Khost Ramadan Night T10 League

Khost Ramadan Night T10 League Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Khost Ramadan Night T10 League, Sports League, khost, Khost.

د فامیلي سټارز کرکټ کلب لېفټ آرم فاسټ بالر رحیم‌ الله هم د مسافرۍ په لور ودانګل.رحیم‌الله په رښتینې معنا خپل کلب ته وفاد...
23/08/2026

د فامیلي سټارز کرکټ کلب لېفټ آرم فاسټ بالر رحیم‌ الله هم د مسافرۍ په لور ودانګل.
رحیم‌الله په رښتینې معنا خپل کلب ته وفادار پاتې شوی پلېیر دی. نوموړي په هر ډول شرایطو کې د خپلې لوبډلې لپاره غوره لوبې ترسره کړې دي او تل یې له خپلې لوبډلې سره خپله وفاداري ښودلې ده.
رحیم‌الله ته د ښه سفر هیله کوو او په خپل مسلک کې ورته د لا ډېرو بریاوو غوښتونکي یو. ❤️🏏✈️

د ۲۰۲۶ کال نهم پړاو فامیلي سټارز T10 لیګ لپاره به لاندې خوږژبي تبصره‌کوونکي تاسو ته د لوبو خوندورې تبصرې وړاندې کوي.🏏🎙️ټ...
15/08/2026

د ۲۰۲۶ کال نهم پړاو فامیلي سټارز T10 لیګ لپاره به لاندې خوږژبي تبصره‌کوونکي تاسو ته د لوبو خوندورې تبصرې وړاندې کوي.🏏🎙️
ټول پنځه واړه د خوست ویاړونه دي، خو ستاسو د خوښې مبصر څوک دی؟ 👇
د خپلې خوښې مبصر نوم په کمېنټ کې ولیکئ. ❤️

سلام او مینه! ❤️🏏ټولو د ټېپ‌ بال کرکټ لوبډلو لپاره د خوښۍ خبر دا دی چې له دوو کلونو وقفې وروسته یو ځل بیا د خوندونو او ر...
13/08/2026

سلام او مینه! ❤️🏏
ټولو د ټېپ‌ بال کرکټ لوبډلو لپاره د خوښۍ خبر دا دی چې له دوو کلونو وقفې وروسته یو ځل بیا د خوندونو او رنګونو نهم پړاو فامیلي سټارز T10 لیګ پیلېږي.
دا ځل نهم پړاو فامیلي سټارز T10 لیګ به د د دولسوه فامیلیو نعمي پارک د منار کرکټ پر میدان به د زرګونه مینوالو په شتون کې تر سره شي.

د لیګ ټول اصول او شرایط په لاندې ډول دي:
🔹 په یاد لیګ کې به ۱۲ غوره لوبډلې شتون ولري، چې په دوو جلا ګروپونو کې به سیالۍ ترسره کوي. په هر یو ګروپ کې به ۶ لوبډلې شتون ولري.
🔹 هره یوه لوبډله به په خپل ګروپ کې ۵-۵ لوبې ترسره کوي.
🔹 له دواړو ګروپونو څخه به ۲-۲ لوبډلې کوالیفای کېږي، او د دواړو ګروپونو څخه به ۲ ټاف لوبډلې هم چانس هم ولري.
🔹 لوبې به هره ورځ د ماسپښین په ۳:۰۰ بجو پیلېږي.
🔹 کومه لوبه چې د باران یا د میدان د خرابوالي له امله ترسره نه شي، هغه لوبه به د سکېجول په پای کې ترسره کېږي.
🔹 که د لوبې یعنې د ټاس اچولو وروسته باران وشي، نو هغه لوبه به سبا ورځ د ماسپښین په ۲:۰۰ بجو له هماغه ځایه پیل کېږي.
ټولې لوبې به لس اوریزې وي د ناوخت پیل په صورت کې تخنیکي کمېټه او لوبڅاران حق لري چې له دواړو لوبډلو مساوي اورونه کم کړي.
هغه بالران چې غیر قانوني بالینګ کوي، د لوبڅارانو له خوا به رېپورټ کیږي او بیا به د وېډیوګانو له لارې پرې وروستۍ فیصله کیږي.
سکواډونه به ۱۸ کسیز وي او سره د عکسونو هغه سکواډونه چې موږ ته یو وار وسپارل شي، له اعلان وروسته به د بدلون وړ نه وي.
لوبې به په منظم ډول، د بوټونو او بشپړ سپورټي فول لباس په اغوستلو سره ترسره کېږي. کومه لوبډله چې دا اصول نه شي عملي کولی، په لیګ به کې د ګډون اجازه ونه لري.
💰 د لوبډلې د ګډون فیس: ۱۰۰۰۰ افغانۍ
🏆 لومړي مقام ته به: مارېکس موټر 🚕 ورکول کیږي.
🥈 دوهم مقام: ته به موټرسایکل 🏍️ ورکول کیږي.
د ګډون له فیس څخه پاتې پیسو باندې به د لیګ د لوبڅارانو، مکسرو، تبصرکونکو، سکورر او نورو اړینو مصارفو لپاره به ځانګړې کېږي.
همدارنګه هېره دې نه وي که د لیګ له مین سپانسر سره موافقې ته ورسېدو، نو دواړه اول مقام او دوهم مقام لوبډلې به په نورو غوره جایزو هم ونزول شي.
هغه ۱۲ غوره لوبډلې چې غواړي د یاد لیګ برخه‌والې شي، کولی شي د August (اګست) میاشتې تر ۲۴ مې نېټې پورې خپلې لوبډلې ثبت کړي. یعنې په کت ۱۱ ورځې وخت لرئ د ګډون لپاره
یادونه: لومړیتوب به هغو لوبډلو ته ورکول کېږي چې خپلې لوبډلې مخکې له مخکې زموږ سره ثبت کړي.
📱 د واټساپ او اړیکو نیولو شمېرې: 0771454470 0702306585
موږ دا ډول سیالۍ د نویو ځوانانو د تشویق او هڅونې او د کرکټ مینه‌والو د سالمې ساتېرۍ په موخه ترسره کوو.
هیله ده دا لیګ د خوندونو، رنګونو او ښکلو خاطرو ډک لیګ اووسي.
یاد لیک به د خوست کرکټ ادارې په چوکټ کې تر سره کیږي.
په درنښت!
د فامیلي سټارز T10 لیګ مسوول قلندر احساس!

سلام او مینه!د خوست ټېپ بال کرکټ ټولو لوبغاړو او مینوالو ته د خوښۍ زېری!ډېر ژر...قلندر احساس!
05/08/2026

سلام او مینه!
د خوست ټېپ بال کرکټ ټولو لوبغاړو او مینوالو ته د خوښۍ زېری!
ډېر ژر...

قلندر احساس!

إنا لله وإنا إليه راجعونپه ډېرې خواشینۍ سره مو د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني تیز توپ اچوونکي ملي اتل شاپور ځدراڼ ...
07/07/2026

إنا لله وإنا إليه راجعون

په ډېرې خواشینۍ سره مو د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني تیز توپ اچوونکي ملي اتل شاپور ځدراڼ د وفات خبر واورېد.😭😭😭

د هغه درنې کورنۍ، خپلوانو، دوستانو او د افغانستان د کرکټ ټولو مینه‌والو ته د زړه له کومې تسلیت او ژوره خواخوږي وړاندې کوو.

الله ج د مرحوم ته جنت الفردوس نصیب کړي او کورنۍ ته د رب تعالی صبر جمیل ورکړي.

روح یې ښاد او یاد یې تلپاتې.

28/06/2026

چې دا فاسټ بالر د دوهم پړاو خوست رمضان شپني T10 لیګ کې د کومې لوبډلې برخه و؟
لایک او کمېنټ ضرور وکړئ.

د جالبو او خوندورو کلیپونو د لیدو لپاره زموږ لاندې پاڼه هم درسره فالو کړئ."**👇
Khost Ramadan Night T10 League🌹

#خوست ゚viralシfypシ゚viralシalシ

23/06/2026

د مطیع دې ښکلي فلېک شاټ ته له ۱۰ څخه څو نمرې ورکوئ؟ لایک او کمېنټ مه هېر وئ!

لاندې زموږ صفحه هم درسره فالو کړئ تر څو لا جالب او ښایسته کلیپونه ننداره کړئ.👇
Khost Ramadan Night T10 League 🌹

#خوست ゚viralシfypシ゚viralシalシ

20/06/2026

د شپږیزو پاچا نور خان ګربز دا فلېک شاټ، چې شپږیزه هم حسابېږي، څو نمرې ورکوئ؟ لایک او کمېنټ ضرور
وکړئ.

د لا جالبو او خوندورو کلیپونو لپاره زموږ پاڼه هم فالو کړئ.
👇
Khost Ramadan Night T10 League❤💚💙

゚viralシfypシ゚viralシalシ

دا بیا د خوستمېشتو  لپاره د خوشحالۍ زېری ده ۱۱م پړاو شپږیزه لیګ سترې سیالۍ به دا ځل لخېره په ښکلي خوست کې ترسره کیږي. د ...
20/06/2026

دا بیا د خوستمېشتو لپاره د خوشحالۍ زېری ده ۱۱م پړاو شپږیزه لیګ سترې سیالۍ به دا ځل لخېره په ښکلي خوست کې ترسره کیږي.
د کرکټ ملي لوبډلې نوموتي او تکړه لوبغاړي به ۵ ورځې وروسته خوست ته رسیږي او د جولای پر لومړۍ نیټه پیلېدونکي شپږیزې ته به چمتووالی پیل کړي.
د تفرېح او ساعتیرۍ عالي فرصت دی؛ تمه ده مینه وال بلخصوص خوستمیشتي ولسونه به په زیات تعداد راشي، د خپلو اتلانو ښه هرکلی به وکړي او هم به د مېلمانو او مینه والو غوره مېلماپالنه وشي.

خوست؛ د کرکټ کور، د اتلانو کور! 🏏


#خوست❤💜💚


20/06/2026

رحیم‌ الله بیا په بونسر بالونو کې ډېر مهارت لري، او ډېری وخت بېټسمېنان ترې په تنګ وي.
که غواړئ د قلندر احساس خوست رمضان شپني T10 لیګ لا جالب کلیپونه ننداره کړئ نو لاندې زموږ پانه هم فالو کړئ.
👇
Khost Ramadan Night T10 League❤💜💚

゚viralシfypシ゚viralシalシ

Address

Khost
Khost
2501

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Khost Ramadan Night T10 League posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category