24/04/2026
😘
په پروان ولایت، جبل السراج کې د ۲۲۵ میلیونه ډالرو په پانګونې د سمنټو فابریکې د جوړېدو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
د معلوماتو له مخې، دا مهال په پروژه کې سلګونه کسان او بېلابېله ماشینري بوخته ده، او په بشپړېدو سره به زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.
همداراز، د اړتیا وړ برېښنا یوه برخه د لمریزو سیستمونو له لارې برابریږي، چې دا د انرژۍ په برخه کې مهم پرمختګ بلل کېږي.