28/10/2026
په راتلونکې لوبه کې باید د صدیق اتل پر ځای نور رحمان ته موقع ورکړل شي!
دا یو عادي سیریز دی او بله دا چې زیمبابوې اوس زموږ پر وړاندې نسبتاً کمزورې لوبډله ده. که په دې لوبو کې نور رحمان ته موقع ورکړل شي، نو له ډېر فشار سره به مخ نه شي او که لږ څه ښه وځلېږي، نو ښه کنفیډنس به ترلاسه کړي.
موږ باید په داسې لوبو او د داسې لوبډلو پر وړاندې خپلو ځوانو لوبغاړو ته ډېر فرصتونه ورکړو، ځکه د هند پر وړاندې نور رحمان تر دومره زیات فشار لاندې و چې ان خپله زده کړې توپوهنه یې هم ترې هېره شوه.
صدیق اتل ښه لوبغاړی دی، خو دا چې په ټېسټ او پنځوس اوریزو لوبو کې هم لوبول کېږي، نو غوره به وي چې په شل اوریزو لوبو کې نور رحمان ته پرلهپسې فرصتونه ورکړل شي، څو خپل استعداد وښيي او په دې فارمټ کې هم تجربه او باور ترلاسه کړي!
..