Eastern Zone Baseball Association

Eastern Zone Baseball Association Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Eastern Zone Baseball Association, Sports League, Nangrhar Jalalabad city, Jalalabad.

رئیس خان احمدزي د افغانستان د بیسبال فدراسیون د ستر سفیر (Grand Ambassador) په توګه وټاکل شود افغانستان د کرکټ ملي لوبډل...
05/10/2026

رئیس خان احمدزي د افغانستان د بیسبال فدراسیون د ستر سفیر (Grand Ambassador) په توګه وټاکل شو

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او کپتان، او د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې اوسنی مشر روزونکی، رئیس خان احمدزی د افغانستان د بیسبال فدراسیون د ستر سفیر (Grand Ambassador) په توګه وټاکل شو.

د افغانستان د بیسبال فدراسیون مشرتابه ویاړي چې ښاغلي رئیس خان احمدزي ته یې دا مهم مسؤلیت وسپاره او له نوموړي څخه د زړه له کومې مننه کوي چې دغه مسؤلیت یې په درنښت ومانه.

رئیس خان احمدزي تل د ورزش په ډګر کې د ځوانانو د ملاتړ، هڅونې او ودې لپاره خپلې هڅې کړې دي. نوموړي له بیسبال فدراسیون سره هم په بېلابېلو برخو کې د خپلې وسې تر بریده هر اړخیزه مرسته او همکاري کړې ده، چې د فدراسیون مشرتابه یې قدرداني کوي.

د افغانستان د بیسبال فدراسیون مشرتابه هیله لري چې ښاغلی رئیس خان احمدزی به په راتلونکې کې هم د بیسبال فدراسیون د پرمختګ، د ځوانانو د ودې او د افغانستان د ورزش د لا پیاوړتیا په برخه کې خپلې ارزښتمنې همکارۍ او ملاتړ ته دوام ورکړي.

د افغانستان بیسبال فدراسیون

د ختیځ زون بیسبال لوبډلې تمریناتي کمپ!!د ختیځ سپین غر زون بیسبال لوبډلې تمریناتي کمپ په ښه ډول روان دی. د زونونو په کچه ...
20/09/2026

د ختیځ زون بیسبال لوبډلې تمریناتي کمپ!!

د ختیځ سپین غر زون بیسبال لوبډلې تمریناتي کمپ په ښه ډول روان دی. د زونونو په کچه راتلونکو سیالیو ته د چمتووالي په موخه، نن د مسؤلینو له لوري له کمپ څخه لیدنه وشوه.

همدارنګه د ختیځ سپین غر او امو لوبډلو ترمنځ دوستانه تمریناتي لوبه هم ترسره شوه چې ختیځ سپین غر لوبډلې پکې بریا خپله کړه.

د وطن مینه، په عمل ثابتېږي!!ځینې خلک د وطن مینه یوازې په خبرو کې نه، بلکې په عمل، اخلاص او بې‌تمې همکارۍ کې ثابتوي.هغه څ...
12/09/2026

د وطن مینه، په عمل ثابتېږي!!

ځینې خلک د وطن مینه یوازې په خبرو کې نه، بلکې په عمل، اخلاص او بې‌تمې همکارۍ کې ثابتوي.

هغه څوک چې د افغانستان د کرکټ لپاره یې د سختو ورځو او شپو په تېرولو، د ستونزو په زغملو او نه ستړې کېدونکو هڅو کې خپله ونډه ادا کړه، او نن یې د کرکټ په نړۍ کې د افغانستان نوم روښانه دی؛ د کرکټ د سختو ورځو زمری، رئیس احمدزی، د ختیځ زون بیسبال دفتر ته په راتګ سره یو ځل بیا خپله وطنپالنه په عمل کې وښوده.

نوموړي د ختیځ زون له بیسبال لوبډلې سره د راتلونکو زونونو په کچه سیالیو لپاره د روان روزنیز کمپ په برخه کې د خپلې همکارۍ او مالي ملاتړ ډاډ ورکړ.

دا مالي ملاتړ یوازې یوه مرسته نه ده؛ دا د وطن سره د مینې، خلوص او ملي احساس ښکاره بېلګه ده.
په داسې وخت کې چې زموږ د بیسبال ځوان لوبغاړي له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د مالي ملاتړ لاسونه ډېر کم دي، د رئیس احمدزي دا بې‌تمې همکاري د قدر او ستاینې وړ ده.

رئیس احمدزیه!
ستاسې دا ګام به زموږ د بیسبال د ځوانانو په زړونو کې د هڅونې، امید او باور یو نوی څراغ بل کړي.
وطنپالنه همدا ده؛ چېرته چې د وطن بچیان مالي ملاتړ ته اړتیا لري، هلته بې له تمې ورسره مالي ملاتړ او درېدل.

له زړه مو مننه او درناوی!
ستاسې دا اخلاص به هېڅکله هېر نه شي.
Raees Ahmadzai
Izatullah safi
Abid Ali Afghan
Waseel Safi
Baseball YouthMizuno Baseball USABaseer Shinwari

01/09/2026

د ختیځ زون د بیسبال لوبډلې د انتخاب لپاره تمریناتي کیمپ!
د کیمپ له جریان څخه یوه لنډه ویډیو.

د سپین غر زون د بیسبال کیمپ د دویمې ورځې تر ټولو غوره او په زړه پورې عکسونه 📸د ځوانو لوبغاړو هڅې، تمرینونه او ښکليې شېبې...
31/08/2026

د سپین غر زون د بیسبال کیمپ د دویمې ورځې تر ټولو غوره او په زړه پورې عکسونه 📸
د ځوانو لوبغاړو هڅې، تمرینونه او ښکليې شېبې! 💪⚾️

بهترین و زیباترین عکس‌های روز دوم کمپ بیسبال زون سپین‌غر 📸🔥
تلاش‌ها، تمرینات و لحظات زیبای بازیکنان جوان! 💪⚾️

The best and most memorable photos from Day 2 of the Spinghar Zone Baseball Camp 📸
Featuring the hard work, training, and great moments of the young players! 💪

31/08/2026

د سپین غر زون د بیسبال لوبډلې د دوهمې ورځې تمرینات.

30/08/2026

⚾🏆 د سپین غر زون د بیسبال لوبډلې د جوړېدو پر لور یو بل مهم ګام!

د سپین غر زون د بیسبال لوبډلې د جوړولو په موخه د ترسره شوې ازموینې (Trial) له لارې مو غوره ۲۴ لوبغاړي انتخاب کړل، چې نن یې د روزنیز کیمپ په پرانیسته سره رسمي تمرینونه پیل کړل.

دغه کیمپ د ګلبهار کرکټ اکاډمۍ کې په لاره واچول شو، چې تر ټورنمنټ پورې به دوام ولري. د دې روزنیز بهیر په ترڅ کې به د لوبغاړو وړتیاوې، استعدادونه او هڅې لا نورې و ارزول شي، ترڅو په پای کې ترې یوه غوره، پیاوړې او سیالۍ ته چمتو لوبډله جوړه شي.

🎯 زموږ موخه دا ده چې د سپین غر زون لپاره داسې یوه غوره لوبډله جوړه کړو، چې د زونونو په کچه په لوړ همت او ویاړ سره د سپین غر استازیتوب وکړي.

💪 ۲۴ لوبغاړي، یوه موخه، یوه لوبډله، یو ویاړ — سپین غر!
⚾🔥 د بریا په هېله.

#بیسبال

Abid Ali Afghan
Waseel Safi
Mizuno Baseball USA
Baseball Youth

📢 خبرتیا!!د سپین غر زون د بیسبال لوبډلې هغه 24 لوبغاړي چې په ازموینه یا (ټرایل) کې انتخاب شوي دي، خبر ورکول کېږي چې د تم...
28/08/2026

📢 خبرتیا!!

د سپین غر زون د بیسبال لوبډلې هغه 24 لوبغاړي چې په ازموینه یا (ټرایل) کې انتخاب شوي دي، خبر ورکول کېږي چې د تمریناتي کمپ د پیل لپاره دې ګلبهار کرکټ اکاډمۍ ته تشریف راوړي.

📅 یکشنبه، د اګست 30مه، 2026
⏰ سهار 9:۰ بجې
په درنښت، د سپین غر زون د بیسبال اداره.

⚾ ۱۵ هغه تېروتنې چې د بیس بال لوبغاړي یې باید اصلاح کړيکه غواړئ ډېرې لوبې وګټئ، خپل بنسټیز مهارتونه پیاوړي کړئ!1️⃣ ناوخت...
08/08/2026

⚾ ۱۵ هغه تېروتنې چې د بیس بال لوبغاړي یې باید اصلاح کړي
که غواړئ ډېرې لوبې وګټئ، خپل بنسټیز مهارتونه پیاوړي کړئ!
1️⃣ ناوخته سوینګ – د توپ لپاره پر وخت سوینګ پیل کړئ.
2️⃣ کمزوری فوټ‌ورک – له هر حرکت مخکې چټک او متوازن ګامونه واخلئ.
3️⃣ سترګې له توپ څخه اړول – توپ تر وروستۍ شېبې پورې په سترګو تعقیب کړئ.
4️⃣ په پچ کې بېړه کول – ارام اوسئ او منظم پچینګ حرکت وساتئ.
5️⃣ بېټ ډېر کلک نیول – لاسونه ارام وساتئ، څو د بېټ سرعت زیات شي.
6️⃣ له حده زیات زور سوینګ کول – لومړی پر سم تماس تمرکز وکړئ، بیا پر قدرت.
7️⃣ په فیلډ کې ناسم موقعیت – د توپ له راتلو مخکې مناسب زاویه او ځای ونیسئ.
8️⃣ درېدلی/بې‌حرکته دفاع – پر پښو چمتو اوسئ او د توپ پر وړاندې د چټک غبرګون لپاره تیار اوسئ.
9️⃣ له دقت پرته غورځول – لومړی هدف وټاکئ، بیا توپ په کنټرول سره وغورځوئ.
🔟 د فشار پر مهال تمرکز له لاسه ورکول – ارام پاتې شئ او پر خپل تمرین باور ولرئ.
1️⃣1️⃣ بد پچونه تعقیبول – یوازې پر هغو توپونو سوینګ وکړئ چې د Strike Zone دننه وي.
1️⃣2️⃣ د غورځولو کمزوری میخانیک – د ټول بدن مناسب استعمال د قوي او دقیق غورځولو لپاره مهم دی.
1️⃣3️⃣ د هماغه تېروتنې تکرارول – که یوه طریقه کار نه کوي، خپل چلند او تخنیک بدل کړئ.
1️⃣4️⃣ منفي ځان‌خبرو کول – له هرې لوبې وروسته ذهني ری‌سېټ وکړئ او راتلونکي حرکت ته تمرکز وکړئ.
1️⃣5️⃣ د لوبې له پلان پرته لوبې کول – له ستراتیژۍ، اړیکې، همکارۍ او باور سره لوبه وکړئ.
⚾ ښه لوبغاړی یوازې د ځواک له لارې نه، بلکې د سم تخنیک، تمرکز، نظم او دوامدار تمرین له لارې جوړېږي.

⚾ ۱۵ اشتباه‌ای که بازیکنان بیسبال باید اصلاح کنند
اگر می‌خواهید بازی‌های بیشتری برنده شوید، روی مهارت‌های اساسی خود کار کنید!
1️⃣ سوینگ دیرهنگام – سوینگ را به‌موقع آغاز کنید.
2️⃣ فوت‌ورک ضعیف – قبل از هر حرکت، گام‌های سریع و متوازن بردارید.
3️⃣ برداشتن چشم از توپ – توپ را تا آخرین لحظه با چشم تعقیب کنید.
4️⃣ عجله در پچینگ – آرام باشید و حرکت منظم پچینگ را حفظ کنید.
5️⃣ گرفتن بیش از حد محکم بت – دست‌ها را آرام نگه دارید تا سرعت بت بیشتر شود.
6️⃣ سوینگ بیش از حد قوی – ابتدا روی تماس درست با توپ تمرکز کنید، سپس قدرت.
7️⃣ موقعیت نادرست در میدان – قبل از رسیدن توپ، جایگاه و زاویه مناسب بگیرید.
8️⃣ دفاع بدون آمادگی – روی پنجه‌های پا آماده باشید و برای واکنش سریع آماده بمانید.
9️⃣ پرتاب بدون دقت – ابتدا هدف بگیرید، سپس با کنترول پرتاب کنید.
🔟 از دست دادن تمرکز زیر فشار – آرام بمانید و به آمادگی خود اعتماد کنید.
1️⃣1️⃣ دنبال کردن پچ‌های بد – فقط به توپ‌های مناسب در Strike Zone سوینگ کنید.
1️⃣2️⃣ تخنیک ضعیف در پرتاب – از تمام بدن برای پرتاب قوی و دقیق استفاده کنید.
1️⃣3️⃣ تکرار اشتباهات قبلی – اگر یک روش نتیجه نمی‌دهد، تخنیک و روش خود را تغییر دهید.
1️⃣4️⃣ گفت‌وگوی منفی با خود – بعد از هر حرکت، ذهن خود را دوباره تنظیم کنید.
1️⃣5️⃣ بازی بدون پلان – با استراتژی، ارتباط، همکاری و اعتماد بازی کنید.
⚾ بازیکن خوب تنها با قدرت ساخته نمی‌شود؛ تخنیک درست، تمرکز، نظم و تمرین دوامدار اساس موفقیت است.

⚾ 15 Baseball Mistakes Players Should Fix
If you want to win more games, improve your fundamentals!
1️⃣ Late Swing – Start your swing early and stay on time.
2️⃣ Poor Footwork – Use quick and balanced steps before every play.
3️⃣ Taking Your Eyes Off the Ball – Track the ball all the way to the bat or glove.
4️⃣ Rushing the Pitch – Stay calm and maintain a smooth pitching motion.
5️⃣ Gripping the Bat Too Tight – Relax your hands for better bat speed.
6️⃣ Swinging Too Hard – Focus on solid contact before power.
7️⃣ Bad Field Position – Move into the best position and angle before the ball arrives.
8️⃣ Flat-Footed Defense – Stay on your toes and be ready to react.
9️⃣ Throwing Without Accuracy – Aim first, then throw with control.
🔟 Losing Focus Under Pressure – Stay calm and trust your preparation.
1️⃣1️⃣ Chasing Bad Pitches – Swing only at strikes.
1️⃣2️⃣ Weak Throwing Mechanics – Use your whole body for stronger and more accurate throws.
1️⃣3️⃣ Repeating the Same Mistakes – Adjust your approach when something is not working.
1️⃣4️⃣ Negative Self-Talk – Reset mentally after every play and focus on the next one.
1️⃣5️⃣ No Game Plan – Play with strategy, communication, teamwork and confidence.
⚾ Great players are not built by power alone. Proper technique, focus, discipline and consistent practice are the foundation of success.
د افغانستان بیس بال فدراسیون
تمرین وکړئ، تېروتنې اصلاح کړئ، یو بل وهڅوئ او د افغانستان بیس بال لا پیاوړی کړئ! ⚾
د بیس بال بنسټیز مهارتونه

Address

Nangrhar Jalalabad City
Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Eastern Zone Baseball Association posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category