31/01/2026
د کرکټ چلنجی لوبه!
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ
خدای دی وکړی چی جوړ او روغ به یاست نن جمعه 2026/1/31 د افغان ټایګرز او QM اکاډمی تر مینځ چلینجی لوبه ترسره سوه چی ټاس QM کرکټ اکاډمی وګټو او توپ اچونی پریکړه یی وکړه چی افغان ټایګرز د ټولو لوبغاړی په سوځیدو سره 156 منډی ترسره کړی، د QM اکاډمی ته د بال په برخه کی:
عبدالله 2
قدرت الله 1
نصیر 1
رحمت الله 1
ویکیټی ترلاسه کړی
په ځواب کی QM اکاډمی ډیر ښه سټارټ واخیستو او لوبه یی په غټ توپیر د یو لوبغاړی په سوځیدو په 13 اورو کی وګټو،
د بیټینګ برخه کی:
حیات الله پهلوان 72 ناسوځیدلی منډی
قدرت الله 61 ناسوځیدلی ډیری منډی وکړی.
د لوبی غوړه لوبغاړی هم حیات الله پهلوان سو چی ډیره ښه لوبه یی وکړه او خوندوری او غټی شپګیزی یی ووهلی،
د QM اکاډمی لوبغاړو ټولو ډیره ښه لوبه وکړه ټولو ته دی مبارک وی او د نورو بریاوو په هیله...