15/08/2026
د خپلواکۍ ورځې مبارکي!
د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت د ټول افغان ولس، د هېواد خدمت کوونکو مسئولینو او ټولو وطنپالو افغانانو ته له زړه مبارکي وایم.
افغانستان هغه هېواد دی چې د خپلواکۍ، عزت او ملي حاکمیت لپاره یې تل لویې قربانۍ ورکړې دي. نن زموږ ستره هیله دا ده چې افغانستان د امن، ثبات، پرمختګ، آبادۍ او ملي یووالي پر لور لا نور هم مخته ولاړ شي.
د هېواد اوسنی نظام دې وکولای شي د افغانستان د خلکو لپاره د امنیت، اقتصادي ودې، تعلیم، روغتیا، کار او آبادۍ په برخو کې لا زیات خدمتونه ترسره کړي. د یوه خپلواک هېواد ریښتینی قوت هغه وخت لا پیاوړی کېږي چې ولس یې په امن، عدالت، سوکالۍ او یووالي کې ژوند وکړي. international cricket
افغانستان دې تل آزاد، آباد، متحد او سرلوړی وي!
🌹 د خپلواکۍ ورځ دې ټولو افغانانو ته مبارک وي.
🤲 الله تعالی دې زموږ ګران هېواد له جګړو، بېوزلۍ او ناخوالو وساتي او د تلپاتې سولې او پرمختګ په لور دې یې بوځي.
آزادي مو مبارک، افغانستان مو آباد!