Fazalyar

Fazalyar په سیمه کې دکرکټ دبهبود او پرمختګ له پاره دغه پاڼه جوړه شوې.

د افغانستان کرکټ بورډ د 2022 کال د کورنیو مسابقاتو مهال وېش خپور کړ06/01/2022د افغانستان کرکټ بورډ هر کال د یوه منظم پلا...
06/01/2022

د افغانستان کرکټ بورډ د 2022 کال د کورنیو مسابقاتو مهال وېش خپور کړ
06/01/2022
د افغانستان کرکټ بورډ هر کال د یوه منظم پلان له مخې د کورني کرکټ په کچه ګڼ شمېر سیالۍ ترسره کوي، چې په هېواد کې د لوبې په پراختیا او د نویو لوبغاړو په موندلو کې ستر رول لري. د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې د تېرو کلونو په څېر، د نوي پیل شوي ۲۰۲۲م کال لپاره هم د کرکټ د بېلابېلو بڼو ګڼ شمېر سیالۍ په پام کې نیولې دي چې ټاکل شوې ده د همدې کال په ترڅ کې به د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ترسره شي.

د ۲۰۲۲م زیږدیز کال د کورنیو سیالیو پیل به د وزیر محمد اکبر خان تر نامه لاندې په دویمه او لومړۍ درجه ولایتي سیالیو وشي. په دې لړ کې به لومړی دویمه درجه سیالۍ ترسره شي چې د فبرورۍ میاشتې په لومړیو کې به پیل او د شاوخوا ۲۰ ورځو لپاره به د هېواد په کچه د ۲۶ ولایتي لوبډلو ترمنځ دوام وکړي. د دې سیالیو له پای ته رسېدو وروسته به لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیل شي چې ۱۲ ولایتي لوبډلې به پکې برخه ولري. یادې سیالۍ هر کال د کورني کرکټ په کچه ترسره کېږي چې په منظم ډول د افغانستان کرکټ بورډ ته نوي لوبغاړي ورپېژني.

له دې وروسته به د کال په دریمه میاشت کې د زونونو په کچه له ۱۶ کلنو کم عمره لوبغاړو ترمنځ سیالۍ ترسره شي چې له دې وړاندې یې د ولایتونو په کچه لومړی پړاو سیالۍ ترسره شوې دي. په همدې میاشت کې د هېواد په کچه د نېشنل ټي ټوېنټي کپ په نوم ملي شل اوریز جام سیالۍ هم ترسره شي چې ګڼ شمېر ملي او د کورني کرکټ لوبغاړي به پکې ولوبېږي او له منځه به یې غوره لوبغاړي د بولۍ له لارې د شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو ته غوره شي.

د کورني کرکټ په سیالیو کې دا ځل د زونونو په کچه درې-ورځنۍ سیالۍ هم ځای پر ځای شوې دي چې له دوه کاله ځنډ وروسته به د روان کال په مې میاشت کې ترسره شي، دغو سیالیو ته به له لومړۍ او دویمه درجه ولایتي سیالیو څخه غوره لوبغاړي ټاکل کېږي، چې د هرې ولایتي لوبډلې غوره لوبغاړي به د اړونده زون لوبډلې برخه وي.

له دې وروسته به د جون او جولای په میاشتو کې د افغانستان د کورني کرکټ ترټولو سترې سوداګریزې سیالۍ، شپږیزه کرکټ لیګ ترسره شي چې پکې به ټول ملي لوبغاړي ولوبېږي. د دې ترڅنګ له تېر کال څخه بل بدلون چې د روان کال په پلان کې راغلی دی، د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو د ترسره کېدو وخت دی چې ټاکل شوې ده دا ځل د جولای او اګسټ په میاشتو به په خوست او ننګرهار ولایتونو کې ترسره شي.

د کورني کرکټ په پلان کې د معلولیت لرونکو لوبغاړو لپاره هم سیالۍ په پام کې نیول شوې دي چې د تېر کال په څېر به د سپټمبر په میاشت کې د ۵ زونونو ترمنځ په کونړ ولایت کې ترسره شي. د دې سیالیو ترڅنګ به په همدې میاشت کې د هېواد په کچه د غوره کلبونو ترمنځ د اتلولۍ جام سیالۍ هم ترسره شي چې پکې د هېواد د ۵ زونونو غوره کلبونه د یو بل په وړاندې د اتلولۍ ترلاسه کولو په موخه ولوبېږي.

د ۲۰۲۲م کال وروستۍ سیالۍ د غازي امان الله خان ترنامه لاندې د کورني کرکټ سترې یوورځنۍ سیالۍ دي چې د ۵ لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي. دغه سیالۍ د لیسټ اې دريځ لري چې له ۲۰۱۷م کال راهیسې هر کال په منظمه توګه ترسره کېږي. د نوي کال د پلان له مخې به دغه سترې سیالۍ د روان کال په وروستیو دوه میاشتو کې ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې په ۲۰۲۱م کال کې هم د کورني کرکټ سیالۍ په خورا منظمه توګه ترسره شوې چې پکې د ولایتونو ترمنځ دریمه، دویمه او لومړۍ درجه سیالۍ د کال په لومړیو درې میاشتو کې ترسره شوې. له بلې خوا شپږیزه کرکټ سیالۍ که څه هم په هېواد کې د مالي او بانکي ستونزو له امله ترسره نشوې خو د کورني کرکټ ترټولو سترې فرسټ کلاس او لیسټ اې سیالۍ د کال په وروستیو درې میاشتو کې په خورا منظمه توګه ترسره شوې چې د کورني کرکټ لوبغاړو د مهارتونو د لوړولو ترڅنګ لوبغاړو ته له مالي اړخه هم اغېزمنې او ګټورې ثابتې شوې.

د افغانستان کرکټ بورډ ژمن دی ترڅو هر کال د کورني کرکټ سیالۍ په منظمه او معیاري بڼه ترسره کړي چې په پایله کې یې د افغانستان بېلابېلو ملي لوبډلو ته ګڼ شمېر لوبغاړي په واک کې ورکوي.

18/11/2019
ددې ادارو ترمنځ بايد دمسابقاتو دجوړولو پرمهال پوره همغږي شتون ولري اوس شين لوبغالى او شپږيزه په يوه وخت پيليږي
07/09/2017

ددې ادارو ترمنځ بايد دمسابقاتو دجوړولو پرمهال پوره همغږي شتون ولري
اوس شين لوبغالى او شپږيزه په يوه وخت پيليږي

دخوست او لغمان ولایتونو له اولسو کلونو څخه دکم عمر لوبډلو ترمنځ دلوبې دشیر خط اچولو پرمهال ،چې زه میچ ریفري وم او له کرک...
24/02/2016

دخوست او لغمان ولایتونو له اولسو کلونو څخه دکم عمر لوبډلو ترمنځ دلوبې دشیر خط اچولو پرمهال ،چې زه میچ ریفري وم او له کرکټ بورډ څخه هم مننه چې دکرکټ بنسټ ته یې توجه زیاته کړې او په دې سره به زموږ کورنی کرکټ دسیالانو سره سیال شي.
#خوست #شخصي #لوبغالی

ډیرو درنو هېواد والو!سر له اوسه لاس په دعا شی ،چې سبا ورځ مو ملي لوبډله دافغانستان پرمهال (۱۲:۰۰) بجې په بنګله دیش هېواد...
18/02/2016

ډیرو درنو هېواد والو!
سر له اوسه لاس په دعا شی ،چې سبا ورځ مو ملي لوبډله دافغانستان پرمهال (۱۲:۰۰) بجې په بنګله دیش هېواد کې د عربي اماراتو پروړاندې داسیايي سیالیو ته دوتلو په موخه میدان ته کوزیږي ،څو ملي اتلان مو بریالي شي او اسیايي سیالیو ته لاره پیدا کړي او هم دوه نورې لوبې وګټي ،چې له هانګ کانګ او عمان سره یې لري .
زموږ دعاوې د دوی بریاوې .

کرکټ دکم عمر لوبغاړو له پاره طلايي چانسدجنوب ختیځ (میس عینک) زون ټول هغه دکرکټ لوبغاړي ،چې عمرونه یې له ۱۸ کلونو ښکته وي...
11/03/2015

کرکټ دکم عمر لوبغاړو له پاره طلايي چانس

دجنوب ختیځ (میس عینک) زون ټول هغه دکرکټ لوبغاړي ،چې عمرونه یې له ۱۸ کلونو ښکته وي او غواړي ،چې دخپل استعداد په وسیله نور پرمختګ هم وکړي او دافغانستان ملي لوبډلو ته لاره ومومي ،نو کرکټ بورډ پتیېلې ،چې ددې زون دغوره لوبغاړو څخه دخوست ولایت په کرکټ اکیډمۍ کې ازموینه واخلي .
دې ازموینې ته کرکټ بورډ دملي لوبډلې غوره کوونکې ډلګۍ رالیږي ،چې دغه ازموینه به دراتلونکې شنبې او یکشنبې په ورځ ،چې د ۲۰۱۵ کال دمارچ میاشتې ۱۴مه او ۱۵ نیټه کیږي اخلي .
نو هغه څوک ،چې غواړي خپل خوبونه رښتیاکړي او په کرکټ کې دخپل استعداد په وجه نړیوال شهرت ومومي او خپل هېواد ته بریاوې راوړي ،نو دغه طلايي چانس دې له لاسه نه ورکوي دوه عکسونه اودتذکرې فوټو کاپي دې له ځانه سره واخلي او ثبت نوم دې وکړي.
محترمو ! همدانن له جهاد سنګین سره په دې شمېره اړیکه ونیسئ .
۰۷۷۵۴۷۴۷۴۷
او یا هم دنوموړي دورزشي لوازمو پلورنځي ته ورشی او هلته خپله نوم لیکنه وکړی
پته: خوست ښار ،دصرافانو کوڅې شمال ته ،دجهاد سنګین دورزشي لوازمو پلورنځی

Address

Kabul
0093

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Fazalyar posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Fazalyar:

Share

Category