LPL Lalma Premier League

LPL Lalma Premier League Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from LPL Lalma Premier League, Sports League, Lalma, Chaparhar.

للمه ايګلز لوبډلې په لومړۍ نيمه پايلوبه کې للمه ټايګرز لوبډلې ته ماتې ورکړه او د لومړۍ لوبډلې په توګه يې د للمه پرېمير ل...
15/05/2026

للمه ايګلز لوبډلې په لومړۍ نيمه پايلوبه کې للمه ټايګرز لوبډلې ته ماتې ورکړه او د لومړۍ لوبډلې په توګه يې د للمه پرېمير ليګ دويم پړاو پايلوبې ته لاره پيدا کړه.
د لوبې غوره لوبغاړى صفي الله شهاب ونومول شو چې چټکې (45) منډې او يو لوبغاړى يې سوځولى و.
همدارنګه د باور طبي لابراتوار له خوا لومړي کيچ اخيستونکي مينه وال ته هم ډالۍ ورکړل شوه.
د دويمې پاڼۍ لنډيز په لاندې انځورونو کې کتلى شئ.

لومړۍ نيمه پايلوبه:للمه ټايګرز لوبډلې د للمه ايګلز پر وړاندې د (7) لوبغاړو په زيان سره د (162) منډو هدف وټاکه.د لومړي پا...
15/05/2026

لومړۍ نيمه پايلوبه:
للمه ټايګرز لوبډلې د للمه ايګلز پر وړاندې د (7) لوبغاړو په زيان سره د (162) منډو هدف وټاکه.
د لومړي پاڼۍ لنډيز په لاندې تصويرونو کې کتلى شئ.

لومړۍ نيمه پايلوبه:د للمه پرېمير ليګ د لومړۍ نيمه پايلوبې پچه(ټاس) د للمه ټايګرز لوبډلې لوبډلمشر ارشد کمال وګټه او خپله ...
15/05/2026

لومړۍ نيمه پايلوبه:
د للمه پرېمير ليګ د لومړۍ نيمه پايلوبې پچه(ټاس) د للمه ټايګرز لوبډلې لوبډلمشر ارشد کمال وګټه او خپله يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

لومړۍ نيمه پايلوبه:سبا جمعه د للمه پرېمير ليګ دويم پړاو په زړه پورې نيمه پايلوبه ترسره کېږي.للمه ايګلز) د (للمه ټايګرز) ...
14/05/2026

لومړۍ نيمه پايلوبه:
سبا جمعه د للمه پرېمير ليګ دويم پړاو په زړه پورې نيمه پايلوبه ترسره کېږي.
للمه ايګلز) د (للمه ټايګرز) پر وړاندې)
سبا سهار اته بجې د للمې په اتفاق کرکټ لوبغالي کې
ګټونکې لوبډله به نېغ په نېغه د للمه پرېمير ليګ دويم پړاو پايلوبې ته لاره پيدا کوي.
د يادونې وړ ده چې مخکې موږ يادونه کړې وه چې دلومړي پړاو لوبو وروسته به مخکښې څلور لوبډلې به سوپر فور پړاو ته لاره پيدا کوي؛ خو د لوبډلو د مالکانو په غوښتنه د سوپر فور پر ځاى به مستقيماً دوه نيمه پايلوبې ترسره کېږي.
د مينه والو لپاره په زړه پورې زېرى بيا دادى چې په دواړو نيمه پايلوبو او پايلوبه کې د (باور طبي لابراتوار) له طرفه په دواړو پاڼيو کې لومړي کيچ نيوونکي مينه وال ته (100) افغانۍ نغدي جايزه ورکوي. کور دې ودان وي

د للمه پرېمير ليګ د لوبو په دوام د لومړي پړاو (League Stage) وروستۍ دوه لوبې به سبا جمعه ترسره کېږي.چې د لومړي پړاو وروس...
07/05/2026

د للمه پرېمير ليګ د لوبو په دوام د لومړي پړاو (League Stage) وروستۍ دوه لوبې به سبا جمعه ترسره کېږي.
چې د لومړي پړاو وروسته به بله جمعه د سوپر فور لوبې شروع کېږي. چې پدې پړاو کې به هره لوبډله يو له بله سره يوه-يوه لوبه ترسره کوي، چې د سوپر فور دوه مخکښې لوبډلې به پايلوبې ته لاره پيدا کوي.
که غواړئ له دې جالبو او په زړه پورې لوبو خوند واخلئ د للمې اتفاق کرکټ لوبغالي ته راشئ او لوبې له نږدې ننداره کړئ.

د للمه پرېمير ليګ د لوبو په دوام نن جمعه درې لوبې ترسره شوې.په لومړۍ لوبه کې للمه کينګز لوبډلې للمه سټارز ته، په دوهمه ل...
01/05/2026

د للمه پرېمير ليګ د لوبو په دوام نن جمعه درې لوبې ترسره شوې.
په لومړۍ لوبه کې للمه کينګز لوبډلې للمه سټارز ته، په دوهمه لوبه کې للمه ټايګرز لوبډلې للمه کينګز ته او په درېيمه لوبه کې للمه ټايګرز يو ځل بيا للمه ايګلز ته ستره ماتې ورکړه او دوهم پړاو ته يې لاره پيدا کړه.
په لومړۍ لوبه کې للمه کينګز لوبډلې د للمه سټارز لوبډلې پر وړاندې د لوبې پچه (ټاس) وګټه او خپله يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. للمه کينګز لوبډلې د ټولو (10) اورونو په لوبولو سره للمه سټارز لوبډلې ته د فضل واحد للموال د (47) منډو او د انصار حماد د (46) ډېرو منډو پرمټ د (189) منډو هدف وټاکه.
د للمه سټارز لوبډلې لپاره توحيد ساحل (3) او سبحان الله قرار (1) لوبغاړى وسوځوه.
للمه سټارز لوبډله ونه توانېده چې ياد هدف پوره کړي. د ټولو اورونو په لوبولو سره يې يوازې (134) منډې وکړې چې د (54) منډو په توپير يې ماتې وخوړه.
د للمه سټارز لپاره مطيع الرحمن (46) او سبحان الله قرار (31) تر نورو زياتې منډې وکړې.
همدارنګه د للمه کينګز لپاره واحد تلاش او انصار حماد (يو-يو) لوبغاړى وسوځوه.
د لوبې غوره لوبغاړى انصار حماد وټاکل شو چې (46) منډو ترڅنګ يې (1) لوبغاړى هم سوځولى ؤ.

په دوهمه لوبه کې للمه ټايګرز لوبډلې د للمه کينګز لوبډلې پر وړاندې د لوبې پچه (ټاس) وګټه او خپله يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. للمه ټايګرز لوبډلې د ټولو (10) اورونو په لوبولو سره للمه کينګز لوبډلې ته د اکرام تسل د (40) منډو او د صديق الله د (29) ډېرو منډو پرمټ د (154) منډو هدف وټاکه.
د للمه کينګز لوبډلې لپاره برکت احمدزي او انصار حماد (دوه-دوه)لوبغاړي سوځولي وو.
للمه کينګز د انصار حماد د بهترينې توپ وهنې سره سره هم ونه توانېده چې ياد هدف پوره کړي. د ټولو اورونو په لوبولو سره يې (135) منډې وکړې چې د (18) منډو په توپير يې ماتې وخوړه.
د للمه کينګز لپاره انصار حماد (82) او فضل واحد للموال (34) تر نورو زياتې منډې وکړې.
همدارنګه د للمه ټايګرز لپاره عمر محمدي بهترينه توپ اچونه ترسره کړه چې (4) مهم لوبغاړي يې وسوځول.
د لوبې غوره لوبغاړى عمر محمدي وټاکل شو چې (4) لوبغاړي يې سوځولي وو.

همدارنګه په درېيمه لوبه کې للمه ايګلز لوبډلې د للمه ټايګرز لوبډلې پر وړاندې د لوبې پچه (ټاس) وګټه او خپله يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. للمه ايګلز لوبډلې د (8.1) اورونو په لوبولو او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره للمه ټايګرز لوبډلې ته د (110) منډو هدف وټاکه. چې په توپ وهنه کې ياسر عرفات (23) منډې او ذکرالله (19) تر نورو لوبغاړو زياتې منډې ترسره کړې.
د للمه ټايګرز لوبډلې لپاره يو ځل بيا عمر محمدي په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې (4) لوبغاړي يې وسوځول، عطاﺀ الله مومند او اکرام تسل هم (دوه-دوه)لوبغاړي وسوځول.
للمه ټايګرز لوبډلې ياد هدف په ډېره اسانۍ سره د وسيم وفا د چټکې توپ وهنې پرمټ په (5.5) اورونو کې د (2) لوبغاړو په زيان سره پوره کړ او د (8) لوبغاړو په توپير يې لوبه وګټله. وسيم وفا (54) او بختيار سمسور (41) تر نورو زياتې منډې ترسره کړې.
د للمه ايګلز لپاره سميع ستانکزي او ذبيح مومند (يو-يو) لوبغاړى وسوځوه.
د لوبې غوره لوبغاړى يو ځل بيا عمر محمدي وټاکل شو چې (4) لوبغاړي يې سوځولي وو.
د يادونې وړ ده چې تر دې مهاله دوهم پړاو يا (سوپر فور) ته دريو لوبډلو (للمه سټارز، للمه ټايګرز او للمه ايګلز) لاره پيدا کړې او راتلونکې جمعه به څلورمه لوبډله د للمه چمپينز او للمه کينګز لوبډلو ترمنځه يوه يې لاره پيدا کوي.

راتلونکې جمعه په للمه پریمیر لیګ کې درې په زړه پورې لوبې ترسره کېږي.هره لوبډله به په ټورنمينټ کې د پاتې کېدو لپاره د لوب...
28/04/2026

راتلونکې جمعه په للمه پریمیر لیګ کې درې په زړه پورې لوبې ترسره کېږي.
هره لوبډله به په ټورنمينټ کې د پاتې کېدو لپاره د لوبې ګټلو لپاره پوره هڅه او کوښښ کوي. که غواړئ دغه خوندورې لوبې له نږدې ننداره کړئ نو د للمې اتفاق کرکټ لوبغالي ته راشئ او خوند ترې واخلئ.
د لوبو نېټه او وختونه په لاندې انځور کې کتلى شئ.

25/04/2026

پرون جمعه ماسپښین د للمه پرېمير ليګ يوولسمه لوبه د للمه ټايګرز او للمه کينګز لوبډلو ترمنځ د باران د دوامداره اورښت له امله بې پايلې شوه.
د يادې لوبې د بيا ترسره کېدو نېټه به په راتلونکې کې اعلان شي.
مننه

نن جمعه سهار د للمه پرېمير ليګ په لسمه لوبه کې للمه چمپينز لوبډلې په يوه په زړه پورې لوبه کې للمه ډيفنډرز لوبډلې ته د (5...
24/04/2026

نن جمعه سهار د للمه پرېمير ليګ په لسمه لوبه کې للمه چمپينز لوبډلې په يوه په زړه پورې لوبه کې للمه ډيفنډرز لوبډلې ته د (5) منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د لوبې لنډيز په لاندې تصويرونو کې کتلى شئ.
نورالحق ملکزي په زړه پورې لوبه ترسره کړه چې په توپ وهنه کې يې (116) ناسوځېدلې منډې او په توپ اچونه کې يې (2) لوبغاړي وسوځول چې د لوبې غوره لوبغاړى وټاکل شو.

د للمه پرېمير ليګ د لوبو په دوام په لسمه لوبه کې للمه چمپينز لوبډلې د للمه ډيفندرز لوبډلې پر وړاندې د لوبې پچه (ټاس) وګټ...
24/04/2026

د للمه پرېمير ليګ د لوبو په دوام په لسمه لوبه کې للمه چمپينز لوبډلې د للمه ډيفندرز لوبډلې پر وړاندې د لوبې پچه (ټاس) وګټه او خپله يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د للمه پرېمير ليګ د لوبو په دوام راتلونکې جمعه دوه په زړه پورې لوبې ترسره کېږي.په لومړۍ لوبه کې للمه چمپينز لوبډله د للم...
22/04/2026

د للمه پرېمير ليګ د لوبو په دوام راتلونکې جمعه دوه په زړه پورې لوبې ترسره کېږي.
په لومړۍ لوبه کې للمه چمپينز لوبډله د للمه ډيفندرز لوبډلې سره په زړه پورې لوبه لري چې دواړو لوبډلو ته يې ګټل د مخکې تګ چانس زياتوي.
همدارنګه په دوهمه لوبه کې به للمه ټايګرز لوبډله د للمه کينګز لوبډلې پر وړاندې لوبېږي چې دا لوبه هم دواړو لوبډلو ته مهمه ده چې ويې ګټي او دوهم پړاو ته يې د تګ چانس زيات شي.
يادونه: د جمعې ورځ ماسپښين لوبې لپاره ځانګړي مېلمانه لرو. پرکنډ اتفاق کرکټ لوبغالي ته راشئ او د دې خوندورو لوبو له ليدلو څخه خوند واخلئ.

Address

Lalma
Chaparhar

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when LPL Lalma Premier League posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category