17/08/2026
🏏 وردګ ټایګرز کرکټ کلب د انټرکلب سیالیو پیل په سترې بریا وکړ! 🏆🐅
وردګ ټایګرز کرکټ کلب د ۲۰۲۶ کال انټرکلب سیالیو په لومړۍ لوبه کې د وردګ بازانو کرکټ لوبډلې ته په پیاوړې توپیر ماتې ورکړه او خپله لومړۍ بریا یې ثبت کړه.
په پیل کې وردګ ټایګرز د لوبې پچه وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه. ټایګرز لوبډلې د لوبډلمشر برکت رحیمي د غوره او تاریخي ۲۲۵ منډو، سراج عمر ۵۰ منډو، حمید هوتک ۴۳ منډو او عمران جنت ۲۵ منډو پر مټ په ټاکلو اورونو کې د ۴۲۳ منډو ستر هدف وټاکه.
په ځواب کې وردګ بازانو لوبډلې ونه شوای کولای د ټایګرز توپ اچوونکو پر وړاندې سیالي وکړي. د مکمیل خان په زړهپورې توپ اچونې، چې د مقابلې لوبډلې ۷ لوبغاړي یې وسوځول، او د رفیع الله امرخېل د یوې ویکټې په مرسته، وردګ بازانو لوبډله یوازې په ۸۶ منډو کې ټوله شوه.
په دې توګه، وردګ ټایګرز کرکټ کلب د ۳۳۷ منډو په ستر توپیر بریا خپله کړه. 🏏🔥
👏 د وردګ ټایګرز لوبډلې ټولو لوبغاړو او مینهوالو ته دې ستره بریا مبارک وي!
💪 هیله ده وردګ ټایګرز په راتلونکو لوبو کې همداسې پیاوړې او بریالۍ لوبې نندارې ته وړاندې کړي.
🐅
🏏
Wardak_Tigers #