21/11/2025
د ۲۰۲۶م کال د نولس کلنو نړیوال جام مهالوېش اعلان شو! افغان ځوانان چمتو دي چې نړۍ ته خپل استعداد وښيي!
د نړیوال کرکټ شورا د ۲۰۲۶م کال د نولس کلنو (U19) نړیوال جام رسمي مهالوېش اعلان کړ او د افغانستان ځوانه لوبډله په دې سیالیو کې په څلورم ګروپ کې ځای لري. زموږ ځوانان به په دې ګروپ کې د درې پیاوړو سیالانو سره مخ کېږي:
سویلي افریقا U19
ویسټ انډیز U19
تانزانیا U19
د مهالوېش له مخې د افغانستان د نولس کلنو ملي لوبډله به خپله لومړۍ سیالي د ۲۰۲۶م کال د جنوري په ۱۶مه د کوربه هېواد سویلي افریقا پر وړاندې ترسره کړي. دا لوبه د افغانستان لپاره ډېر اهمیت لري، ځکه د ټورنمنټ پیل یې د راتلونکي پرمختګ لپاره مهم دی.
په لاندې عکس/انځور کې کولای شئ د افغان ځوانانو بشپړ مهالوېش او د هرې سیالۍ نېټې وګورئ.
ولې دا نړیوال جام د افغانستان لپاره مهم دی؟
زموږ د نویو استعدادونو نړیوال معرفي کېدل
د راتلونکي ملي ټیم ستوري له همدې پړاو څخه راځي
نړیوالې تجربې، لوړې سیالۍ او فشار اداره
د افغانستان د کرکټ د راتلونکي لپاره قوي بنسټ