بریاوې غواړو!
🏏 All The Best, Zahir Safi! ❤️
✏

🏏 سروبي کرکټ 🏏🏆 تپي خان پریمئر لیګ – فاینل لوبه 🏆🔥 بريښنا ستوري 🆚 خاص ټایګر📅 سبا، یکشنبه⏰ ماسپښین ۲:۳۰ بجې📍 تپي خان قومن...
03/10/2026

🏏 سروبي کرکټ 🏏
🏆 تپي خان پریمئر لیګ – فاینل لوبه 🏆
🔥 بريښنا ستوري 🆚 خاص ټایګر
📅 سبا، یکشنبه
⏰ ماسپښین ۲:۳۰ بجې
📍 تپي خان قومنداني کرکټ لوبغالی
💥 د پریمئر لیګ د اتلولۍ لپاره ستره او په زړه پورې پایلوبه!
ټولو درنو مینه والو ته بلنه ورکول کېږي چې د خپلې خوښې لوبډلو ملاتړ لپاره لوبغالي ته راشي. 🏏❤️
سروبي کرکټ — د ورورولۍ، استعداد او سپورټ په لاره کې!

🏆 All Surobi 1st Single Wicket Tournament 🏏🎉 د ټورنمنټ د پایلو او غوره لوبغاړو په اړه ځانګړې مننه او ستاینه 🎉د All Surob...
03/10/2026

🏆 All Surobi 1st Single Wicket Tournament 🏏
🎉 د ټورنمنټ د پایلو او غوره لوبغاړو په اړه ځانګړې مننه او ستاینه 🎉
د All Surobi 1st Single Wicket Tournament په زړه پورې سیالۍ په بریالیتوب سره پای ته ورسېدې. ټولو ګډونوالو په دې ټورنمنټ کې خپلې وړتیاوې وښودلې او د لیدونکو لپاره یې په زړه پورې او له هیجانه ډکې لوبې وړاندې کړې.
🥇 ګټونکي:
🏆 بلال نصرتیار ⭐ ضیاالدین خان
🥈 رنراپ:
🏆 اولخیل غنی ⭐ عمران حبیبي
🥉 دریم مقام:
🏆 ظاهر صافي ⭐ نعمان لیفټی
🏅 څلورم مقام:
🏆 لیاقت پټان
⭐ د غوره لوبغاړو ستاینه
ټولو ګډونوالو د ستاینې وړ لوبه ترسره کړه، خو د بیټینګ په برخه کې د لاندې لوبغاړو غوره فعالیت د یادونې وړ دی:
🏏 بلال نصرتیار
🏏 ظاهر صافي
🏏 اولخیل غنی
🏏 لیاقت پټان
همدارنګه د بالینګ په برخه کې د:
🎯 ضیاالدین خان
🎯 عمران حبیبي
🎯 نعمان لیفټي
بالینګونه واقعاً د یادولو او ستاینې وړ وو.
🌟 د Emerging Players په برخه کې بیا د فرمان لیفټي غوره بالینګ او د شاکر احمدي اغېزمن بیټینګ د ځانګړې ستاینې وړ دي.
🤝 ځانګړې مننه
له سروبي کرکټ منیجر څخه د زړه له کومې مننه کوو، او همدارنګه له ریس هدایت او عبدالله جان څخه ځانګړې مننه چې د ټورنمنټ د مدیریت او تنظیم په برخه کې یې له موږ سره پوره او نه ستړې کېدونکې همکاري وکړه.
په پای کې یو ځل بیا خپل اتل بلال نصرتیار ته د اتلولۍ مبارکي وایو. 👑🏆
همدارنګه د حبیبي سټور ټیم او په ځانګړې توګه ظاهر صافي څخه مننه کوو، چې تر پایه یې ډېر عالي او زړه راښکونکی بیټینګ ترسره کړ. که څه هم پایله د هغه په ګټه نه وه، خو د هغه هڅې او وړتیا د ټولو د ستاینې وړ دي. 👏🏏
❤️ له ټولو ګډونوالو، لوبغاړو، مینه والو او هغو ټولو دوستانو څخه د زړه له کومې مننه کوو چې له موږ سره یې همکاري او ملاتړ وکړ.
که د ټورنمنټ په جریان کې له موږ څخه کومه تېروتنه شوې وي، هیله ده چې بخښنه راته وکړئ.
🇦🇫 د یو پرمختللي، متحد او سوکاله افغانستان په هیله!
راحت پټان ✍️
All Surobi 1st Single Wicket Tournament 🏏🏆
✏

🏏 ALL SUROBI 1st SINGLE WICKET TOURNAMENT 🏏📢 مهم خبرتیا | د جمعې ورځې دوهم پړاود ټولو ګډونوالو لوبغاړو د خبرتیا لپاره!ټو...
01/10/2026

🏏 ALL SUROBI 1st SINGLE WICKET TOURNAMENT 🏏

📢 مهم خبرتیا | د جمعې ورځې دوهم پړاو

د ټولو ګډونوالو لوبغاړو د خبرتیا لپاره!

ټولو هغو لوبغاړو او ټیمونو ته خبر ورکول کېږي چې که سبا د جمعې په ورځ خپل ټاکلي میچ ته د حاضرېدو توان نه لري، نو پر ځای به یې نورو حاضر لوبغاړو ته د ګډون فرصت ورکول کېږي، ترڅو د ټورنمنټ لړۍ په منظم ډول روانه وي او د کرکټ مینه‌وال له دې سیالیو څخه خوند واخلي.

🕑 د لوبو د وخت بدلون!

د جمعې د مبارکې ورځې د لمانځه په مناسبت، د لوبو وخت له سهار ۱۰ بجو څخه د ماسپښین ۲ بجو ته تغییر شوی دی.

📌 مهم ټکي:

- د سبا ورځې لومړی میچ به د جمعې له لمانځه وروسته، په پوره ۲:۰۰ بجو پیل شي.
- ټول لوبغاړي باید خپل ټاکلي وخت ته پابند واوسي.
- که کوم لوبغاړی حاضر نه شي، پر ځای به یې بل حاضر لوبغاړي ته د لوبېدو فرصت ورکول کېږي.

🙏 له ټولو درنو لوبغاړو څخه هیله کوو چې له تنظیموونکو سره بشپړه همکاري وکړي، د وخت پابندي مراعت کړي او د ټورنمنټ نظم وساتي.

ستاسو همکاري زموږ د ټورنمنټ د بریا لامل ده! 🏆🏏
✨

🏏 All Surobi 1st Single Wicket Tournament 🏏🏆 لومړي دوه خوش‌قسمته ټیمونه 🏆🥇 ۱: صافي برادرز🥈 ۲: پښتون سټارز🔥 له شپاړسو (۱۶...
01/10/2026

🏏 All Surobi 1st Single Wicket Tournament 🏏
🏆 لومړي دوه خوش‌قسمته ټیمونه 🏆
🥇 ۱: صافي برادرز
🥈 ۲: پښتون سټارز
🔥 له شپاړسو (۱۶) تکړه او غوره لوبغاړو څخه، دوه خوش‌قسمته لوبغاړي د لومړي او دوهم مقام لپاره وټاکل شول!
💪 دواړو لوبغاړو ته د لا بریاوو او غوره لوبو هیله لرو.
🏏 کرکټ | سیالي | استعداد | ویاړ
💬

01/10/2026

ذهين او د مينوالو يو لنډ کليپ
اتله لوبډله نغلو نهنګان

🏏 All Surobi Single Wicket Tournament 🏏🏆 د فاینل ګټونکي او بایلونکي لوبغاړي ته به د نقدي جایزې ترڅنګ ښکلې ټرافۍ هم ورکول...
30/09/2026

🏏 All Surobi Single Wicket Tournament 🏏

🏆 د فاینل ګټونکي او بایلونکي لوبغاړي ته به د نقدي جایزې ترڅنګ ښکلې ټرافۍ هم ورکول کېږي. 🏆💰

نو راشئ، خپل استعداد ثابت کړئ او د نقدي جایزې ترڅنګ ځان سره خپله ټرافي هم یوسئ! 💪🏏

📢 یو ځل بیا د یادونې وړ ده:
ټول لوبغاړي باید خپل ټاکل شوي میچ ته په ټاکلي وخت حاضر شي. که کوم لوبغاړی په ټاکلي وخت حاضر نه شي، نو د هغه پر وړاندې به مقابل لوري ته د میچ بریا اعلان شي.

له همکارۍ او ژمنتیا مو مننه! 🤝🏏
💬

Address

Surobay

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Surobi Cricket posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category