17/03/2026
بیا یې وایم که جهـ.ادي تنظیمونو د سردار محمد داود خان او ډاکټر نجیبالله له دورو پاتې جنګي الوتکې، ټانکونه او لرې واټن ویشتونکي توغندي نه وای چور او کباړ کړی، نن به افغانستان د سیمې له پیاوړو دفاعي ځواکونو یو وو او د هرې څپېړې بدل به یې په سوک اخیسته.
په هغه وخت کې افغان پوځ د سیمې تر ټولو منظم او ځواکمن پوځ و. شاوخوا ۴۰۰ جنګي الوتکې او چورلکې یې درلودې، لکه MiG-21، Su-22، Su-25 او Mi-24، چې د فضایي دفاع او د ځمکنۍ جګړې ملاتړ یې کاوه.
د هېواد فضاي دفاع لپاره مو شاوخوا 400–600 هوايي دفاع مزایل (Surface-to-Air Missiles – SAM) درلودل
9K32 Strela-2 — اوږه نه توغېدونکی (ځمکې → هوا)
S-75 Dvina — ځمکې نه هوا ته اوږد واټن مزایل
S-125 Neva/Pechora — ځمکې نه هوا ته منځنی واټن مزایل
2K12 Kub — ګرځنده ځمکې نه هوا ته مزایل
9K31 Strela-1 — د موټر پر سر نصب ځمکې نه هوا ته مزایل
سربېره پر دې، افغانستان د Scud-B بالستیک توغندي درلودل چې تر ۳۰۰ کیلومتره واټن یې هدف نیولی شو، او د Luna-M (FROG-7) توغندي هم د پوځ تر واک لاندې وو. دا هغه وسلې وې چې د سیمې ډېری هېوادونو نه لرلې.
په ځمکنۍ برخه کې هم افغانستان د زغرهوالو ځواکونو یو پیاوړی لښکر درلود. T-55 او T-62 ټانکونه، BMP-1 او BMP-2 زغرهوال وسایط او BTR-70 ټرانسپورټي موټرونه د هېواد په مهمو پوځي اډو کې ځای پر ځای وو.
که دا ځواکونه او وسایل ساتل شوي وای، نن به افغانستان د خپل فضایي او ځمکنۍ حریم د دفاع لپاره پر ځان بسیا، خپلواک او ځواکمن هېواد وای — نه دا چې د هر بهرني تهدید پر وړاندې بېوسه او لاچاره. دا هغه ځواک و چې که خوندي شوی وای، د هېواد د ملي ویاړ او د دفاعي خپلواکۍ بنسټ به ګڼل کېده.