Afghan Tigers Cricket Team

Afghan Tigers Cricket Team ���

د افغان ټایګرز د دوهمې لوبې سکواډ اعلان شو! 🏏افغان ټایګرز کرکټ ټیم د سریز د خپلې دوهمې او مهمې سیالۍ لپاره خپل رسمي سکوا...
23/07/2026

د افغان ټایګرز د دوهمې لوبې سکواډ اعلان شو! 🏏

افغان ټایګرز کرکټ ټیم د سریز د خپلې دوهمې او مهمې سیالۍ لپاره خپل رسمي سکواډ اعلان کړ.

زموږ زړور لوبغاړي په پوره چمتووالي، قوي هوډ او د بریا په اراده میدان ته ښکته کېږي، ترڅو د لومړۍ لوبې ماته هیره او خپلو مینه‌والو ته د بریا خوښي ډالۍ کړي.

د افغان ټایګرز سکواډ ته نېکې هیلې!
هیله ده چې د ټیم هر لوبغاړی خپله غوره وړتیا وښيي او د بریا نوی باب پرانیزي.

یو ټیم، یو هدف، یوه اتلولي!
د افغان ټایګرز د بریا په هیله! 🧡🖤🏆

د افغان ټایګرز د بیا راګرځېدو وخت! 🏏افغان ټایګرز کرکټ ټیم د سریز په درېیمه سیالۍ او خپلې دوهمې لوبې کې یو ځل بیا میدان ت...
22/07/2026

د افغان ټایګرز د بیا راګرځېدو وخت! 🏏

افغان ټایګرز کرکټ ټیم د سریز په درېیمه سیالۍ او خپلې دوهمې لوبې کې یو ځل بیا میدان ته ښکته کېږي.

لومړۍ لوبه که څه هم زموږ په خوښه پای ته ونه رسېده، خو د اتلانو روحیه هېڅکله نه ماتېږي. اوس د دې وخت دی چې د نوي عزم، قوي ارادې او غوره لوبې په مټ بریا خپله کړو.

ایا افغان ټایګرز به په دې مهمه سیالۍ کې د بریا لاره ومومي؟

راځئ، د خپل ټیم تر څنګ ودرېږو، هغوی وهڅوو او د یوه نوي بریالي سفر شاهدان شو.

🐅 یو ټیم، یو هدف، یوه اتلولي!
د افغان ټایګرز د بریا په هیله! 🧡♥️🏆
Inter Corporate Cricket League ICCL

د افغان ټایګرز لومړۍ لوبه د ۷۱ منډو په توپیر وبایللهد Corporate Champions Cup په لومړۍ سیالۍ کې Safi Stars لومړی توپوهنه...
17/07/2026

د افغان ټایګرز لومړۍ لوبه د ۷۱ منډو په توپیر وبایلله

د Corporate Champions Cup په لومړۍ سیالۍ کې Safi Stars لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۲۴۲ منډو ستر هدف افغان ټایګرز ته وټاکه.

د صافي سټارز له لوري امین شیرزاد په زړه پورې ۱۳۴ منډې او عرف ۳۶ منډې جوړې کړې.

د افغان ټایګرز له لوري وحیدالله ۴ ویکټې، شکران ۲ ویکټې او احمد فواد ۱ ویکټ ترلاسه کړه.

د ۲۴۳ منډو هدف په تعقیب، افغان ټایګرز ونه توانېدل هدف ته ورسېږي او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې یوازې ۱۷۰ منډې جوړې کړې.

د افغان ټایګرز له لوري فضل الهي د ۵۱ منډو او عمران حکیمي د ۴۳ منډو په جوړولو ښه مقاومت وکړ، خو ټیم یې له ماتې ونه ژغورل شو.

د صافي سټارز له لوري عرف په زړه پورې توپ اچونه وکړه او ۴ ویکټې یې واخیستې.

په پایله کې، صافي سټارز د ۷۱ منډو په توپیر افغان ټایګرز ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه. �
Inter Corporate Cricket League ICCL

First match Afghan tigers vs safi stars Time Friday 17Jul
16/07/2026

First match
Afghan tigers vs safi stars
Time Friday 17Jul

د افغان ټایګرز د بریا سفر پیلېږي! 🏏لومړۍ لوبه🆚 Afghan Tigers VS Safi Stars📅 جمعه – ۱۷ جولای ۲۰۲۶🕘 سهار ۹:۰۰ بجې🏟️ زرملوا...
15/07/2026

د افغان ټایګرز د بریا سفر پیلېږي! 🏏

لومړۍ لوبه

🆚 Afghan Tigers VS Safi Stars

📅 جمعه – ۱۷ جولای ۲۰۲۶
🕘 سهار ۹:۰۰ بجې
🏟️ زرملوال کرکټ لوبغالی

د افغان ټایګرز کرکټ ټیم د یوه ستر سفر لومړی ګام پورته کوي. هیله ده زموږ زړور اتلان په خپل لومړي میچ کې غوره لوبه ترسره کړي، بریا خپله کړي او د اتلولۍ سفر په بریالیتوب سره پیل کړ
Inter Corporate Cricket League ICCL

13/07/2026
� د افغان ټایګرز کرکټ ټیم د یوه ستر سفر پیل!په ډېر ویاړ سره اعلان کوو چې Afghan Tigers Cricket Team د Corporate Champion...
13/07/2026

� د افغان ټایګرز کرکټ ټیم د یوه ستر سفر پیل!

په ډېر ویاړ سره اعلان کوو چې Afghan Tigers Cricket Team د Corporate Champions Cup په سترو سیالیو کې ګډون کوي.

دا یوازې یوه لوبه نه ده، بلکې د بریا، غیرت او افتخار په لور د یوه لوی سفر پیل دی. زموږ زړور لوبغاړي به په پوره عزم، یووالي او قوي ارادې سره میدان ته ښکته شي، ترڅو د افغان ټایګرز نوم لا لوړ کړي.

هیله ده زموږ اتلان غوره لوبې ترسره کړي، سترې بریاوې خپلې کړي او د دې سیالیو په اوږدو کې د اتلولۍ تر مقامه ورسېږي.

راځئ ټول د خپل ټیم تر شا ودرېږو او په خپل ملاتړ سره یې لا قوي کړو

د افغان ټایګر کرکټ ټیم د خواخوږۍ پیغامپه ډېرې خواشینۍ سره مو د افغانستان د کرکټ پخواني لوبغاړي شاپور ځدراڼ د مړینې خبر و...
07/07/2026

د افغان ټایګر کرکټ ټیم د خواخوږۍ پیغام
په ډېرې خواشینۍ سره مو د افغانستان د کرکټ پخواني لوبغاړي شاپور ځدراڼ د مړینې خبر واورېد.
د افغان ټایګر کرکټ لوبغاړي او ټول غړي د ارواښاد شاپور ځدراڼ کورنۍ، دوستانو او د افغانستان د کرکټ ټولنې ته خپله ژوره خواخوږي او ډاډګیرنه وړاندې کوي.
الله تعالی دې ارواښاد وبخښي، جنت الفردوس دې نصیب کړي، او کورنۍ او خپلوانو ته دې د دې ستر غم د زغملو صبر جمیل ورکړي.
إِنَّا لِلَّٰهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
په درنښت،�افغان ټایګر کرکټ ټیم

د افغان ټایګر کرکټ لوبډلې نوې بدلونونهافغان ټایګر کرکټ لوبډلې په خپل جوړښت کې نوي بدلونونه اعلان کړي دي. د لوبډلې د نوي ...
25/06/2026

د افغان ټایګر کرکټ لوبډلې نوې بدلونونه

افغان ټایګر کرکټ لوبډلې په خپل جوړښت کې نوي بدلونونه اعلان کړي دي. د لوبډلې د نوي لوبډلمشر په توګه هیواد حکیمي ټاکل شوی دی، چې تمه کېږي لوبډله به د هغه تر مشرۍ لاندې نوي بریاوې ترلاسه کړي.

همدارنګه، د پخواني لوبډلمشر سیداغا ته د وایس کپتان (مرستیال لوبډلمشر) مسؤلیت سپارل شوی دی، ترڅو د خپلې تجربې له لارې د لوبډلې ملاتړ ته دوام ورکړي.

د لوبډلې د روزنې برخه کې هم بدلون راغلی او محمد یاسن د لوبډلې د نوي کوچ په توګه ټاکل شوی دی.

افغان ټایګر لوبډله هیله لري چې د دې بدلونونو سره به لا ښه فعالیت، پیاوړی ټیم او نورې بریاوې ترلاسه کړی

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Afghan Tigers Cricket Team posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category