24/05/2026
الحمدلله، د انټرکلب رسمي سیالیو کې مو پنځمه لوبه هم په بریا پای ته ورسوله او تر دې دمه مو د ګروپ ټولې لوبې ګټلې دي. د ګروپ د سر (Top Team) مقام مو خپل کړی، چې دا زموږ د لوبډلې د یووالي، زحمت او ژمنتیا ښکاره ثبوت دی. زموږ د لوبډلې تکړه لوبغاړی ظاهر خان هم د 172 او 156 منډو سترې پاڼې لوبولو سره د 499 منډو په جوړولو د ایوینټ ټاپ سکورر ګرځېدلی، چې د ستاینې وړ کارنامه ده. 👏
خو بریا یوازې په استعداد نه راځي، بلکې په وخت، قربانۍ او ژمنتیا هم ولاړه وي. په داسې ایوینټونو کې باید هر کلب هغه لوبغاړي له ځان سره واخلي چې کرکټ ته وخت ورکوي، تمرین کوي او د ټیم مسؤلیت احساسوي. ځکه د یوه لوبغاړي نه شتون کله کله ټوله لوبه اغېزمنوي، د یوه بالر هغه ویکټ چې ټول کال یې ورته زحمت ایستلی وي، کمېږي او د بل چا حق تر پښو لاندې کېږي.
کرکټ د انصاف، نظم او یووالي لوبه ده. که د هر لوبغاړي حق، زحمت او حاضري ته ارزښت ورکړل شي، نه یوازې ټیم قوي کېږي بلکې د ایوینټ ښکلا هم ساتل کېږي. راځئ داسې اصول خپل کړو چې د هېچا حق ضایع نه شي، زحمت ته احترام وشي او هر څوک د خپلې وړتیا او خواري له مخې موقع ترلاسه کړي. 💪🏏
cricket club