03/09/2026
د کونړ کرکټ لوبغالي د هواري چارې پیل شوې
د افغانستان کرکټ بورډ د انجنیرۍ څانګې له لوري د کونړ کرکټ لوبغالي د هواري یا لیولنګ چارې پیل شوې. د لوبغالي چارې په داسې حال کې پیل شوې چې تېر کال د یاد لوبغالي ترڅنګ د اکاډمۍ یا روزنځای د بیارغونې پروژه هم بشپړه شوې وه چې پکې د ځمکې هواری، چمن شنه کول، د ویشتنځایونو عصري رغونه او د نیټ یا جالونو نصبول شامل وو.