د میدان وردګو د بدن ښکلا فدراسیون

د میدان وردګو د بدن ښکلا فدراسیون ۲۴ ساعته کې یو ساعت حتماً ورزش وکړﺉ� لکه: ګل ته چې اوبه ورکوﺉ داسې به تازه وی☆

مبارک!د بدن د ښکلا افغان ملي اتل علي بلال د نیویارک پرو د بدن د ښکلا په سیالۍ کې لومړی مقام خپل کړ .دا ویاړ دې ټول هیواد...
09/05/2026

مبارک!
د بدن د ښکلا افغان ملي اتل علي بلال د نیویارک پرو د بدن د ښکلا په سیالۍ کې لومړی مقام خپل کړ .
دا ویاړ دې ټول هیواد ته مبارک وي .
🎊🎉❤✅







اشتراک رئیس فدراسیون ورزشی زیبای اندم و فتنس ولایت میدان وردګ استاد عبدالله "ژمن" در مسابقات زون مرکز شهر کابل.١٤٠٥/٢/١٦...
08/05/2026

اشتراک رئیس فدراسیون ورزشی زیبای اندم و فتنس ولایت میدان وردګ استاد عبدالله "ژمن" در مسابقات زون مرکز شهر کابل.
١٤٠٥/٢/١٦ ه ش
فدراسیون ملی پرورش اندام و فیتنس افغانستان با افتخار اعلام می‌دارد که نوزدهمین دور مسابقات انتخابی زون مرکز شهر کابل، با حضور ۱۱۵ ورزشکار از ۳۲ باشگاه فعال، در فضای پرشور، رقابت سالم و روحیه عالی ورزشی، در سالون زورخانه‌ای ریاست تربیت بدنی و ورزش برگزار گردید
این رقابت‌ها به مدت دو روز در رشته‌های پرورش اندام و فیتنس برگزار گردید و هدف از برگزاری آن، شناسایی استعدادهای برتر و آماده‌سازی چهره‌های شایسته جهت حضور در مسابقات سراسری و تیم ملی کشور می‌باشد
فدراسیون ملی پرورش اندام و فیتنس افغانستان از تمامی مربیان، داوران، مسئولان باشگاه‌ها و ورزشکارانی که با تعهد و پشتکار در برگزاری این رویداد نقش داشتند، صمیمانه تقدیر و تشکر می‌نماید. موفقیت و پیشرفت شما مایه افتخار برای خانواده بزرگ فدراسیون ملی پرورش اندام و فیتنس افغانستان است.
📢 قابل یادآوری است که مسابقات زون غرب شهر کابل هفته آینده، در روزهای چهارشنبه و پنجشنبه (۲۳ و ۲۴ ماه ثور سال ۱۴۰۵)، در ورزشگاه زورخانه‌ای ریاست تربیت بدنی و ورزش برگزار خواهد شد
🇦🇫💪

07/05/2026
د میدان وردګ ولایت د بدن ښکلا فدراسیون او شیرزي کلپ له لوري د یو شمېر ورزشکارانو ترمنځ دوستانه سیالۍ ترسره شوې.١٦/٢/١٤٠٥...
06/05/2026

د میدان وردګ ولایت د بدن ښکلا فدراسیون او شیرزي کلپ له لوري د یو شمېر ورزشکارانو ترمنځ دوستانه سیالۍ ترسره شوې.
١٦/٢/١٤٠٥ ه ش

په دغو سیالیو کې لومړی د بدن ښکلا فدراسیون رئیس استاد عبدالله ژمن په خپلو خبرو کې د بدن ښکلا ورزش پر اهمیت او دغه ورزش ته د ځوانانو پر هڅونې ټینګار وکړ او وویل: تاسو هر کس باید په ورځ کې یو ساعت حتمآ دبدن ښکلا او فتنس ورزش ترسره کړئ چې د بدن غړي مو پیاوړي شي او له ډول ډول ناروغیو څخه وژغورل شئ.

همداراز ورزشکارانو هم د ښکلو نمایشونو په ترسره کولو دغه ورزش ته د لسګونه مینه والو پام را جلب کړ او په آخر کې ټول لوبغاړي په تقدیر نامو او مډالونو ونازول شول.

د یادولو ده چې میاشت وروسته د ولایت په کچه ټاکنیزې سیالۍ ترسره کیږي او هر ورزشکار چې غواړي پکې کډون وکړی له همدا اوسه بشپړ چمتوالی ولرئ.
په درنښت
د بدن ښکلا فدراسیون د مطبوعاتو دفتر

کابل؛ د بدن ښکلا او فټنيس د نړيوال قهرمان علي بلال تود هرکلی او ستاینه وشوه سه شنبه، د مرغومي دويمه، ۱۴۰۴ د هېواد ورزش ا...
25/12/2025

کابل؛ د بدن ښکلا او فټنيس د نړيوال قهرمان علي بلال تود هرکلی او ستاینه وشوه

سه شنبه، د مرغومي دويمه، ۱۴۰۴

د هېواد ورزش ادارې او د بدن ښکلا او فټنيس ملي فدراسيون، د بدن ښکلا نړيوالو ارنولد کلاسيک سياليو قهرمان او د ماسټر اولمپيا سياليو نايب قهرمان علي بلال افغانستان ته په راتګ د تود هرکلي ترڅنګ د يوې تشويفي غونډې په ترڅ کې وستايه.

يادې غونډې ته د وينا پر مهال د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق، نوموړي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، دا چې نن د هېواد له بېلابېلو ځايونو څخه د علي بلال د تشويق په موخه راټول شوې يوو، دا د دې څرګندونه کوي چې ورزش د يووالي او اتحاد سېمبول دی او علي بلال ته يې ډاډ ورکړ چې د ورزش اداره به تل له هغه ملاتړ کوي.

دغه راز د بدن ښکلا او فټنيس ملي فدراسيون رئيس باور خان هوتک علي بلال ته د ښه راغلاست ترڅنګ د علي بلال مشورې د ځوانو ورزشکارانو لپاره اړينې وبللې او له نوموړي يې وغوښتل چې خپلې اړينې او مهمې مشورې له ورزشکارانو سره شريکې کړي.

همدارنګه علي بلال له ټولو مسوولينو او هېوادوالو مننه وکړه او ټولو ته يې وعده ورکړه، چې په راتلونکي کې به ان شاءالله دغه د سپينو زرو مډال په سروزرو مډال بدل کړي.

همدارنګه نوموړي خوښي وښوده، چې اوس د افغانستان وضیعت ښه دی او له راتګ سره یې د خپلو هېوادوالو له تود هرکلي سره مخ شو او هيله يې وښوده، چې يوه ورځ په يادو نړيوالو سياليو کې زما سره نور افغان ورزشکاران هم ولوبیږي.

د نوموړي د ښه راغلاست په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق، فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د دې ادارې بېلابېلو مشاورينو، رئيسانو، د بدن ښکلا او فټنيس ملي فدراسيون رهبرۍ او غړو، د رسنيو استازو او ګڼ شمير هېوادوالو ګډون کړی و.

د ويلو ده، چې د بدن ښکلا او فټنيس افغان لوبغاړي علي بلال د ۲۰۲۵ ارنولد کلاسيک سياليو د فټينس په برخه کې اتلولي ګټلې وه او دغه راز يې دوه ځل سر په سر په ۲۰۲۴ او د ۲۰۲۵ ماسټر اولمپيا سياليو کې دويم مقام ګټلی دی.

په پای کې د بدن ښکلا او فېټنس ملي فدراسیون او المپیک ملي کمېټې له لوري ښاغلي علي بلال ته ستاینلیک او د ورزش ادارې ډالۍ هم تقدیم شوه.

علي بلال په ميسټر المپيا سيالۍ کې د دوهم مقام په خپلولو سره ۴۰۰ زره ډالر او ګن شمېر جوايز ترلاسه کړل
14/10/2025

علي بلال په ميسټر المپيا سيالۍ کې د دوهم مقام په خپلولو سره ۴۰۰ زره ډالر او ګن شمېر جوايز ترلاسه کړل

علي بلال د ميسټر المپيا په نړيوال ستېج کې دوهم مقام خپل کړدغه سيالۍ چې امريکا کې ترسره شوې پکې د نړۍ ۶۱ لوبغاړو ګډون کری...
12/10/2025

علي بلال د ميسټر المپيا په نړيوال ستېج کې دوهم مقام خپل کړ
دغه سيالۍ چې امريکا کې ترسره شوې پکې د نړۍ ۶۱ لوبغاړو ګډون کری وو

11/10/2025

علي بلال
علي بلال
ان شاالله چې طلالي مډال به خپلوي

10/10/2025
د ميدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ نړيوال ستوري، علي بلال ته زړونه ورکړﺉ چې د نړۍ په کچه ۶۱ ورزشکارانو کې نوم راغلی او یوه...
08/10/2025

د ميدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ نړيوال ستوري، علي بلال ته زړونه ورکړﺉ چې د نړۍ په کچه ۶۱ ورزشکارانو کې نوم راغلی او یوه ورځ وروسته د مسټر المپیا فزیک چمپین شپ سیالۍ لري 🥰
په دعا ګانو کې يې ياد ساتﺉ

21/03/2025

استاد عبدالله ژمن د فدراسیون رںٔيس او د میدان سټار کلپ ترینر:
"ورزش د ژوند یوه برخه ده، او مونږ مکلف یو چې دې برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړو"

Address

Maydan Shahr

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د میدان وردګو د بدن ښکلا فدراسیون posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share