12/10/2024
پښتونخوا وطن کې زیرمې:
1. له کرک څخه په تېرو ۱۱ میاشتو کې ۸۵ لکه ۴۳ زره بیرله تېل صادر شوي دي.
2. په سوات کې ۷۰ میلیونه قیراته غوره زمرد شتون لري، او په بازار کې د ۲۲۰ قیراتو قیمت له ۴۰۰۰ څخه تر ۶۰۰۰ ډالرو پورې دی.
3. سږکال له خیبر څخه ۴۰ ټنه فلورایټ صادر شوي دي.
4. له کرک څخه په ۱۱ میاشتو کې ۶۵۰۰۰ ملیونه مکعب فوټه ګاز صادر شوي دي.
5. په مومندو کې سږ کال ۱۹۳۵ ټنه نیفرایټ ترلاسه شوی دی.
6. په ملاکنډ کې ۲۰۰ میلیونه ټنه، او په صوابۍ بلاک کې ۱۰۰ میلیونه ټنه مرمر شتون لري.
7. له مومندو څخه ۱,۳۶۰,۰۰۰ ټنه مرمر صادر کېږي.
8. په چترال، جنوبي وزیرستان او جنوبي پښتونخوا کې هر کال ۶۴۰,۰۰۰ کیلوچهلمغوزي تولیدېږي چې په چین کې یې قیمت په هر کیلو ۱۸,۰۰۰ روپۍ دی.
9. د کوهاټ تونل څخه هره ورځ ۳۰,۰۰۰ څخه تر ۳۵,۰۰۰ پورې موټرې تېریږي او د هر موټر کرایه له ۸۰ څخه تر ۴۵۰ روپۍ ده، او د دې تونل کنټرول د NLC پوځي کمپنۍ په لاس کې دی.
10. له جنوبي پښتونخوا څخه هره ورځ ۵,۰۰۰ ټنه سکاره صادر کېږي.
11. له دره آدم خېل څخه هر کال ۳۵۰,۰۰۰ ټنه سکاره ترلاسه کېږي.
12. په بونېر او مردان کې ۲ میلیارد ټنه مرمر شتون لري.
13. په چترال کې ۱ میلیارد ټنه مرمر موجود دی.
14. یوازې په کورما کې ۲۰ لکه ټنه سکاره شتون لري، له دې سره د اوسپنې ګاز او ښه مرمر هم شته.
15. په وزیرستان کې د پیر غر په سیمه کې د مسو او سرو زرو لوی زیرمې شته.
16. په ګومل غرونو کې د سکرو لوی ذخیره شتون لري.
17. له باجوړ څخه هر کال ۸۵,۰۰۰ ټنه مرمر او ۱,۵۵۰ ټنه کرومایټ صادرېږي.
18. په پښتونخوا او بلوچستان کې ۷۰۰ کروړه قیمتي کاڼي شتون لري، چې زموږ د اټکل نه ډېر ارزښت لري.
19. په عربي هیوادونو کې له هر لس کنوؤ څخه یو بریالی وي، خو په وزیرستان کې له هر درېیم کنوؤ څخه یو بریالی کېږي. په میرانشاه کې دومره تېل دي چې د پاکستان د ۴۰ کلونو اړتیاوې پوره کولای شي.
20. په شمالي وزیرستان کې ۳۶,۰۰۰ میلیونه ټنه مس موجود دي، او د یو ټنه مس قیمت ۷,۰۰۰ ډالر دی.
21. د تربیلا ډیم څخه ۴,۰۰۰ څخه تر ۵,۰۰۰ میګاواټه بریښنا تولیدېږي، چې دا بریښنا په ۲۵۰ لویو فابریکو کې کارول کېدی شي، او د تربیلا ډیم څخه پښتونخوا میلیاردونه ډالر ګټلی شي.
22. د لکي مروت بټني وادی د تېلو له سیمې څخه هره ورځ ۱,۰۰۰ څخه تر ۳,۰۰۰ بیرله تېل او ۱ څخه تر ۵ ملیونه مکعب فوټه ګاز صادرېږي.
23. د ملاکنډ له سیندونو څخه ۳۰,۰۰۰ میګاواټه بریښنا تولیدېدای شي چې قیمت یې په هر یونټ ۱ څخه تر ۲ روپیو پورې دی.