Cricket Fans کرکټ مینوال

Cricket Fans کرکټ مینوال دلتہ تاسی ماسرہ دکرکټ ہر نوی خبر نہ ځان خبرولی شۍ۰

د پاکستان کرکټ لوبډله له ماتې وروسته جریمه شوې هم ده.د کرکټ نړیوالې شورا د پاکستان لوبډله تېره ورځ په ټاکلې وخت د خپلو ا...
20/02/2025

د پاکستان کرکټ لوبډله له ماتې وروسته جریمه شوې هم ده.

د کرکټ نړیوالې شورا د پاکستان لوبډله تېره ورځ په ټاکلې وخت د خپلو اورونو د نه ترسره کولو له امله د میچ فیس پنځه سلنه جریمه کړې ده.
پاکستان ۲۹ کاله وروسته د کرکټ نړیوالې شورا د لوبو کوربتوب پرون په ماتې سره پیل کړ.

٢٢٩
20/02/2025

٢٢٩

‏افغان اتلان په لومړي ځل چمپینز ټرافي کې سبا لومړنۍ لوبه ترسره کوي.د  افغانستان او جنوبي افریقا ترمنځ دغه لوبه به سبا کر...
20/02/2025

‏افغان اتلان په لومړي ځل چمپینز ټرافي کې سبا لومړنۍ لوبه ترسره کوي.
د افغانستان او جنوبي افریقا ترمنځ دغه لوبه به سبا کراچۍ کې ترسره شي.

ښه خبرد چمپینز ټرافي لومړۍ لوبه د پاکستان په ماتې او نیوزیلینډ په بریا پای ته ورسیده.
19/02/2025

ښه خبر
د چمپینز ټرافي لومړۍ لوبه د پاکستان په ماتې او نیوزیلینډ په بریا پای ته ورسیده.

د افغانستان پياوړي لوبغاړي محمد نبي مياشتې مخکې ويلي وو چمپين ټراپي به مې وروستۍ نړيوالې لوبې وي او له هغه وروسته له يو ...
19/02/2025

د افغانستان پياوړي لوبغاړي محمد نبي مياشتې مخکې ويلي وو چمپين ټراپي به مې وروستۍ نړيوالې لوبې وي او له هغه وروسته له يو ورځنيو سياليو څخه تقاعد اخلم او خپل ځای ځوانانو ته پرېږدم.

پرونۍ مرکه يې جنجالي شوې ده؛ چې زه غواړم ارمان مې دی چې له خپل زوی سره يو ځای ولوبېږم او بيا تقاعد واخلم. که څه هم دا اوسنۍ خبره نه ده محمد نبي له دې مخکې هم غير مستقيم خپل زوی ته کمپاين کړی دی.

موږ افغانستان ته د نبي په کړيو خدمتونو سترګې نشو پټولی. نبي رښتيا هم يو افسانوي لوبغاړی دی. خو د ده دا ناروا چې د سلګونه با استعداده ځوانانو په شتون کې خپل زوی را مخکې کوي د اندېښنې وړ خبره ده.

محمد نبي په خپله مرکه کې وايي:
زه غواړم له خپل زوی حسن سره يو ځای ولوبېږم، هغه ډېر خواريکښ دی، ډېر کله يې زه خواري ته هڅوم.

موږ څو ورځې وړاندې پوسټ کړی و چې د محمد نبي زوی حسن عيسی خېل چې په ننګرهار کې يې يو يو ټيسټ ورکړ، په شفاف ډول يې نه دی پاس کړی.
يو يو ټيسټ ترې ډاکټر منان اخيستی چې يو متر او دوه متره به له ځای ليرې وو يو وارننګ يې هم ورنکړ. د حسن په شان ډېرو لوبغاړو وکړل خو وارننګ يې ورکړ او يو يو يې ورته ناکامه کړه.

محمد نبي چې د حسن په خواري باندې غږيږي ورته و دې ويل شي چې ډېر لوبغاړي دي له حسن زياته خواري کوي.
حسن په دې ټول عمر کې لمر په سترګو نه دی ليدلی، ښه غذايي رژيم لري، بېټ يې د درې زرو ډالرو دی چې شپږيزه پرې له لوبغالي اوړي او همداسې فرونر موټر يې په لاس کې وي.

نور لوبغاړي هم خواريکښ دي خو هغوی سخت تمرين وکړي کور کې لوبيا خوري او يا لوبيا هم نه ورته رسېږي، د جېم فيس نلري، ټوله ورځ ګرمي وسوځول. هغه ټول لوبغاړي استعداد لري يو لوبغاړی هم تا ؤ نه هڅاوه.

په ملي لوبډله کې د محمد نبي بدیل لوبغاړي مخ په زړېدو دي، عمرونه يې زيات شول.
د محمد نبي د کرکټ عمر ۴۰ کاله دی خو اصلي عمر يې يو پنځوس کاله دی. د کريم صادق د مرکې له مخې چې دوی ټولو ته عمرونه ما ليکلي هر يو ته يې لس کاله عمر کم کړی دی.

د محمد نبي زوی د اوپنر په توګه لوبېږي، نو د ده دا هدف دی چې رحمن الله ګربز، ابراهيم ځدراڼ، صديق اتل او ذوبيد اکبري دې له لوبډلې کيني او پر ځای دې زما نازولی زوی لوبډلې ته راشي.

سيي ده چې دا به د محمد نبي يو ارمان وي خو اړينه نه دی چې د يو انسان دی ټول ارمانونه پوره شي. که د ارمانونو کيسه شي کريم صادق وايي هېواد لپاره مې يوه ټيسټ لوبه ارمان دی، محمد شهزاد وايي يو بشپړ شل اوريز نړيوال جام مې ارمان دی، حضرت ځاځی وايي په RCB لوبډله کې لوبېدل مې ارمان دی، د اصغر ستانکزي به نور ارمانونه وي.

د کرکټ مینوال هيله لري چې محمد نبي دې له چمپين ټراپي وروسته تقاعد واخلي ځای دې ځوانو لوبغاړو ته پرېږدي. چاړه که د سرو زرو دی څوک يې په نس نه منډي.
محمد نبي که اوس استعفا کوي ډېر مينوال به پرې خپه شي، و به ژاړي قدر به يې نور زيات شي، خدای مکړه که کيسه پسې اوږدېږي خبره خرابېږي او ټول خلک به یې ميراثي بولي.

محمد نبي سره دا اندیښنه ده چې اوس په ملي لوبډله کې يم د زوی په راتګ کې مې په وړاندې خنډ نشته. يو ځل چې له ملي لوبډلې لرې شي بيا به يې د اصغر افغان په شان څوک په خوله پياز نه ميدوي.

په اخيره کې به دومره ووايو نبي افسانوي لوبغاړی دی خو له خپل موقف دی ناسمه ګټه نه اخلي. حسن اوس ګرېد ون سيالۍ کوي ملي لوبډلې ته راتګ يې کلونه وخت نيسي. لا تر اوسه ماشوم دی له خولې يې د شېدو بوی ځي.

حسن که کوښښ وکړي، په ځان کار وکړي ان شاء الله يوه ورځ به د محمد نبي له واسطې پرته حتمن د لوبډلې برخه وي. ټول افغانستان به پرې وياړي او د هېواد به ښه استازيتوب کوي.

موږ حسن ته د ښه بخت هيله لرو او ان شاء الله په حسن به دا داغ نه لګېږي چې د محمد نبي د ارمان له مخې لوبډلې ته راغی بلکې خلک به وايي حسن په خپل استعداد راغلی دی.

نيوزيلېنډ د پاکستان لوبډلې ته د321  رنزونو هدف ورکړود پاکستان په کوربه توب د چېمپينز ټرافي سيالۍ نن د پاکستان په کراچۍ ښ...
19/02/2025

نيوزيلېنډ د پاکستان لوبډلې ته د321 رنزونو هدف ورکړو

د پاکستان په کوربه توب د چېمپينز ټرافي سيالۍ نن د پاکستان په کراچۍ ښار کې پيل شوې.

د پاکستان او نيوزي لېنډ کرکټ لوبډلو ترمنځ لومړۍ لوبه د کراچۍ په نېشنل ميدان کې روانه ده.

نيوزيلېنډ په پينځه لوبغاړو اوټ کېدو 320 رنزونه جوړ کړه.

محمدنبي ښایي تر چمپینز ټراپۍ وروسته هم یو ورځنیو سیالیو ته دوام ورکړي!؟هغه پخپلې وروستۍ مرکې کې ویلي دي چې ارمان یې دی ل...
19/02/2025

محمدنبي ښایي تر چمپینز ټراپۍ وروسته هم یو ورځنیو سیالیو ته دوام ورکړي!؟
هغه پخپلې وروستۍ مرکې کې ویلي دي چې ارمان یې دی له خپل زوی حسن عیسی خیل سره یوځای د افغانستان په ملي لوبډله کې کرکټ وکړي.
څلوېښت کلن محمدنبي وایی خپل فېټنس ته په کتو به د کرکټ د پرېښودو او دوام پرېکړه کوي.
تاسې محمدنبي په یو ورځنیو سیالیو کې لیدل غواړئ که نور یې بس کړي؟

خان
19/02/2025

خان

د هند سوداګریز لیګ کې د ممبۍ انډينز لوبډلې نن یکشنبه اعلان وکړ چې له دوی سره به د  ورو افغان توپ اچووونکي الله محمد غضنف...
16/02/2025

د هند سوداګریز لیګ کې د ممبۍ انډينز لوبډلې نن یکشنبه اعلان وکړ چې له دوی سره به د ورو افغان توپ اچووونکي الله محمد غضنفر پر ځای چې د ټپ له کبله ورته د درملنې سپارښتنه شوې سږ کال مجیب الرحمان ولوبېږي.
مجیب الرحمان د ای‌پي‌اېل تاریخ کې یو له تر ټولو کم عمره لوبغاړو و چې په ۱۷ کلنۍ کې په لومړي ځل د هند د سینما مشهورې لوبغاړې پریټي زېنټا لوبډلې پنجاب کېنګز لخوا غوره شو، وروسته دی له نورو لوبډلو سره هم لوبېدلی دی خو سږ کال د بولۍ له لارې هیچا وانخیست.

16/02/2025

سلیزه!

رحمن الله ګربز د نیوزیلنډ پر وړاندې روانه تمریناتي لوبه کې سلیزه جوړه کړه او لا هم خپلې غوره توپوهنې ته دوام ورکوي.

ویاړلی ملت، بریالۍ لوبډله

خه پيل!لس اورونه خلاص شو!افغانستان 75 منډي لري يو هم نه داوټ!دغه لوبه بال په بال لاندى لينک کي کتلاي شي
16/02/2025

خه پيل!
لس اورونه خلاص شو!
افغانستان 75 منډي لري يو هم نه داوټ!
دغه لوبه بال په بال لاندى لينک کي کتلاي شي

درې ورځې مخکې مې اټکل وکړ او نن اټکل په حقیقت بدل شو!زمونږ نازولی او کېنګ مجیب‌الرحمن په را روان IPL سیزن کې د الله محمد...
16/02/2025

درې ورځې مخکې مې اټکل وکړ او نن اټکل په حقیقت بدل شو!

زمونږ نازولی او کېنګ مجیب‌الرحمن په را روان IPL سیزن کې د الله محمد غضنفر پرځای له ممبیي اېنډینز لوبډلې سره د لوبېدلو قرارداد وکړ؛ دا لوی زیری لومړی مجیب جان او بیا یې مینه‌والو ته ورکوم.

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Cricket Fans کرکټ مینوال posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share