17/06/2023
د افغانستان کرېکټ او د استعدادونو لمنځه وړل
د افغانستان د کرېکټ په تاریخ کې د استعدادونو لمنځه وړل له پخوا راهیسې پیل دي. ډېر لرې نه ځم؛ همدا د اصغر افغان په کیپتانۍ کې نوموړي ګلبدین نایب، وفادار مومند، منېر کاکړ، اکرام علیخېل، شاهد الله کمال، بهیر شاه، آن د نجیب الله ځدران او په درجنونو نورو لوبغاړو په استعدادونو لوبې وکړې او ضایع یې کړل. د ګلبدین چې د کرېکټ وخت و اصغر د خپل ورور کریم جنت قرباني کړ، چې بلآخره اوس چې د ګلبدین د کرېکټ او قوت وخت تللی دی په لوبډله بوج ګرځېدلی دی.
د دې ترڅنګ منېر او اکرام چې کتابي کرېکټران دي، تر ننه پورې د افسر خان لپاره قرباني کېږي. بهیر شاه چې د ټیسټ او یو ورځنیو لوبو بهترینه بیټسمین دی د ناصر خان او یو وخت د اصغر لپاره قرباني شو. همدارنګه وفادار مومند چې په خپله لومړۍ نړیواله لوبه کې لوبېده اصغر خان د فشار لاندې ونیوۀ او ان د یو ریویؤ د غوښتنې په سر یې ورته سترګې راوویستې او بیا مو ونه لیده!
بلآخره خبره دې ته ځي چې له دې نادودو څخه د افغانستان عجیب او بدیل، نه لرونکی بيټسمین نجیب ځدران هم څنډې ته پاتې نه شو او رنځ یې ولیده، چې د اصغر صیب په کیپتانۍ کې یې د لوبېدو ځای تر اخره معلوم نه شو!
نور بیا...