19/06/2023
په برطانیه کې یو پلار خپل زوی ته وویل:
بچیه! مسلمانان زموږ غلامان دي او تاسو باید دا باداري برقراره وساتئ، زوی یې ورته وویل:
مسلمانان خوکله هم غلام کېدلی نشي، دوی خو هغه خلک دي، چې په ټول لښکر کې یې اته توري وې مګر بیا هم جګړې ته روان ول (اشاره یې د بدر غزا ته وه)، دوی خو داسې ول چې په وجود باندې یې اویا زخمونه ول مګر بیا هم دفاع ته ولاړ ول (اشاره يې ابو دجانه رضی الله عنه ته وه)، د یوې زنانه پلار، زوی، خاوند او ورور هم ووژل شول، مګر زنانه یوازې د خپل پیغمبر ص غم وړی وه، (د احد غزا ته يې اشاره وه).
پلاره! ما دا تاریخ لوستی دی.
هغوی به مسلمانان نه وي، چې زمونږ غلامي کوي.