Khost Wheelchair Basketball

Khost Wheelchair Basketball د خوست ولایت د معلولينو ویلچر باسکټبال...

14/05/2026

Disability is not a Restriction ♿ DNR ♿

کابل کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ويلچر بسکټبال  ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدېسه شنبه ، د غويي ۲۲مه، ۱۴۰۵د پارا المپيک ملي فدرا...
13/05/2026

کابل کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ويلچر بسکټبال ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

سه شنبه ، د غويي ۲۲مه، ۱۴۰۵

د پارا المپيک ملي فدراسيون په همکارۍ د سور صليب په ورزشي جمنازيوم کې د اتو لوبډلو ( ۸۰ ) ورزشکارانو ترمنځ د ويلچر بسکټبال ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې،چې درې ورځې يې دوام وکړ.

په دغو سياليو کې د هرات، فارياب، بلخ، بدخشان، ننګرهار، پروان، لغمان او کابل ولایتونو ورزشکارانو ګډون کړی وو، چې په پايله کې ۱۲ ورزشکاران د افغانستان ويلچر بسکټبال ملي لوبډلې ته وټاکل شول.

د دغو سياليو په پايلوبه کې بلخ لوبډلې خپلې سیالې ننګرهار لوبډلې ته د ۶۶/۴۰ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د بسکټبال ملي لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ټاکل او ورزش ته د معلولينو هڅول و؛ د سياليو په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته کپ، مډالونه او ورزشي توکي ورکړل شول.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو په پای مراسمو کې د المپیکي چارو رئیس داد محمد پاينده اختري، د ورزش ادارې فني او مسلکي رئيس محمد يوسف افتخار، د NOVE Caring Human موسیسې رئيس البرټ کایرو، د ورزش ادارې مسوولینو او ورزشکارانو ګډون کړی وو.

11/05/2026

Address

Khost

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Khost Wheelchair Basketball posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share