02/04/2023
درد
که د انسانانو ژوند ته وکتل شي، نو ټول له دردونو او کړاوونو څخه ډک دی. هیڅ انسان نه شي کولی، چې خپل ژوند له دردونو او کړاوونو څخه خلاص کړي. ځینې وخت انسان په خپلو غمونو کې ډوب وي او ځینې وخت نور له خپل ځان سره دردمن کړي.
که چیرې غواړئ، په خپل ژوند کې همدغه ستونزې او دردونه کنټرول کړئ، نو یوازینۍ لار یې له ستونزو او دردونو سره ښه چلند دی.
[زما په باور د هرې بریا او کامیابۍ راز د دردونو او ستونزو په زغم او تحمل کې دی. کله چې یو انسان په خپل ژوند کې یو کار ترسره کوي، نو هرومرو له فزیکي او روحي فشار لاندې راځي، چې د ژوند همدغه روحي او فزیکي فشار ته درد او رنځ ویل کیږي.]
د ډاکټر خالد له یادښتونو څخه
ژباړن: پوهنیار روزالدین احمدزی
سرچینه: (Bittersweet)