الروانډر افريدي زياته کړه چې د دواړو هيوادونو خلک د هندوستان او پاکستان ترمنځ د لوبو غوښتوونکي دي او ديته انتظار کوي چې کله به دواړه هيوادونه يو له بل سره د سياليو پرانيسته وکړي
" ما زيات د هندوستان او اسټراليا هيوادونو کې د لوبو څخه خوند اخيستی دی، په هندوستان کې کريکټ لکه د يو مذهب په څير دی، د پاکستان او هندوستان خلک دا غواړي چې دواړه هيوادونه يو له بل سره د کريکټ سيالۍ ترسره کړي
دواړو رقيبو هيوادونو پاکستان او هندوستان ترمنځ رقابتي سيالۍ د کريکټ مينه والو لپاره ډیره جالبه وي او راجلبوي همداشان د کريکټ نړۍ ټول پام هم ځانته راجلبوي، خو د دواړو هيوادونو ترمنځ د 2012 کال راهيسې د ای سي سي سياليو يا اېونټونو پرته کوم دوه اړخيز سيريز ندی ترسره شوی
هند هر وخت پدې له پاکستان سره د سياليو څخه ډډه کړې چې پاکستان پخپله خاوره کې تروريستانو او نورو ترهګريزو ډلو ته پناه ورکړې او له هغه ځايه پر دوی بريدونه کوي، خو پاکستان کريکټ بورډ بيا پدې ټينګار کوي چې هند کريکټ بورډ دې کريکټ له سياست سره نه ګډوي
تير کال د هند سپورټ وزير په زغرده وويل چې دوی به د پاکستان سره دوه طرفه سيريز په هيڅ قيمت ترسره نکړي د هغه په وينا چې کريکټ او تروريزم په يو لاس او په مخکې سره نشي تللی
که څه هم د پيچلو اړيکو له امله د دواړو کريکټ بورډونو ترمنځ د کريکټ اړيکي ښې ندي، خو لوبغاړي يې بيا يو له بل سره مينه لري او خپلې ځانګړې تخفې او يو د بل د لوبو څخه خوند اخلي
د يادونې وړ ده چې افريدي او ورسره نور لوبغاړي شهيب اختر، ورينډر سيهواک، مهيلا جي ورډهني، ډنيال ويټوري او جيک کاليس د فبرورۍ په اتمه او نهمه نيټه د سويتزرلنډ تر ټولو يخچالي سيمې سنت موريټز څوکه کې د کريکټ سيالۍ ترسره کړې چې دواړو سياليو کې افريدي لوبډلې د ورينډر سيهواک لوبډلې ته ماتې پکې ورکړې.
#عزيزی
11/02/2018
امیتاب بچن ناروغ دی
سرخط ورځپاڼه
د بالیووډ مېګا سټار دا ورځې ناروغ او بستر دی.
ډاکټران وايي، امیتاب بچن له ملا دردۍ کړېږي او غاړه یا ورمېږ يې هم زیات درد کوي چې دا رنځ یې نور هم سخت کړی دی.
که څه هم د امیتاب دا دردونه اوسني نه دي او له هغه وخته چې په ځوانۍ کې یې ټرافیکي پېښه کړې وه، تر نن پورې ورڅخه ځوروي، مګر ډاکټران یې وايي، امیتاب دې ناروغیو تنګ کړی دی.
ډاکټرانو امیتاب ته مشوره ورکړې چې ارام وکړي او له شوټنګ او نورو کارونو ډډه وکړي، مګر له دې سره سره بیا هم امیتاب اوس د څو فلمونو په عکس بندۍ اوتر خوا یې په یو شمېر خپرونو کې په کار کولو بوخت دی.
که مينهوال ياست، د زړه له اخلاصه دعا ورته وکړئ.
جالبه نړي
10/02/2018
دنړۍ قدرتمندترین راکټ فالکون هیوي په بریالیتوب سره فضا ته ولیږل شو!
سپس ایکس شرکت همدا څو ساعته مخکې دفالکون هیوي (Falcon Heavy) راکټ په بریا سره فضا ته ولیږه. دراکټ لومړنۍ سټیج بوسترونه هم په بریالیتوب ترې جدا او ځمکې ته راوپس شول. دا راکټ دنړۍ قوي راکټ بلل کیږي چې مریخ، سپوږمۍ او نورو سیارو ته دانسانانو دلیږ لپاره یوه ستره لاسته راوړنه ده. دا راکټ ۲۷موتورونه لري،چې که په عین وخت کې فعال شي ، ۵ میلیونه پونډه یا ۲۲۲ نیوټنه قوه تولیدوي. دا راکټ کولای شي ۶۳ ټنه وزن دځمکې مدار ته ورسوي،کوم چې داوسني راکټونو پرمټ دانتقال کیدونکو موادو دوه برابره دی. سپس ایکس شرکت دفالکون هیوي لپاره په ۲۰۱۱ کال کې ترحه جوړه کړه،او اټکل کیده چې په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کالونو کې به فضا ته ولیږل شي ،اما د مختلفو مشکلاتو په اساس دا کار ونشو. ددې راکټ طراح ایلان ماسک دی چې سپس ایکس شکرت رهبري هم په غاړه لري.
ژباړه: وقار
Be the first to know and let us send you an email when MTN Cricket live posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.