26/05/2026
🏟️پکتيکا ولايت دانټر کلب سيالۍ2026🏟️
دپکتيکا ولايت دانټرکلب کرکټ سيالو(15) لوبه .....
نن د (مددخيل زلمی کلب)او د(زمريکوټ ستوري کلب) لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
چي په ټاس ګټلو سره په اول توپ وهنه کي (مددخيل زلمي کلب) مخالفي لوبډلي ته په ټاکلي اوور لوبولو سره د نوازخان (48) او ذبیح الله (41) منډو جوړولو سره مخالفي لوبډلي ته (234)منډو هدف ورکړ.
(زمريکوټ ستوري کلب) له لخواه محمد نسيم او عصمت الله 3,3لوبغاړي د مخالفي لوبډلي وسوځول.
(زمريکوټ ستوري کلب) لوبډلي د دي هدف په تعقيب د غلام عزيز (42) او عبدالرحمن (22) منډو جوړولو سره ياد هدف پوره نه کړ او لوبه يي په 104 منډو وبایلله.
د (مددخيل زلمي کلب) لخواه مير افضل مخالفي لوبډلي 5 لوبغاړي وسوځول.
د ( مددخيل کلب) مير افضل 39 منډو جوړولو سره په دي لوبه کي د مخالفي لوبډلي 5 لوبغاړو په سوځولو غوره لوبغاړې ونومول شو.