المجاهد شرکتونو د والیبال کلب

المجاهد شرکتونو د والیبال کلب د المجاهد Mujahid Motors والیبال کلب لوبې او نشرات له همدی آدرس څخه تعقیب کړئ

🏐✨ د مننې ځانګړی پیغام ✨🏐“کله چې د ورزش د پرمختګ لپاره یو لاس مرسته وکړي، هغه یوازې یو بال نه وي، بلکې د هیلو، هڅونې او ...
16/06/2026

🏐✨ د مننې ځانګړی پیغام ✨🏐

“کله چې د ورزش د پرمختګ لپاره یو لاس مرسته وکړي، هغه یوازې یو بال نه وي، بلکې د هیلو، هڅونې او بریا یو پیغام وي.”

شګي المجاهد والیبال کلب د محترم زهیر استاد له دې ارزښتناکې ډالۍ څخه د زړه له کومې مننه کوي. هغه بال چې استاد موږ ته ډالۍ کړ، زموږ د لوبغاړو لپاره د لا زیاتو هڅو، یووالي او بریاوو الهام دی.

الله تعالی دې محترم زهیر استاد ته روغتیا، عزت او لا زیات بریالیتوبونه ورکړي، او د ده دا نېک عمل دې د خیر او برکت سبب وګرځوي.

په درنښت
🏐 شګي المجاهد والیبال کلب 🏐

“د ورزش ریښتینی اتل هغه دی چې د نورو د پرمختګ لاسنیوی نه، بلکې ملاتړ وکړي.” 🌹

ډېر نه غږېدل دا معنا نه لري، چې د ویلو لپاره څه نه شته،بلکې دا د سالم تربیت او لوړ اخلاقو نښه ده.ستوری صافی، د ارام طبیع...
01/02/2026

ډېر نه غږېدل دا معنا نه لري، چې د ویلو لپاره څه نه شته،
بلکې دا د سالم تربیت او لوړ اخلاقو نښه ده.

ستوری صافی، د ارام طبیعت، کمې خبرې او ډېر عمل خاوند دی؛
د همدې ځانګړتیاوو تر څنګ، د افغانستان د والیبال له ځلانده واقعي ستورو څخه شمېرل کېږي.

په خپلو چارو کې ورته له الله(ج) څخه د لا زیاتو بریاوو هیله کوو.

په درنښت المجاهد شرکتونو د والیبال کلب
(د نشراتو مسؤل)







31/01/2026

نن، د ۱۴۰۴ لمریز کال د دلو میاشتې په ۱۱مه نېټه (شنبه)، د المجاهد شرکتونو د والیبال کلب تمرین د استاذ ستوري صافی په لارښوونه ترسره شو. چې، لوبغاړو ته فزیکي تمرینونه، د لوبغالي دننه د مهارتونو پیاوړتیا، د وړتیاوو لوړونه، او د بریا پر لور مهمې لارښوونې وړاندې شوې. دا ډول هڅې د لوبغاړو د پرمختګ، د لوبډلې د یووالي، او د روښانه راتلونکي لپاره قوي بنسټ جوړوي.

په درنښت
(د نشراتو مسؤل)







بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِد المجاهد ګروپ آف کمپنۍ والیبال کلب رسمي اعلانپه ډېرې خوښۍ سره د المجاهد ګروپ آف کمپن...
25/01/2026

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ

د المجاهد ګروپ آف کمپنۍ والیبال کلب رسمي اعلان

په ډېرې خوښۍ سره د المجاهد ګروپ آف کمپنۍ والیبال ټیم ټولو درنو مینوالو او لوبغاړو، ته خبر ورکوو، چې د ټیم اداري جوړښت، اصول‌نامه او د مسؤلیتونو ټاکنه په بریالیتوب سره بشپړه شوه. دا مهم ګام د ټیم د نظم، یووالي، شفافیت او دوامدار پرمختګ لپاره یو اساسي پړاو بلل کېږي.

همدارنګه په درنښت ټولو ته دا هم اعلانوو، چې زموږ د والیبال ټیم نوم چې پخوا د سپین غر والیبال ټیم په نوم پېژندل کېده، د ټیم د ټولو غړو، مشرتابه او ادارې د ګډې مشورې او بشپړ توافق له مخې اوس د المجاهد ګروپ آف کمپنۍ والیبال ټیم ته بدل شو. دا بدلون د ټیم د ملاتړ، پراختیا او لا ښه راتلونکي په موخه ترسره شوی دی.

د مشورو، اصول‌نامې او ګډ اعتماد پر بنسټ لاندې محترم اشخاص په خپلو مسؤلیتونو وټاکل شول:

د ټیم رئیس:
عبدالله حمیدزی

عمومي مدیر:
ملک جاوېد سادات

د رهبرۍ کمېټې غړي:
ملک صاحب نجیب‌الله، حاجي صاحب ګل نور، عزت الله حمیدزی، مدیر اکمل ایوبی، معلم وقار احمد صالحي، مدیر مهران الله شاهد ، زیارمل ایوبي

روزونکي:
استاد ستوری صافی، زیارمل ایوبي او افتخار صالحي

فزیکي روزونکی:
عادل شګیوال

د مالي چارو مسؤلین:
عارف خان او صدام سادات

کپتان:
وقاص احمد

معاون کپتان:
رسول شاه اکبري

د ټورنمنټونو او لوجستیک مسؤل:
بابر کوچي او مسعود رحمي

یادې ټاکنې د مشورې، باور، وړتیا او د ټیم د ګډو ارزښتونو پر بنسټ ترسره شوې دي. موږ بشپړ باور لرو چې دا مشرتابه به د المجاهد ګروپ آف کمپنۍ والیبال ټیم د مسلکیتوب، بریاوو او لاسته راوړنو نوې مرحلې ته ورسوي.

همدارنګه د المجاهد ګروپ آف کمپنۍ مشرتابه هوډ لري چې انشاءالله په نږدې راتلونکي کې یو شاندار، منظم او معیاري والیبال ټورنمنټ تنظیم او ترسره کړي، تر څو د سیمې د سپورټ ودې او د ځوانانو د هڅونې لپاره یو اغېزمن ګام واخیستل شي.

موږ ټول د همغږۍ، متقابل احترام او بریالیتوب پر لور په یو موټي ګامونه اخلو.

په درنښت
(د نشراتو مسؤل)







Address

Shaga Kuzkunar
Jalalabad
2601

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when المجاهد شرکتونو د والیبال کلب posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category