POPAL

POPAL لَا إِلٰهَ إِلَّا اللّٰهُ مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللّٰهِ

09/07/2026
21/03/2025

د روژې مبارکې میاشتې وروستۍ لسیزه، چې د دوزخ له اور څخه د خلاصون وخت ګڼل کېږي، موږ ته ځانګړې روحاني فرصتونه راکوي. په دې مبارکو شپو کې، راځئ چې د الله تعالی څخه د مغفرت غوښتنه وکړو او په ځانګړې توګه دا دعا ووایو:

"اللهم انک عفوٌ تحب العفوَ فاعفُ عَنَّیْ"
ژباړه: "ای الله! ته بخښونکی یې، بخښنه دې خوښه ده، نو ما وبخښه."

د دې دعا په ویلو سره، موږ د الله تعالی له لورې د بخښنې او رحمت غوښتونکي کېږو. همدارنګه، په دې شپو کې د لیلة القدر لټون او عبادت ته ځانګړې پاملرنه وکړئ، ځکه چې دا شپه د زرو میاشتو عبادت څخه غوره ده.

الله تعالی دې زموږ روژې، عبادات او دعاګانې قبولې کړي او موږ ته دې په دې مبارکه میاشت کې د خپلو ګناهونو د بخښنې او د دوزخ له اور څخه د خلاصون توفیق راکړي.

#روژه #عبادت #مغفرت #لیلةالقدر

21/03/2025

سلامونه او درنښت: نن په کندهار ولایت شاولی کوټ ولسوالی داله کی یو ځوان اوبو وړی دی هرکال داسی ډیری پیښی تکراریږی مرګ او ژوند دالله دجانب څخه رازی لیکن دځان ساته پرموږ فرض ده دلمبیدو څه ضرورت دی په داشنه یخ تراوسه هوالاسمه نه ده ګرمه شوی الله ج دی ټول ته دنیکو هیدایت وکړی او ټولو ځوانانو ته دا ویل لرم چی دابو څخه ځان وژغوری په لامبو وهلو ساعت تیروی په یو بل څه سره دځان ساعت تیر کړی دنن پوسټ یاد وساتی داسی نړری پیښی به هم سږ کال وه وینی ده ځوانانودخپلی بیغوری څخه بیاهم وایم ځوانانو داوبو څخه لیری اوسی.

POPAL Follow me
08/03/2025

POPAL Follow me

🌙 د روژې برکتونه او رحمتونه 🌙روژه یوازې د لوږې او تندې نوم نه دی، بلکې دا د روح تزکیه، د صبر او شکر درس، او د الله (ج) د...
08/03/2025

🌙 د روژې برکتونه او رحمتونه 🌙

روژه یوازې د لوږې او تندې نوم نه دی، بلکې دا د روح تزکیه، د صبر او شکر درس، او د الله (ج) د رحمتونو د لاسته راوړلو غوره فرصت دی.

🤲 راځئ چې دا مبارکه میاشت له توبه، استغفار، او د نېکو اعمالو له زیاتوالي سره ولمانځو.
💖 له محتاجانو سره مرسته وکړو، زړونه نرم کړو، او د خدای عبادت ته زیات اهمیت ورکړو.
📖 قرآن ته خاصه توجه وکړو، ځکه دا د روژې د میاشتې تر ټولو غوره تحفه ده.

الله دې زموږ روژې، لمونځونه، دعاګانې، او صدقې قبولې کړي. آمین 🤲✨

#روژه #عبادت #دعا

کله کله هیڅ چورت مه وهه کمبله پر ځان راکش کړه هرڅه خدای (ج) ته وسپاره چی هرڅنګه یی کوی او ویده شه .
28/10/2024

کله کله هیڅ چورت مه وهه کمبله پر ځان راکش کړه هرڅه خدای (ج) ته وسپاره چی هرڅنګه یی کوی او ویده شه .

15/05/2024

کله چې لوړ مُقام ته ورسیدې هغه څوک دې له یاده مه اوباسه چې ستا دخوشالۍ لپاره یې خپلې هیلې قرباني کړي. د مور او زوي عبرتناکه کیسه
حتمن یی ولولۍ

یوه مور د خپل ناروغه زوی د کټ خواته ناسته وه او ژړل يې.
ملایکه راښکته شوه, مور ته يې وویل:
! زه د الله ﷻ له خوا راغلې یم، ووایه څه غواړې؟
مور ملایکې ته وویل:
له الله ﷻ څخه غواړم, چی زما زوی ته شیفا ورکړي. ملایکې وویل: پښیمانه کیږې خو به نه؟
مور ځواب ورکړ:
نه!
ملایکې وویل:
اوس دې زوی روغ شو، خو تا کولای شول, چې دخپلو ړندو سترګو غوښتنه دې کړې وی...
یوه ورځ زوی مورته وویل:
مورې ! زما میرمن له تا سره یوځای ژوند نشي کولی، غواړم تاته یو ځانته کور پیداکړم, ترڅو ته هلته جلا ژوند وکړې...
مور له کور څخه بهر شوه, یواځې کیناستله او پر ژړا بوخته شوه.
ملایکه بیا راښکته شوه مور ته يې وويل:
ودې لیدل چې ستا زوی له تاسره څه وکړل؟
اوس پښیمانه شوې؟
غواړي ورته ښېرا وکړې؟
مور وویل: نه پښيمانه یمه او نه هم ښېرا ورته کوم، ته څه پوهیږې؟
ملایکې وویل:
بیا هم دالله ﷻ رحمت پرتا شوی،له الله ﷻ څخه دخپلو سترگو لید غواړې؟
مور په ډاډ سره وویل, نه! ملایکې وویل, نو څه؟
مور ځواب ورکړ:
له الله ﷻ څخه غواړم نګور مې ښه او زړه سوانده ښځه وي او وکولای شي چی زما زوی بختور کړي, ځکه زه نوره هلته نه یمه چې له خپل زوی څخه څارنه وکړم.
دملايکې له سترګو څخه اوښکې روانې شوې او د اوښکو دوه څاڅکي دمور په سترګو کې ور توی شول او سترګو يې دید پیدا کړ.
کله چې مور دملایکې اوښکې ولیدلې, ورڅخه ويې پوښتل:
ملایکې هم ژړا کوي؟
ملایکې وویل: هو!
خو یواځې هغه وخت اوښکې تويوي او ژاړي چې کله الله ﷻ وژاړي.
مور پوښتنه وکړه:
الله ﷻ هم ژړا کوي؟
ملایکې ځواب ورکړ:
الله ﷻ همدا شیبه په لیوالتیا دخپل خلقت, چې نوم يې مور ده ژاړي. ياني چې مور ژاړي; الله تعالی هم ژاړي😭😭

یوه غوښتنه:که کيسه مو پوره لوستلي وي نو لطفاً کمینټ کې ولیکئ چې جزاک الله خیر
که مو مور جانه ژوندې وي نو لاسونه یې یوځل ښکل(مچ) کړی

Address

Kandahar
3802

Telephone

+93703201427

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when POPAL posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to POPAL:

Shortcuts

Share