AFG TV

AFG TV زموږ هدف ستاسو خدمت کول دې

https://m.facebook.com/ahmad.kunari.92?ref=bookmarks #!/Live-National-Cricket-Score-LNCS-192317644930177/?refid=17&ref=bookmarks&_ft_=top_level_post_id.219182715347088%3Atl_objid.219182715347088%3Athrowback_story_fbid.219182715347088%3Athid.100017660822757%3A306061129499414%3A2%3A0%3A1530428399%3A-3691717129527126468&__tn__=HH-R

د پاکستان سوپرلیګ شپږم پړاو سیالیو ته د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې چپ لاستی توپوهونکی حضرت‌الله ځاځی واخیستل شو، چې د ل...
26/05/2021

د پاکستان سوپرلیګ شپږم پړاو سیالیو ته د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې چپ لاستی توپوهونکی حضرت‌الله ځاځی واخیستل شو، چې د لوبېدو په موخه یې د پېښور زلمي لوبډلې سره تړون وکړ او د بل افغان لوبغاړي وقار سلام‌خېل سره به یوځای په یاده لوبډله کې ولوبیږي.

د پاکستان سوپرلیګ او خپله پېښور زلمي لوبډلې تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلې، خو یو شمېر نامتو خبریالانو خپله د حضرت‌ځاځي د خولې دا خبر خپور کړی او بل پلوه بیا «Grassroots cricket» پاکستانۍ ورزشي پاڼې پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلې، چې پېښور زلمي لوبډلې د افغان لوبغاړي حضرت‌الله ځاځي سره د لوبېدو په موخه تړون وکړ.

د اسیایي جام کرکټ سیالۍ چې ټاکل شوې وې سږکال په سریلانکا کې ترسره شي د کرونا ویروس له کبله نامعلوم وخت ته وځنډیدې.د سریل...
21/05/2021

د اسیایي جام کرکټ سیالۍ چې ټاکل شوې وې سږکال په سریلانکا کې ترسره شي د کرونا ویروس له کبله نامعلوم وخت ته وځنډیدې.

د سریلانکا کرکټ بورډ اجراییه رییس اشلي دي سیلوا ویلي، «د روان وضعیت له امله به دا ممکن نه وي چې سږکال جون میاشت کې سیالۍ ترسره شي».

ټاکل شوې وه د اسیا جام سیالۍ د ۲۰۲۰م کال په سپتمبر میاشت کې ترسره شي، چې د کرونا وبا له کبله د ۲۰۲۱م کال جون میاشت ته انتقال شوې، خو اوس د کوویډ-۱۹ ناروغۍ روان وضعیت نامعلوم وخت ته وځنډولې.

دا سیالۍ به د هندوستان، پاکستان، سریلانکا، بنګلادیش، افغانستان او مالیزیا کرکټ لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

تر دې مهاله د اسیا کرکټ شورا لخوا د یادو سیالیو لغوه یا ځنډېدو په اړه رسمي اعلامیه نه ده خپره شوې.

ویل کیږي چې د اسیا جام سیالۍ ممکن د ۲۰۲۳م د پنځوس اوریز نړیوال جام څخه وروسته ترسره شي، ځکه چې زیاتره لوبډلو لا دمخه د راتلونکو دوه کلونو لپاره خپل مهالویش ټاکلی دی.

په سریلانکا کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ مثبتې پېښې زیاتې شوي، چې دغه هېواد د لسو ورځو لپاره په هوایي تګ راتګ او داسې نور یو شمېر بندیزونه لګولي دي.

د یادونې وړ ده چې د اسیا جام کرکټ سیالۍ له دې وړاندې په ۲۰۱۸م کال کې په عربي اماراتو کې ترسره شوې، چې هند بنګلادیش ته د پنځوس اوریز سیریز په پایلوبه کې د ۳ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او دغه جام یې په خپل نوم کړ.

افغانستان او استرالیا ملي لوبډلو ترمنځ یوازینۍ ټیسټ لوبه د نوامبر میاشت په 27 نیټه ترسره کیږي.
19/05/2021

افغانستان او استرالیا ملي لوبډلو ترمنځ یوازینۍ ټیسټ لوبه د نوامبر میاشت په 27 نیټه ترسره کیږي.

وریندر سېواګ: له شکه پرته راشدخان د IPL غوره توپ‌اچونکی دید هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې پخواني لوبغاړي او د هند آی پي ایل...
18/05/2021

وریندر سېواګ: له شکه پرته راشدخان د IPL غوره توپ‌اچونکی دی

د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې پخواني لوبغاړي او د هند آی پي ایل سیالیو کې د پنجاب کینګز لوبډلې روزونکي وریندر سېواګ ویلې، له شکه پرته راشدخان ارمان د آی پي ایل لیګ تر ټولو غوره توپ‌اچونکی دی.

کریک بز ویبپاڼې پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې ویډیو خپره کړې، چې پکې خبریال د یو شمېر پخوانیو لوبغاړو، روزونکو او د لوبو کمینټریټرانو څخه د راشدخان د وړتیاوو پوښتنه کوي، چې وریندر سېواګ یې په اړه یادي څرګندونې کړې.

د سېواګ ترڅنګ د کرکټ لوبې ستر شنونکي هارشا بوګلي بیا د راشدخان ارمان په اړه وايي، چې په شل اوریزه سیالیو کې مخکښ توپ‌اچونکی راشدخان هرځای ویکټې اخلې.

05/11/2019

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when AFG TV posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share