30/03/2026
د اروپایي ټولنې د سمندري امنیت اداره بېړیو ته خبرداری ورکوي چې د یمن ساحلي اوبو ته له ننوتلو ډډه وکړي، ځکه چې د ایران ملاتړي حوثیان ښایي بیا پر سوداګریزو بېړیو بریدونه پیل کړي، په ځانګړې توګه په سره سمندر او د عدن خلیج کې.
دا خبرې وروسته له هغې کېږي چې حوثيانو د شنبې په ورځ پر اسرائیل توغندي توغولي او ګواښ یې کړی چې خپلو نورو بریدونو ته به هم دوام ورکړي.
حوثیان، چې په شمال لوېدیځ یمن کې نفوذ لري، تر دې دمه خپله تر ټولو قوي وسله - د باب المندب د سمندري لارې د ګډوډولو توان لرونکې – نه ده کارولې، چې سور سمندر له نړیوالو سوداګریزو سمندري لارو سره نښلوي.
د اروپایي اتحادیې د سمندري ځواکونو سپایډ په نامه ماموریت زیاتوي، هغه سوداګریزې کښتۍ چې له امریکا یا اسرائیل سره تړاو لري، باید د یمن اوبو ته تر هغه وخته له ننوتلو ډډه وکړي چې "د ګواښ جدیت کم شوی نه وي".
د شنبې ورځې د خپاره شوي راپور له مخې، له اسرائیلي ګټو سره تړلي بېړۍ لپاره د ګواښ کچه لوړه بلل شوې ده. د هغو بېړیو لپاره چې "له اسرائیل یا امریکا سره تړاو نه لري" د ګواښ کچه منځنۍ ده.
د یادولو ده چې د ایران له ملاتړه برخمنو حوثیانو د ۲۰۲۳ کال له نومبر راهیسې په سره سمندر کې پر بېړیو بریدونه پیل کړي، ویلې یې چې دوی له فلسطینیانو سره د همغږۍ په موخه دا کار کوي.