19/03/2026
سلام علیکم …
د۱۴۰۴ لمریز کال د کوچنی اختر د رارسیدو له امله تاسی او ستاسی له طریقه ستاسی دیندارو او عزتمنو کورنیو ته د زړه له کومی مبارکۍ او پیرزوینی وړاندی کوم لمونځونه ،روژی ، طاعت ، عبادت ،صدقی ،خیراتونه تراویح ،ختمونه ، اعتکافونه او ټول نیک اعمال مو د الله ج په عظیم دربار کی قبول او منظور شه د حاجیانو او غازیانو په صف کی حساب او داخل شۍد الله ج له ستر دربار څخه هیله او غوښتنه کوم چه سږنی کوچنی اختر به د سولی پرمختګ پر ځان د بسیاینی ځوانانو ته د کار د زمینی د ابدی او تاریخی دښمن د شرمیدلی ماتی د کورنی او بهرنی مشروعیت ملی یو والی په کورونو او شفاخانو کی د درملنو لاندی ناروغانو د روغتیا سلامتیا د دایمی سولی ثبات او ټیکاو زیری د ځان سره ولری
اختر مو بختور شه